نظــر

د رسنیو د دروغو ګراف ایله اوس رامعلوم شو

لیکوال: علي خېل

زموږ په سیمه پکتیا / زرمت کې دا څلور ورځې کیږي جنګ دی،طالبانو د زرمت ولسوالۍ په لویدیځه څنډه کې د کولالګو په پوځي قرارګاه څو اړخیز برید پیل کړی،طالبانو د ولسوالۍ له مرکز او ګردیز څخه دغه بېس ته راغلي لارې بندې کړي دي، ترڅو محاصره عسکرو ته اکمالات ونه رسیږي،په دې لړ کې ددولتي عسکرو هغه ځواکونه چې محاصره بېس ته د مرستې لپاره روان وو د طالبانو لخوا په ماینونو الوځول شوي دي، دری ټانګونه د ګلدادخېلو او یو د ابراهیم خیلو په سیمه کې دماین خوراک شوي او ګڼ عسکر په کې له منځه تللي.

په جګړه کې تراوسه د ملکي خلکو یو موټر په ماین ختلی چې څوتنه په کې زخمیان او مړه شوي، دغه راز د کلالګو د قرارګاه محاصره شویو عسکرو په ولسي سیمو د هاوان بریدونو ته زور ورکړی، د زرمت په بیلابیلو کلیو کې څو ځایه په ولسي کورونو کې حکومتي هاوانونه لګیدلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ګڼ ملکي خلک مړه او ټپیان کړي دي.

په جګړه کې دولتي عسکر چې هم په ماینونو الوتي او هم یي کلابند مرکز تر بریدونو لاندې دی د سراو مال دروند زیان ورته رسیدلی دی خو دقیق شمیر یې تراوسه نه دی په ډاګه شوی، خو د طالبانو خواته په څلور ورځنۍ جګړه کې تراوسه یو تن هم نه دی وژل شوی، د طالبانو یوازې څلور کسان ټپیان شوي چې دوه یي بیخي سطحي او دوه نور یې یوڅه ژور ټپیان دي.

دا ددغې جګړې رښتینی وضعیت دی اما نړیوالې رسنۍ او راډیوګانې څه وایي؟

د امریکا غږ آشنا راډیو چې د نړۍ په سطحه ځان یوه معتبره رسنۍ بولي ،د زرمت د جګړې په اړه وایي چې تراوسه په دې جګړه کې ۶۵ تنه طالبان وژل شوي دي او همدومره نور ټپیان دي.

باور وکړئ چې ددې خبر په لوستو سره هیښ او حیران پاته شوم، ځکه زه له وړاندې په دې فکر وم چې رسنۍ خصوصا امریکایي او غربي رسنۍ په خپلو نشریاتو کې مبالغه کوي او د طالبانو مرګ ژوبله همیشه له حقیقي شمیرې نه اضافه ښيي.

مګر دا مې هیڅ باور نه و چې دومره زیاته مبالغه به کوي، هغه دا چې په یوه جګړه کې حتی یو طالب نه وي وژل شوی مګر دوی ۶۵ تنه مړه او همدومره ټپیان بولي .

خو د امریکا غږ دې مبالغې او صریحو دروغو دا ګټه راته وکړه چې لږتر لږه د امریکایي رسنیو د درواغو ګراف او کچه رامعلومه شوه، هغه داچې چیرته یو نه وي وژل شوی نو دوی لسګونه مړه او ټپیان بولي او که چیرې یو طالب په کومه جګړه کې ژوند له لاسه ورکړي نو دوی خو به خامخا د مړو او ټپیانو شمیره له لسګونوڅخه سلګونو ته پورته کوي.

تاسو هم که غواړئ د امریکایی رسنیو اصلي څیره او دروغجن ماهیت ځان ته معلوم کړئ نو د هغو پیښو په اړه یي راپورونه تعقیب کړئ چې ستاسو په سیمو کې ستاسو د سترګو په وړاندې تیریږي، هلته چې تاسو په پیښو بالمشاهده علم لرئ نو درمعلومه به شي چې نړیوالې رسنۍ د خپلې ګټې او مخالف د زیان په اړه په تبلیغ کې څومره ډیر زیادت او له چتې وتلې مبالغه کوي.

