افغانستان

هلمند کې د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز لپاره نوی مشر وټاکل شو

بصیر الحق عادل:

هلمند کې د لسو مدني ټولنو ترمنځ نوې ټاکنې ترسره شوې چې د يوې مياشتې لپاره د مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز لپاره مشر وټاکل شو.

تر دې وړاندې هلمند کې د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز شتون درلود، خو ځينو ټولنو پکې له دې امله ونډه نه لرله چې ويل یې په خپلسري ډول جوړ شوی دی.

نږدې درې کاله وړاندې دغه ولايت کې مدني فعاليتونه پيل شول، چې تر ډېره خلکو ته نا اشنا و، خو د هلمند مدني ټولنې تر چتر لاندې بېلابېلو ځوانانو خپل فعاليتونه کول.

تر دې وروسته نورې بېلابېلې مدني ټولنې رامنځته شوې چې شمېر تر دې مهاله لسو ته رسېدلی.

څه موده وړاندې يو شمېر مدني ټولنو د همغږۍ مرکز جوړ کړ چې د هلمند مدني ټولنې په ګډون ځينو ټولنو له دې امله برخه پکې وانخيسته چې د دوی په خبره د ياد مرکز په جوړېدو کې يو شمېر فاسد دولتي چارواکي لاس لري.

د مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز د مشر د ټاکنو د مودې د پوره کېدو سره سم، دغلته د ټولنو ترمنځ خپلواکه ټاکنې وشوې او نوی مشر وټاکل شو.

دغه ټاکنې چې د عدليې رئيس او هلمند ولايتي شورا د مشر له لوري څارل کېدې په شفافه توګه ترسره شوې، چې په پايله کې ډاکټر محمد سرور عصيم وردګ د يوې مياشتې لپاره هلمند کې د مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز د مشر په توګه وټاکل شو.

آغا محمد قريشي او عبدالمتين ذاکر د همغږۍ مرستيالان وټاکل شول.

تر ټاکنو وړاندې د دغه لسو ټولنو ترمنځ داسې پرېکړه وشوه چې تر يوې مياشتې وروسته به رياست لغوه او اجرايوي بورډ به جوړ کړي چې ټولې چارې به مخته وړي.

پر همدې مهال هلمند کې د مدني فعاليتونو بنسټګر او د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وويل: تر دې وړاندې يې يووالي ته خوښ و، خو د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز چې جوړېده د ولايتي ادارې لاس پکې درلود.

نوموړي وويل، ولايتي ادارې غوښتل له دغې لارې د هلمند مدني ټولنې مبارزه پيکه کړي.

همدرد وويل، تر دې وړاندې يې هم يووالي ته کار کړی او هڅه به وکړي ترڅو د هلمند ټول ځوانان او مدني فعالان پر يوه ټغر راټول کړي.

د هلمند د عدليې رئيس حاجي طيب چې ټاکنې يې څارلې وويل، ځيني مدني ټولنې چې اساس ونه لري او فعاليتونه ونه کړي نو دوی به يې لغوه کړي.

نوموړي پر ځينو مدني ټولنو تور پورې کړې چې د يو شمېر کړيو لپاره کار کوي او غواړي چې مدني فعاليتونه بدرنګه کړي.

نوموړي له ټولو مدني فعالانو او ځوانانو څخه د يووالي هېله وکړه.

تر دې وړاندې فرهاد داوري د هلمند مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز مشر و، چې د نوموړي د مشرۍ د مودې د پوره کېدو سره سم ټاکنې وشوې او نوی ډاکټر محمد سرور عصيم وردګ نوی مشر وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x