د اختلاف اداب

لیکوال: حامد افغان

د اختلاف اداب او د امت فقهاء

لکه څرنګه چې صحابه کرامو پخپلو منځونو کې فقهي اخلافات لرل داراز له هغوی وروسته تابعینو او د هغوی پیروانو هم خپلو منځونو کې فقهي مخالفتونه لرل، خو د هغوی اختلاف پر هوا پرستي هیڅکله نه و ولاړ، هغوی هر یوه حق ته د رسیدلو کوښښ کاوه، او د الله رضا او د هغه حقه لاره موندل یې لومړی او وروستی هدف و، همدا وجه وه چې هغه وخت د ټاکلیو مفتیانو فتواوي او داراز د قاضیانو پریکړي د ټولو مذاهبو پیروانو ته د منلو وړ وې، داراز ډېر ځله داسې هم پېښېدله چې د ضرورت په وخت کې به یوه قاضي د خپل مذهب پر خلاف فتوا ورکړه.

د بیلګي په توګه په صحابه کرامو، تابعینو او راوروستو کې به چا په لمانځه کې بسم الله ویله، چا په نه ویله، ځينو به په جهر ویله او ځینو نورو پټه، داراز ځینو به سهار لمانځه کې قنوت ویلې او چا به نه ویلې، ځینو به د پوزې په ویني کیدلو، حجامت او قي سره اودس مات باله او نورو مات نه باله، ځینو ښځې ته لاس وروړل اودس ماتوونکی عمل باله او ځینو نه باله، ځینو د اوښ غوښو په خوړلو اودس مات باله او نورو مات نه باله.

له دې سره بیا هم دا خبره نه ده اوریدل شوې چې دې مخالفینو دې په یوه بل پسې د جماعت لمونځ کول ناروا بللي وي، امام ابوحنیفه او شاګردانو یې، امام الشافعي او نورو فقهاو ټولو د مدینې په مالکي مذهبه امامانو پسې لمنځونه کول، لکه عباسي خلیفه هارون الرشید ښکر ولګاوه، بیا لمانځه ته مخته شو امام ابو یوسف هغه پسې د جماعت لمونځ وکړ خو بیرته یې راونه ګرځاوه، سره له دې چې د ده په نزد حجامة اودس ماتوي.

د امام احمد بن حنبل رحمه الله په نزد په حجامت یا ښکر لګولو اودس مایږي، یوه ورځ چا ورته وویل: که د کوم امام بدن ویني شي او اودس ونه کړي ته په هغه پسې لمونځ کوې؟ هغه ورته وویل: ولي نه، په امام مالک او سعید بن المسیب پسې به زه لمونځ نه کوم؟!. یعني هغوی دواړه امامان په دې شیانو اودس مات نه بولي نو زه به هغوی پسې لمونځ نه کوم. نزهة الأولياء (392). ودائرة معارف القرن العشرين (4/141).

امام الشافعي رحمه الله د امام ابو حنیفه رحمه الله د قبر خواته د سهار لمونځ وکړ او قنوت يې په کې ونه ویله، او د سهار لمانځه کې د ده په نزد قنوت ویل مؤکد سنت ده، په دې اړه چا پوښته: چې ولې مو قنوت ونه ویله؟ هغه ورته وویل: زه د هغه (ابو حنیفه رحمه الله) په څنګ کې ولاړ یم او د هغه مخالفت به کوم؟!او زیاته یې کړه دلته موږ د عراقیانو په مذهب عمل کوو.

حجة الله البالغة (335).

امام مالک رحمه الله د مدیني د محدثینو په حدیثو کې تر ټولو کره محدث و، او تر ټولو یې اسناد پیاوړی و، د عمر بن الخطاب، د هغه د زوی عبدالله، عائشي رضي الله عنهم او د مدیني د اوو فقهاو په پرېکړو او روایاتو تر ټولو ښه عالم و، ده او دده په څير نورو علماو د روایت او فتوا فن ترویج کړی دی، هغه د مدینې ستر امام، فقیه او محدث و، ده د “الموطأ” په څیر کتاب تصنیف کړی دی، چې د اهل حجاز قوي روایات یې په کې راخیستي دي، د صحابه کرامو ویناوې او د تابعینو فتواوې یې په کې راخیستې دي، د فقهي په ابوابو یې په ښایسته طریقه ترتیب کړی دی، علماء لیکي چې “الموطأ ” د امام مالک د څلویښتو کلونو خواري ده، او په اسلامي تاریخ کې د حدیثو او فقهي لومړی کتاب بلل کیږي. او د ده له معاصرو علماو اویا کسانو له ده سره په دې کتاب کې موافقت لاره.

خو سره له دې یو وخت عباسي خلیفه منصور اراده وکړه چې د امام مالک رحمه الله د الموظأ ډېري نسخې تیاري کړي او د اسلامي نړۍ ټولو ښارونو ته یې ولیږي، څو خلک د امام مالک په فقه عمل وکړي او اختلافات له منځه ولاړ شي، خو امام مالک رحمه الله پخپله د دې کار مخالفت وکړ، روایت کې راغلي چې هغه منصور ته وویل: امیر المؤمنین! دا کار مه کوه، ځکه خلکو ته مختلف اقوال رسیدلي دي حدیثونه یې اوریدلي دي او ګڼ شمیر روایات یې روایت کړي دي، او کومو خلکو ته چې څه رسیدلي په هغو یې عمل کړی ده، او په دې توګه خلکو کې مخالفتونه راغلي دي، نو خلک پریږده چې د کومو ښارونو خلکو ځان ته څه خوښ کړي په هغه دي عمل کوي، منصور ورته وویل: ابو عبد الله ! الله دې تا ته توفیق در کړي. یا امیر المړمنین! لا تفعل هذا،، فإن الناس قد سبقت لهم أقاويل، وسمعوا أحاديث، ورووا روايات، وأخذ كل قوم بما سبق إليهم، وأتوا به من اختلاف الناس فدع الناس وما اختار أهل كل بلد منهم لأنفسهم… فقال الخليفة: وفقك الله يا أبا عبد الله “. حجة الله البالغة (307) والفكر السامي(1/336).

دا ډول کیسه د هارون الرشید په زمانه کې هم پېښه شوې وه، هغه هم امام مالک رحمه الله ته ویلي و چې د حج په موسم کې به د الموطأ ګڼ شمیر نسخې تیاري کړو، په بیت الله کې به یوه نسخه کیږدو او د ټولو سیمو حاجیانو ته به یې هم ورکړو او د ټولو سیمو والیانو ته به ووایو چې خلکو ته دې ووايي چې ټول خلک په الموطأ باندې عمل کولو ته مجبور کړئ. خو امام مالک بیا هم د دې کار مخالفت وکړ، د دې ستر امام سترګو ډېر لیري دید کاوه هغه پوهیدی چې د مختلفو علماو او د خلکو د خپلو سیمو فقهاو چې هغوی ته څه ډول دین بیان کړی هغه کافي ده او له هغه نه دخلکو اړول ستونزي رامنځته کوي، نو ځکه د ده خپل کره او غوره کتاب الموطأ عملي کولو ته نشو تیار.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د