نظــر

د حق او باطل او باطل او باطل تر منځ کشمکش

لیکوال: عبدالمالک همت

د لوی څښتن جل جلاله د دې خاوريني کرې پر مخ ، د انسانانو د ژوند له هماغه پیله د دوی ترمنځ ډول ډول جګړې رامنځ ته سوي او لا به نوري هم رامنځ ته کيږي.

د حق او باطل تر منځ جګړې خو د نړۍ له هماغه پیله تر اوسه رواني دي او دا جګړې به تر الی ماشاء الله پوري رواني وي. البته په دې ډول جګړو کي له یوې خوا ایمان لورونکي او د حق پلوي ټولني وی او له بله لوري کفري، مادي او جاهلي ټولني او ډلي ټپلي اوسي.

خو دا هم يو حقیقت دی چي په جاهلي ، مادي او کفري او طاغوتي ټولنو کي هم په ډول ډول بڼو جګړې ، مخالفتونه او کشمکشونه رامنځ ته کيږي.

دا ډول جګړې د دغو ټولنو تر منځ یا د دغو ټولنو په منځ کي زیاتي د يوه ولس له خوا پر بل ولس باندي د ولکې ټينګولو او پراختیا غوښتني د شهوت له مخي وي. ظالم او طاغوتي ځواکونه د تېري او نيواک له لاري د بل ولس پر خاوره خېټه اچوي او د ځان کوي يې. دغسي دښمنۍ د سترواکيو (امپراتوريو) د ټينګښت پر بنسټ پر لاراچول کيږي يا ” ستر هيوادونه “،” کوچني هيوادونه “ لاندي کوي او د خپلو ګټو او مصالحو تابع کوي يې. دغه راز دغسي دښمنۍ د ګاونډيو هيوادونو او نورو سره د تل ترتله اختلافاتو اوجنګونو د پرلار اچولو له لاري هم ترسره کيږي.

بله بڼه يې هغه جګړه وي چي د ټولني په دننه کي د واک غوښتلو، پاچهۍ غوښتلو، لاسبرۍ خوښولو، امتيازونو ترلاسه کولو او داسي نورو شهوتونو له مخي د طبقاتي او فردي جګړو په بڼه پرلار اچول کيږي.

ډېر داسي هم سوي دي چي د جاهلي ټولنو مظلومو او بې برخو طبقو د حاکمو طبقو پر ضد ډول ډول پاڅونونه کړي او مقابلې ته يې وردانګلي دي.

د دغه ډول ټولو جګړو او کشمکشونو لاملونه او بنسټونه يوازي او یوازي مادیات پاته سوي دي اوبس.

د کفري هیوادونو، ولسونواو بېلو بېلو ډلو ترمنځ جګړې ټولي د مادي ګټو د ترلاسه کولو يا د هغو د وېش یا د مادي پالو واکمنو ډلو له اسارت څخه د ژغورني لپاره وې. دغه ډول جګړې به په راتلونکو وختونو کي هم رواني وي. د دغو جګړو د سون توکي زیاتره بې سواده، ناپوه، جاهل او طفیلي افراد دي، چي د تاریخ په اوږدو کي تل د حاکمو، انسان دښمنو او خپل چاروکو ځواکونو له خوا استعمال سوي دي. اوس هم دغه ناپوهان د دغو ځواکونو له خوا استعماليږي او په راتلونکې کي به هم که دغه ناپوهان له سمي پوهي څخه برخمن نه سي ، هم دغسي به استعماليږي.

د نړۍ د تاريخ زیاته برخه د حق پالونکو سره د باطل پالو او په خپله د باطل پالو او باطل پالو سره د مادی ګټو پر سر له ډول ډول جګړو او کشمکشونو څخه ډول ډول کیسې کوي. په معاصر پېر کي لومړۍ او دوهمه نړۍ واله جګړه هم د باطل او باطل ترمنځ وه. د کمونيزم او پانګوالي نظامونو جګړې او اختلافات هم د باطل او باطل ترمنځ کشمکش او رقابت باله سو. په دې وختونو کي د روس او اوکراين کشمکش او د اوکراين پر سر د روس د امريکې او نورو لوېدیزو هیوادونو او دغسي نور تاوتريخوالي هم له همدې قبیله دي.

په فلسطين، عراق ، سوريه ، ليبيا، مصر او نورو ځايونو کي چي کوم کسان د لوی څښتن د دین د حاکميت لپاره جنګيږي حق پلوي باله سي ، خو کوم کسان چي هلته د باطل او طاغوت د واک د رامنځ ته کولو او ټينګښت په موخه جنګيږي، هر څه يې د باطل په پلوي دي.

