دیني، سیرت او تاریخ

د یویشتمې پېړۍ امریکایي کتاب (فرقان الحق) – علمي څېړنه (۸)

لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفار جُبیر

علمي څرک او دا کتاب:

۱: تر ټولو لومړی ددې کتاب نوم (الفرقان الحق) له قرآن کریم څخه اخیستل شوی دی.

۲: په دې کتاب کي له قرآن کریم څخه د سورتونو نومونه غلا شوی دي لکه فاتحه، القدر، المؤمنین، التوبه، النساء، الطلاق، المایدة، المنافقین، الکافرین اوالانبیاء.

۳: دالفرقان الحق عبارتونه، ترکیبونه، واټنونه او نور هم له قرآن څخه غلا شوي دي لکه دقران کریم ددې ایات په مقابل کي:

– مثل الذین کفروا بربھم اعمالھم کرمادن اشتدت بہ الریح فی یوم عاصف لایقدرون مما کسبوا علی شی ذلک ھوالضلال البعید – (القرآن الحکیم :ابراهیم :۱۸)

انیس شروش داسی لیکلی دي:

مثل الذین کفرو وکذبو بالانجیل الحق اعمالھم کرمادن اشتدت بہ الریح فی یوم عاصف لایقدرون مما کسبوا علی شئی ذلک ھوا لضلال الاکید — امریکایي قرآن (الفرقان الحق) سورۃ الثالوث/۱۸

– دقران کریم ددې ایات په مقابل کي:

ھا انتم اولاء تحبونھم ولا یحبونکم وتومنون بالکتاب کله واذا لقو کم قالو امنا واذاخلوا عضوا علیکم الانامل من الغیظ قل موتوا بغیظکم ان اللہ علیم بذات الصدورO ان تمسسکم حسنۃ تسؤھم وان تصبکم سیئۃ یفرحوا بھا وان تصبروا وتتقوا لایضرکم کیدھم شیئاً ان اللہ بما یعملون محیط– القرآن الحکیم: آل عمران :۱۱۹‘۱۲۰

انیس شروش داسی لیکلی دي:

’یاایھا الذین آمنوا من عبادتا انتم اولاء تحبون الذین یعادونکم ‘ وھم لا یحبونکم ‘ واذا لقوکم قالوا: آمنا بما آمنتم واذا خلوا عضوا علیکم الانامل من الغیظ ‘ وان تمسسکم حسنۃ تسوء ھم وان تصبکم سیئۃ یفرحوابھا ‘ وان تصبروا وتتقوالایضرکم کیدھم شیئا‘ ولا یضرون الا انفسھم وما یشعرون—

۔ امریکی قرآن (الفرقان الحق) سورۃ الخاتم: ۱

په قرآن کریم کي راځي:

د من یبتغ غیرالاسلام دیناً فلن یقبل منه( القران الکریم)

انیس شروش ددې ایات پرځای دالیکلی دي:

’’ومن یبتغ غیر الانجیل والفرقان کتاب فلن یقبل منه
او داسی نور…

ټوله فرقان الحق د قرآن کریم له کلمو، ترکیب اوجملوڅخه ډک دی، فرقان الحق یې ۹۰٪ دقرآن کریم څخه رااخیستی دﺉ.
کله چي فرقان الحق وکتل شي نودابه و هرړانده ته جوته شي چي انیس شروش له قرآن کریم څخه څومرې غلا کړیده داټوله راټولول ناشونی کاردی.

– دښځو لپاره څو سورتونه لیکل شویدی لکه، الزواج، الطلاق، النسآء اوالزنی- ټول هغه څه چي اسلام حرام کړیدي هغه یی ورته حلال کړیدی دښځوسره په هرحال کي نرجنسی نژدې کت کولای شی لکه په حیض او نفاس کي- حال داچي اوسني ساینس دا ثابته کړیده چي په داسی حالاتوکي جنسي نژدیوالی صرف یولعنت اوهلاکت دی.

۴: خپله عیسایی علماء د ا فرقا ن الحق نه مني!

سید عبده عبدالرزاق وایي:

’’ علی شبکۃ الانترنت یقف علی الکثیر من اقوال النصاری المنصفین الذی یعلمون ان ھذا الکتاب لایمت للسماء بصلۃ تقول اھداھن (انا برائی ان الشئی او الکتاب المسمی الفرقان الحق ما ھوا الا کذب وتحریف وھجوم علی الاسلام معن اننی مسیحیۃ …واظن ان الاسلام قدحفظ کتابہ القرآن وسیحفظه
القرآن الامریکی:ا ضحوکۃ القرن الحادی والعشرین‘ ص ۷۳

ژباړه: داکوم کتاب (الفرقان الحق) چي خپورشوی دی دایودرواغ دﺉ، داتحریف شوی دﺉ اوداپه اصل کي پراسلام باندي یوه یرغل دﺉ، اوموږعیسایان په دې باور یو چي قرآن کریم محفوظه دﺉ.

۵:دتعصب اوبې حیایۍ نه ډک کتاب- د یوه عیسایي عالم وینا:

ددې کتاب په لیدوسره وشرمیدو زماپه آند په نړۍ کي به داسی دشرم، تعصب او بې حیایۍ نه ډک کتاب نه وي، موږکاتولیکان دا غندو دا د اسلام توهین دی داخپله د عیسایت توهین دی اسلام اوعیسایت دواړه نړیوال دینونه دي- خپله انیس شروش دیوې وړې عیسایي ډلی غړي دی حتی مشری یې لا هم په غاړه نلري خوکیدای شي چي سیاست په ګډ وي اویاهم دی غواړی چي د احمد دیدات څخه خپل پور واخلي. زه فکرنه کوم چي په دې سره دي یومسلمان هم وعیسایت ته واوړی داځکه چي ددې کتاب په کتلوسره به هر مسلمان پوه شی چي داڅه شی دی؟ او هر ادنی مسلمان داسلام په بینادي اصولوسره خبردی که څه هم هغه نالوستی وي—انیس شروش خپل وخت ضایع کړیدی او حیثیت یی لانور هم له خاورو سره خاوری شو.
(Bishop John Josef – Church of Christ)

نوربیا…

ددې لیکني نوري برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/forqan_haqq

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x