ورزش

د فيفا د عمومي سکرتر دنده وځنډول شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د فيفا د نړيوالې ادارې د عمومي سکرتر جيروم والک دنده تر راتلونکي امر پورې ځنډول شوې ده.

د فيفا له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې پر جيروم د فساد ګڼ تورونه لګېدلي او د دغو تورونو تر سپيناوي به د نوموړي دنده ځنډول شوي وي.

د جيروم يوه ګناه دا بلل شوې، چې د نړيوالو سياليو ټکټونه يې له خپلې بيعې لوړ پلورلي.

د فيفا عمومي سکرتر د ادارې له لوري دغه تورونه په کلکه رد کړي.

د روان کال مې مياشت کې د فيفا پر لوړپوړو چارواکو د فساد تورونه لګېدلي وو او د سويس پوليسو د فيفا اووه لوړ پوړي چارواکي نيولي هم دي.

امريکايي چارواکو هم د فيفا پر افسرانو د فساد او درغلۍ تورونه لګولي دي.

تېر جون مياشت کې د فيفا رييس له پنځم ځل ټاکنو ګټلو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړې او د دغه ګوند عمومي سکرتر د رييس دنده هم پر مخ وړله، مګر اوس پر نوموړي هم د درغلۍ تورونه دي او د فيفا له لوري له نوموړي د فساد اړوند څېړنې روانې دي.

د امريکا لويه څارنوالۍ وايي، چې جيروم والک ۲۰۱۰ز کال کې سويلي افريقا ته د فوټبال د نړيوالې سيالۍ د کوربه توب ورکولو په مقابل کې له دغه هېواده لس ميليونه ډالر رشوت اخيستی دی.

د فيفا عمومي سکرتر پر ده ټول لګېدلي تورونه په کلکه رد کړي دي.

جيروم والک ۱۹۸۴ کې د سپورتي ژورنالېست په توګه خپله دنده پيل کړې وه او ۲۰۰۳ز کال کې نوموړی د فيفا تلويزون عمومي مدير شو او ۲۰۰۶ز کې نوموړی د امريکايي محکمې له لوري د کريډيټ کارډ په اړه د درواغو په تور له فيفا وشړل شو، مګر له يو کال ځنډ وروسته د فيفا پخواني ريس بليټر جيروم والک د فيفا د عمومي سکرتر په توګه ټاکلی و او تر اوسه يې دغه دنده پر مخ بيوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x