لکه چي پوهيږو په دې وروستیو وختونو کي زموږ ګران هيواد يو ځل د روسي مادي پالو له خوا اشغال سو او بیا له څو کلونو راهيسي تر اوسه د امریکایي نړۍ خورو تر اشغال او نيواک لاندي دی. د روسانو په وختو کي د افغانانو او روسانو او د هغو د ګوډاګیانو تر منځ جګړه د حق او باطل ترمنځ جګړه وه. خو په دې جګړه کي د امريکې او لوېدیزو هيوادونو ګماشته ګان مازي په نامه د حق په پلوي جنګېدل، ځانونه يې مجاهدین بلل او د مجاهدینو د مشرتابه دریځ ته د دوی د امریکايي او لوېدیزو بادارانو او پاکستاني استخباراتو له خوا په لطلیف الحیل ورپورته سوي وه. دغو ګماشته ګانو له امريکایانو، لوېدیزیانو او عربو شیخانو څخه خورا ډېري پيسې، وسلې او موکونه ترلاسه کول او د هغو په مقابل کي يې عام افغانان د خپلو پردو ولي نعمتانو په پلوي د روسانو سره جنګول. خپل اولادونه، خپلوان او تالۍ څټي به يې د ګاونډیو یا لوېدیزو هيوادونو په دنګو او ښکلو ماڼيو کي اوسېدل او په چړچو او عیش اونوش کي يې لوړ تحصیلونه کول.

په دې توګه دغه پردي پالي او هیواد او جهاد ته خاین مشران په افغانستان او بهرنيو هیوادونو کي د ارګاه بارګاه، سترو سترو جایدادونو، تجارتونو، شرکتونو، کمپنیو او غټو پانګو خاوندان سول.

کله چي د شوروي سرې لښکري د رشتیانیو، سرښندونکو او اتلو مجاهدینو د فداکاریو او ایمان په زور په ماته له هيواده ووتلې، دغو داړه مارانو د ناپوهو او جاهلو لنډغرو توپکیانو څخه په استفاده د هيواد په مرکز کابل او نورو ولايتونو کي داسي جرایم، بې ناموسۍ او ورانۍ وکړې چي نه چنګېزیانو کړي دي، نه انګرېزانو او نه نورو. څنګه چي د دغو جنایتکارانو له لاسه د هيواد بې دفاع او مظلوم مسلمانان تر پوزي راغلل او د دغو قصابانو چړې د دوی تر هډوکو ورسېدې، یو شمېر رشتیاني او واقعي مجاهدين چي په اسلامي احکامو خبر او د هغو پابند ول او زیاترو يې په مساجدو او مدرسو کي درسونه ويل د خلکو له خوا وهڅول سول او ملاتړ يې وسو د لوی څښتن جل جلاله په توکل د دغو جنایتکارانو پر ضد راپاڅېدل او بالاخره يې هيواد د دوی له لوثه څخه ترډېری کچي پاک کړ. کله چي د دغو جنایتکارانو باداران، امریکا او نورو لوېدیزیان وبېرېدل چي په افغانستان کي یو واقعي اسلامي نظام رامنځ ته کېدونکی دی، پر افغانستان يې بر بنډ تېری وکړ او اشغال يې کړ.

اشغالګرانو خپل دغه جنایتکار ګوډاګیان، په امریکا او لوېدیځ کي د دوی روزل سوي اولادونه او نورو سیکولر عناصر په افغانستان کي واک ته ورسول.

اوس همدغه عناصر او په بهرنیو هيوادونو کي د هغو روزل سوي زامن د خپلو هماغو امریکايي بادارانو تر حمایه او ملاتړ لاندي په افغانستان کي واک چلوي او دا پرله پسې پنځلس کاله وسوه چي د افغانستان مظلومو خلکو ته يې د سر په کاسه کي اوبه ورکړي دي.

دغه کسان او د دوی نازولي په خپله د خپلو بادارانو په پلوي هیڅ نه جنګيږي، بلکي ناپوه، جاهل او مجبور وګړي د خپلو بادارانو په پيسو او بې خرتو مادي امکاناتو د خپلو ځانونو د ساتلو لپاره او خپلو بادارانو په پلوي د حق ، هیواد او مسلمانانو د مدافعینو سره جنګوي.

دا ځل د امریکایانو د اشغال په کلونو کي دغو داړه مارانو او د دوي ولي نعمتانو د افغانستان پر مځکه سربېره او ان تر مځکه لاندي شتمنۍ او د خلکو مالونه داسي چوړ کړل چي په ټوله نړۍ کي يې نوم وایست او په فساد او غلاوو کي يې په ټوله نړۍ کي دوهم دی که درېیم ځای نيولی دی. دا اوس هم بهرنیان او دغه کورني غله درګرده لګیا دي چي په افغانستان کي يې څه په لاس ورځي چوروي يې او بهر ته يې لېږدوي.

