نړۍ

پېښور: د هوايي ځواکونو پر مرکز وسله وال برید درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي۲۷مه ۱۳۹۴) : نن سهار وختې د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور ښار په بډه بېره سېمه کې وسله والو کسانو د پاکستان د هوايي ځواکونو پر  یوه مرکز وسله وال برید کړی، چې د لومړنیو معلوماتو تر مخه له دواړو خواوو نه پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد الخراساني په یوه خبرپاڼه کې،چې رسنیو ته یې استولې، د برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی او  زیاته کړې یې ده، چې په دې برید کې یې د لوړپوړو پوځي افسرانو په شمول لسګونو پوځيانو ته مرګ ژوبله واړوله.

بل خوا د پاکستان د پوځ ویاند اسلم باجوه پر خپل ټویټر لیکلي، چې په دې برید کې یې ۱۳ وسله وال له منځه وړي، چې په وینا یې جسدونه یې اوس هم په سېمه کې پراته دي.

نوموړي د خپل دوو افسرانو ترڅنګ د لسو پوځيانو ژوبلیدا تایید کړه او زیاتوي،چې سېمه یې د چورلکو په مټ کلابنده کړې اود نورو وسله والو د لټون عملیات یې پيل کړي.

خو د دغه هوايي مرکز دننه سرچېنو بیا ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې په برید کې له ۷ تر ۱۰ وسله والو برخه اخستې ، چې په سپکو او درنو وسلو سربېره ټول په چاودیدونکو توکو هم سمبال ول.

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې له درې ساعته نښتې وروسته اوس هم له مرکز نه د ډزو غږونه اوریدل کېږي.

اوس مهال د پېښور په پوځي روغتون (سي-ایم-ایچ) او ليډي ریډنګ روغتون کې بېړنی حالت لګېدلی او د پېښې له ځایه ورته لسګونه مړي او ټپيان ور وړل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x