شهید او شهادت ( اوه دېرشمه برخه )

لیکوال: م محمد نعیم

د شهید جسد خاورې کېږي؟

په عام ډول انسان خاورې کېږي، لکه څنګه چې انسان لومړی له خاورې پیدا شوی، پای به یې هم خاورې وي، په دې اړه په صحیح مسلم کې داسې روایت راغلی: (عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « كُلُّ ابْنِ آدَمَ يَأْكُلُهُ التُّرَابُ إِلاَّ عَجْبَ الذَّنَبِ مِنْهُ خُلِقَ وَفِيهِ يُرَكَّبُ ) [1]

ژباړه: له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دملا د تیر د بیخ له وړوکي هډوکي پرته، خاورې د انسان هر جزء خوري، له همدې نه پیدا شوی او له همدې به بېرته جوړېږي.

دا وړوکی هډوکی چې د ملا د تېر په بیخ کې دی، په عربي ژبه کې ورته ( عَجْبُ الذَنَب ) وايي، کله چې انسان پیدا کېږي لومړی همدا هډوکی پیدا کېږي، او کله چې انسان مړ شي، او خاورې شي دا هډوکی همداسې روغ پاتې کېږي، تر څو بیا وروسته چې کله ژوندی کېږي، له همدې هډوکي نه راژوندی کېږي. [2]

ساینس پوهان څوارلس سوه کاله وروسته دې نتیجه ته ورسېدل چې انسان په رښتیا هم له همدې وړوکي هډوکي نه پیدا کېږي، روغتیا پوهان وايي چې کله جنین د مور په رحم کې پیدا کېږي، لومړی همدا هډوکی د جنین له نور بهرني خلقت نه وروسته په پنځلسمه ورځ پیدا کېږي، له هغه وروسته له همدې نه لومړی دماغ وروسته د جنین نور بدن جوړېږي.

دا نوښت په لومړي ځل جرمني روغتیا پوه ( هانسن سپیمان ) وکړ، له همدې کبله په ۱۹۳۵ م کال کې د نوبل جایزه ور کړ شوه.

دا چې عجب الذنب څه ډول نه خاورې کېږي، په دې اړه په ۱۴۲۴ ه ق کال د روژې په مبارکه میاشت کې ډاکتر عثمان جیلان د شیخ عبد المجید زنداني[3] په مرسته د یمن په صنعاء کې د نوموړي په کور کې د لمډیو[4] یوه ويډیويي تجربه وکړه، د مېږو د پنځو لمډیو له دوو څخه یوه مهره یې را واخیسته او بیا یې د ډبرو د پاسه د لسو دقیقو لپاره دګازي تمانچې په مټ وسوځولې، تر څو تکې سرې شوې، او دوی یې په بشپړ سوځېدو باورې شول، داسې چې تکې سرې واوښتې، او بیا وروسته پسې تور سکاره شوې، بیا یې په له میکروبه پاکو قوتیو کې واچولې او په صنعاء کې یې یو مشهور لابراتوار ( عولقي لابراتوار ) ته ور کړې، ډاکر صالح العولقي چې د صنعاء په پوهنتون کې د ناروغیو او هستولوژۍ پوهنې استاذ دی، د نوموړو لمډیو نسیجي معاینات وکړل، که ګوري پایله هېښوونکې وه! داسې چې د لمډيو حجرې هېڅ نه وې اغېزمنې شوې، او لا ژوندۍ وې، لکه بیخې چې سوځېدلې نه وي، څه چې سوځېدلي وو هغه پلې، غوړ نسجونه، او د هډوکي د مغز وینه جوړونکې حجرې وې. خو د لمډيو حجرې ( عجب الذنب ) بیخي اغېزمنې شوې نه وې.

نوموړې تجربې ثابته کړه چې په رښتیا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره یوه الهي معجزه ده چې ویلي یې دي، د انسان ټول بدن خاورې کېږي، یوازې عجب الذنب نه خاورې کېږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره څوارلس سوه کاله وړاندې کړې، خو تجربې یې اوس ثابتوي.

که څه هم په عام ډول د شهید د نه خاورې کېدو په اړه کوم څرګند او پرېکنده شرعي نص نه تر سترګو کېږي، او زیاتره علمای کرام هم په دې نظر دي چې د شهید د نه خاورې کېدو په اړه مستند او مستدل دلیل نشته، خو د ځینو شهیدانو په اړه داسې نصوص او تاریخي پېښې شته چې په ډاګیزه توګه د هغوی د نه خاورې کېدو لپاره د دلیل په توګه بسنه کوي. له همدې کبله علماء کرام فرمايي چې د شهید دخاورې کېدو او نه خاورې کېدو په اړه په عام ډول مطلقه خبره نشي کېدی. ځکه ځینې شهیدان خاورې کېږي او ځینې نه خاورې کېږي.

