fbpx

مطبوعاتي بلنلیک‎

د رسنیو درنو همکارانو!

نهاد جوانان مسلمان (نجم)، هیواد او اسلامي امت پورې تړلو مسایلو کې تل له بیلا بیلو لارو خپله وطني او دیني ونډه ترسره کړې؛ په همدې ترڅ کې دا ځل نجم پریکړه کړي چې د مسلمانانو پر اولي قبلي او د ځمکې پر مخ د دریم سپیڅلي مسجد (الاقصی مسجد)باندي د اسلامي امت د قسم خوړلو دښمنانو (یهودانو) تیرۍ د یو مظاهري پر ترڅ کې وغندي.

ځای: د حاجي عبدالرحمن مسجد تر څنګ، ده افغانان، کابل

نیټه: د جمعی ورځ، د سنبلي 27مه (د سپتمبر 18مه)، ۱۳۹۴

وخت : د ماسپښین ۱:3۰ بجې، د جمعي لمانځه څخه وروسته

نجم ستاسې له پخوانیو همکاریو په مننه، تاسې ته بلنه درکوي څو د غونډي د خبري پوښښ لپاره ټاکلي ځای ته تشریف راوړئ.

مننه

انس صافی
۰۷۹۸۳۰۶۰۵۰

په کابل ولایت کې د نجم د اړیکو مشر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د