
جنوبي سوډان: د تیلو د ټانکر چاودنې ۱۷۶ کسان وژلي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د جنوبي سوډان چارواکي وايي چې د تیلو ټانکر کې د چاودنې رامنځته کېدو له کبله ۱۷۶ کسان وژل شوي دي.
د اکوټوریا ایالت والي پاټریک راپيل زاموی ویلي چې د چاودنې له کبله نېږدې ۱۷۶ کسان وژل شوي دي او یو شمېر نور سخت ټپیان شوي دي.
«خلک اوس هم مري، تر دې دمه دوی ته معلومات نشته چې څومره کسان روغتون ته رسول شوي دي».
ځايي چارواکو ویلي چې د تیلو ټانکر له تیلو ډک او سوری و، خلکو ترې د خپلو اړتیاو سره سم تیل وړل چې یو کس د سیګرټ لګولو لپاره «لایټر» ولګولو او ورسره درنه چاودنه وشوه.
د یاد ایالت د والي په وینا ټپیان سیمه ییزو روغتونونو ته انتقال شوي دي. هغه اندېښنه څرګنده کړې چې ځېنې کسانو حالت نازک دی او د ځينې کسانو پېژندل ستونزمن شوي دي.
رویټرز د اطلاعاتو وزیر چارلس کیساګنا ویلي چې ښايي ډیری ټپیان ژوندي پاتي نشي ځکه دوی روغتیايي الات و سامان نه لري او خلک ډير زیات سوځېدلي دي.