د پردو دغه ګوډاګیان کوم چي پخوا يې د مجاهدينو د مشرانو يا ټکنوکراټانو په نومونو عام افغانان د روسي نیواکګرو سره جنګول، له هره قومه او له هره ځايه او هر ګوند څخه چي دي، ټول په ماهیت کي د يوې ځالۍ چيچیان دي، ټول د امریکا له خوا واک ته رسېدلي دي او د امریکا د اشغال او ګټو په پلوي ناپوه او اړ افغانان د وطن د مدافعینو او مبارزینو سره جنګوي. دوی په خپلو منځو کي هیڅ بنسټيز اختلاف نه سره لري او ټول د باطل او طاغوت ملاتړي او پر باطلو ولاړ دي.

خو دا چي د دوی ترمنځ کشمکشونه او اختلافات راځي، يو خو دا د دوی خصيصې او ځانګړني دي او بل دا اساسي او جدي نه دي او نه د حق په پلوي دي، بلکي دا هماغه د باطل او باطل ترمنځ اختلافات باله سي، چي په اکثرو مواردو کي بادار ته پر نږدې کېدو باندي د رقابت له امله وي، یا د دوی د قومي، سمتي او ګوندي موخو او ګټو سره د ټکر له امله وي، یا په واک کي د زیاتو ګټو او امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره وي.

دلته ځيني ساده کسان داسي فکر کوي چي په دوی کي هم د خپل قوم او ژبي مینوال او د خلکو پلویان سته، او په ناپوهي سره يې ننګي ته وردانګي.

پوه خلک د دغو باطل پالو په دغو سطحي او دنننیو کشمکشونو او اختلافاتو نه غوليږي او نه يې په پلوي کي د ريږي، بلکي ګڼي چي د دوی دغه کشمکشونه د هیواد او هيوادوالو په لا نور سخت تاوان تماميږي. د دغسي باطل پالو د هري خوا په پلوي چي څوک دريږي معنايې داده چي دی هم د باطل او باطل په جګړه او کشمکش ور دننه کيږي العیاذ بالله.

لنډه داچي اصلي جګړه د حق او باطل ده او د حق او باطل پلویان معلوم دي. هیڅوک چي په سر کي څه ماغزه ولري د امریکایانو او دهغو دغو جنایتکارو تېريو او مظالمو ته حق نه سي ویلای او نه د اسلام، حق، هیواد او هيوادوالو مدافعینو ته د باطل ډله ویلای سي.

د هيواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو دغه اتل مبارزین که څه هم په ظاهره يوه وړه او د اکمالاتو او مادي وسايلو له پلوه نيستمن باله سي، خو د لوی څښتن د دې وينا سره سم چي فرمايي:

﴿كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ (249)﴾ ( ).

دادی د دې طاغوتیانو د دې دغونه ستر ځواک په وړاندي د وروستي بري پړاو ته ډېر نږدې سوي دي. له طاغوتیانو څخه يې لاري او ګودري ورکي کړي، وربوزونه يې په خاورو ورلړلي او هغه وخت ليري نه دی چي دوی به هم د روسانو په شوم برخلیک اخته سي او په ګران هيواد افغانستان کي به هره خوا دا قرآني زمزمې تر آسمانه پورته سي چي:

﴿جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (81)﴾ ( ).

نو چي حقیقت داسي دی موږ ته ښايي چي زموږ هر یو د يوه ښه انسان، ښه افغان او ښه ، رشتیني او باضمیره مسلمان په توګه د حق او باطل ترمنځ توپیر وکړو، د باطل پالو، ماهیت، تېرو سوابقو او اوسنيو کړنو او جنايتونو ته وګورو او په درواغجنو تبلیغاتو او ډنډورو يې تېر نه وزو او د قرآن د لارښووني سره سم د حق او حق پلوو په ټينګه ملاتړي سو والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زبیر احمدي

همت صاحب، الله دې قلمي جهاد قبول او مقبول لره. سر تر پایه ترخه واقعیتونه دې بیان کړل، الله دې عظیم اجر درکړی. درباندی ویاړو. ستا هره لیکنه د سیکولرانو، منافقانو او منکرانو زړونه چاودی. د الله تعالی په ساتنه او پالنه کی اوسې.

عبدالمالک همت

احمدي صاحپ السلام علیکم روغ او خوشاله اوسئ له څرګندونو څخه مو یوه نړۍ مننه په درناوي .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x