په کابل او هرات کې محصلینو دامریکا خلاف درنې مظاهرې را ایستلي
نن یکشنبه د کابل پوهنتون محصلینو دامریکا په خلاف خورا ستره مظاهره وکړه ، په دې مظاهره کې چې دکابل پوهنتون ،پول تخنیک انستیتیوت او تعلیم او تربیې پوهنتون زرګونو محصلینو په کې ګډون کړی وو ، دامریکا په خلاف یې سخت شعارونه ورکړل ، او په امریکا کې جوړ شوی فلم یې له اسلام او مسلمانانو سره څرګنده دښمني وبلله
محصلینو چې دمرګ به امریکا مرګ به اسرائیل شعارونه یې ورکول ، دکرزي له ادارې وغوښتل چې په سمدستي ډول په کابل کې امریکایي سفارت وتړي .
محصلینو په یوه غږ غوښتنه وکړه چې امریکایی ځواکونه دې دافغانستان له پاکې خاورې ووزي ، دغه راز دوی په لیبیا کې دامریکایي سفیر قتل وستایه ، او ویې ویل چې امریکایي جنایت کاران باید په نړیواله محکمه کې محاکمه شي .
دغه راز همدا نن په هرات ولایت کې هم محصلینو دامریکا په خلاف یو ستر لاریون وکړ ، دهرات محصلینو چې شمیر یې ترسلګونو اوښت دامریکا بیرغ ته اور واچاوو ، او له حکومت یې وغوښتل چې له هغو ټولو هیوادونو سره هرډول روابط قطع کړي چې په یوه نه یوه ډول ددې توهین آمیز فلم په نشر کې دخيل دي .
باید وویل شي چې په افغانستان کې دمحصلینو اعتراضونو ته په خورا ارزښت سره کتل کیږي و او ډیر ځله افغان محصلین توانیدلي په خپلو لاریونونو سره مهم تحولات رامنځته کړي .