د زرمت طالبانو! تراوسه مو په جګړه کې یو نه دی شهید شوی نو دوی په خبرونو کې ۶۵ درووژل ، خدای مو ساتنه وکړه که خدای مکړه کوم ملګری مو شهید شو، نو په رسنیز ډګر کې د سلګونو کسانو مرګ ژوبلې ته ځانونه تیار کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وایګل خان

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد او هغه مطمین هم تل رښتیا وايې. که افغان عسکر غومبسې چیچلی وي نو بیا دوی يې پړه په غاړه اخلي او وايې چې دا زموږ دستوري غومبسه وه. ستا په خبره عام خلک خو باید مړه شي. شهیدان خو باید یواځې طالبان شي چې د حورو په لالچ کې يې له دې غریب ولس نه څرمن وایستله. د لیکنې لیکوال ته زما سپارښتنه دا ده چې اول پښتو املا او انشا زده کړه بیا لیکنه کوه. او بل ستا لیکنه خو هم داسې بې پرې نه ده، د ظالم او منفور طالب دې… نور لوستل »

عمر مختار

وایګل خانه !
ذبیح الله (زبیح الله) نه لیکل کیږي. حق که په هر ژبه ولیکل شي او هر څومره ساده وي بیا هم حق دی، د زهرجنو صلیبي او یهودیو په شاتو کې زهري رسنیو شعارونه تعقیبول هم داسې د عقلمندۍ کار نه دي.
په بې پرې لږ غور وکړه؟ یوه رسنۍ هم بې پرې نه شي کېدای !!!

محمد

وايګل خانه د غومبسې چيچل خو معمولي وي خو ستاسو د عسکرو په بدن کې چې د مرميو دا لوی لوی سوري وي د دغو سوريو پړه طالبان په غاړه اخلي لکه چې د غني په دولت کې چا د دندې وړانديز درته کړی ځکه دومره په احساساتو د حکومتي عسکرو غلامو خويونو ته تېروتنې وايې! په صحرايي محکمه د شپونکيو وژل تېروتنه ده؟ د قرانکريم په مدافعينو مظاهره چيانو بې رحمه ګولۍ چلول تېروتنه ده؟ د هغه چا د لښکرو ساتنه چې په کراتو کراتو يې د قران کريم بې عزتي کړې وي تېوتنه ده؟ او په داسې حال… نور لوستل »

افغان ځلمی

وایګل خان څومره بختور دی چه د ذبیح الله نوم به ( ز ) لیکی ، مګر د متقی او پوهو ورونو له خوا یی دری ځلی نوم لیکل شوی ، زه به څلورم کس جوړ شم چه د هغه نوم می ولیکلو سره د دی چه زه شاید د هغو ورونو په شان متقی او پوه هم نه یم . دا چه وایی ډیره میدیا د نړوال کفری استعمار په واک کی ده ، د وایګل خان به شان هم څوک څه ونه لیکی داخبره به ناسمه وی چه میدیا د کفری استعمار په واک کی ده ، ویګل… نور لوستل »

جان یوسفزی

ګرانو دوستا نو زه لیکوال نه یم او نه هم سیا سی شنونکی . زه یو بی وسه افغا ن یم خو دا راته جوته شوه چی نن سبا په افغا نستان کی د پردو په ګټه جګړه ده د افغان حکومت د امریکا او متحیدونو په ملا تړ افغا نان وژنی ا طا لبا ن د ای اس ای په اشاره دا مظلوم ملت قربا نی کیږی. طا لب جان خو ښه پو هیږی چی د پا کستان مطلب څه دی او پا کستا ن د کومه پیسی اخلی

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x