افغانستان

دبهرنیو ځواکونو په بمباري کې: په لغمان کې په لسګونو ولسي وګړي ووژل شول

NATO Airstrikeنن ټکی آسیا: دلغمان له ولایت  نه ترلاسه شوی خبر وايي چي نن سهار وختي ددغه  ولايت الینګار ولسوالۍ نورلام صيب سیمه کې په هغو ولسي خلکو دبهرنیو ځواکونو لخوابمبار وشو چې دخاشاکو د راټولولو لپاره غره ته روان وو ، امريکايي الوتکو ددغه درنې بمبارۍ په نتيجه کې له شلو زیات ولسي وګړي شهیدان  اوژوبل شوي دي چې  په شهيدانو او ټپيانو کې سپين ږيري او نابالغ هلکان هم شامل دي.

دعیني شاهدانو دشاهدي په اساس د ناټو هغه دعوا ناسمه بلل شوې، چي وايي پر طالبانو یې بمبار کړی، عیني شاهدان وايي چې ټول وژل شوي او ژوبل شوي کسان  ولسي  کسان دي ..

د لغمان د ولایتي شورا یوه غړي ګلزار سنګروال بي بي سي راډیو ته ویلي چي په بمبار کې اوه تنه میرمني شهیداني او پنځه نوري ټپيان شوي دي.

خو د بي بي سي په وینا یوه بل غړي ورته ویلي چي د میرمنو شمېر اته دی، او ټپياني پنځه دي.

ایساف د پيښي په اړه د تحقیقاتو ژمنه کړې، او ویلي چي ددوی د لومړني معلوماتو له مخي هلته ددوی الوتکو پر طالبانو چي شمېر يې 45 تنو ته رسیدی، بمبار کړی.

بل خوا د لغمان ولایت ولسي وګړو د پيښي د قربانیانو جسدونه د لغمان د ولایت مقام ته په احتجاجي توګه راوړي، او د امریکا او ناټو په ضد یې شعارونه ورکړل.

باید وویل شي چي دا لومړی ځل نه دی چي بهرنیان ملکي وګړي په خپلو ړندو بمباریو وژني، ددې تر مخه هم څو څو ځله بهرنیانو په ورته بریدونو کې په سلګونو ملکي وګړي شهیدان کړي، چي د پيښي وروسته یا د تحقیقاتو ژمنه کوي، او یا تشه  دخولې  بخښنه غواړي  او په راتلونکي  کې  یې دنه تکرار ژمنې کوي.

خو په مکرره ډول دا رنګه پيښي دا جوته وي چي بهرنیان په خپلو ژمنو کې رښتوني نه دي، او نه د کرزي حکومت په خپله ژمنه کي رښتونی دی، چي هر ځل دداسي پيښي وروسته اعلان کوي چي دوی به دداسي پيښي د تکرار په صورت کې د بهرنیانو په ضد را پاڅیږي، او هغوی ته به د یرغلګرو په صفت ګوري، او په وړاندي به یې د جهاد غږ کوي.

د نن ټکی آسیا همکار اود افغانستان د سیاسي چارو کارپوه شاهد غزنیوال نن ټکی آسیا ته وویل چي د امريكا له خوا د نبي صلى الله علیه وسلم د توهین وروسته د افغانانو احساسات د امریکایانوپه  ضد نورهم  را پارېدلي دي چې  دهیواد په ځینو ولایتونو کې دافغاني  پوځیانو لخوا په امریکایانو باندې مرګونې بریدونه  او په کابل ،ننګرهار ،هرات او نورو ولایتونوکې دهغوئ په خلاف يي  لاریونونونه  ښکاره بیلګې دي .

همدارز دهلمند ولایت  په شوراب کې دبهرنیانو په ترټولو سترې پوځي  اډې دطالبانو منظم او تکتیکي برید  درسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  دتوهین  ترټولو پر ځای او مناسب  غچ دی چې دافغانانو په لاس له بهرنیو یرغلګرو څخه واخیستل شو .

مناسب ځکه ده چې په هغه کې ټول زیان بهرنیو ځواکونو ته اوښتی او هیڅ کوم ولسي وګړی  او نه دهغوئ  ممتلکاتو ته  کوم زیان اوښتی .

که بهرنیان نورهم  دمسلمانانو دمقدساتو به اړه داسې لاپروايي وکړي ښايي دافغانستان په شمول په نورو ټولو اسلامي هیوادنوکې  دمسلمانانو  له سخت  غبرګون سره مخ شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x