د انبیاء علیهم الصلاة والسلام په اړه د علماوو اتفاق دی چې مبارک جسدونه یې نه خاورې کېږي، او په دې اړه شرعي نص شته، له رسول الله صلی الله علیه څخه روایت شوی چې د انبیاوو علیهم الصلاة والسلام جسدونه نه خاورې کېږي.
عَنْ أَوْسِ بْنِ أَوْسٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- ( إِنَّ مِنْ أَفْضَلِ أَيَّامِكُمْ يَوْمَ الْجُمُعَةِ فِيهِ خُلِقَ آدَمُ وَفِيهِ قُبِضَ وَفِيهِ النَّفْخَةُ وَفِيهِ الصَّعْقَةُ فَأَكْثِرُوا عَلَىَّ مِنَ الصَّلاَةِ فِيهِ فَإِنَّ صَلاَتَكُمْ مَعْرُوضَةٌ عَلَىَّ ». قَالَ قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ وَكَيْفَ تُعْرَضُ صَلاَتُنَا عَلَيْكَ وَقَدْ أَرِمْتَ يَقُولُونَ بَلِيتَ. فَقَالَ « إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ حَرَّمَ عَلَى الأَرْضِ أَجْسَادَ الأَنْبِيَاءِ ) [5]

ژباړه: له اوس بنه اوس رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بیشکه ستاسو له غوره ورځو څخه د جمعې ورځ ده، په دې کې آدم علیه السلام پیدا شوی، په دې کې یې روح اخیستل شوې، په دې وځ به دوهمه شپیلۍ پوه کول کېږي ( ټول به راژوندي کېږي ) او په دې ورځ به لومړۍ شپيلۍ پوه کول کېږي ( ټول به مړه کېږي ) نو په دې ورځ په ما ډېر درودونه وایئ! ځکه ستاسو درودونه ما ته وړاندې کېږي، وايي صحابهء کرامو ویل: اې د الله رسوله! صلی الله علیه وسلم ! په داسې حال کې چې ته خاورې شوی وې، زمونږ درودونه څه ډول درته وړاندې کېږي؟ ویل: ( بیشکه الله جل جلاله په ځمکه باندې د انبیاوو جسدونه حرام کړي دي ).

د ابن ماجه په روایت کې راغلي چې: ( إِنَّ اللَّهَ حَرَّمَ عَلَى الأَرْضِ أَنْ تَأْكُلَ أَجْسَادَ الأَنْبِيَاءِ ) ژباړه: پرته له شکه الله جل جلاله دا په ځمکه حرام کړي چې د انبیاوو جسدونه وخوري.

دې حدیث شریف ته په کتو سره علمای کرام فرمايي چې انبیاء علیهم الصلاة و السلام له هغه پورتني حدیث شریف نه مستثنی دي چې وايي هر انسان خاورې کېږي، ځکه په دې حدیث شریف په صراحت سره راغلي چې انبیاء علیهم الصلاة و السلام نه خاورې کېږي.

په عام ډول د انسانانو په خاورې کېدو کې یو لوی حکمت کېدای شي دا وي چې نور انسانان په عادي توګه خپل ژوند وکړی شي، که انسانان نه خاورې کېدی بیا به هدېرې ډېرې زیاتې وی، ددې امکان به نه وای چې په یوه سیمه او یو ځای کې دې د وخت په تېرېدو سره څو څو وارې مړي خښ کړل شي، په ځانګړي ډول په اوسني وخت کې خو به ډېره مشکله وه؛ ځکه خلک په هر ځای کې د ځای له کموالي سره مخ دي، په ځانګړي ډول په ښارونو کې. نو دا د الله جل جلاله یو لوی حکمت دی چې د وخت په تېرېدو سره د انسانانو جسدونه خاورې کېږي، داسې چې هغه ځای بیا د بل ځل لپاره د خلکو د استفادې وړ ګرځېدای شي.

دا چې ځینې انسانان نه خاورې کېږي د شرعي نصوصو، دیني علماوو د اقوالو او ساینسي څېړنو له مخې درې لاملونه لرلی شي:

نور بیا…

[1] – روي في صحیح مسلم، باب ما بین النفختین. صحیح بخاري، سنن ابي داود، سنن النسائي، سنن ابن ماجه، مسند احمد.

[2] – شرح النووي علی مسلم. باب مابین النفختین.

[3] – عبد المجید زنداني د اسلامي نړۍ یوه وتلې علمي څېره ده، نوموړي د شورویانو پر ضد افغان جهاد کې هم برخه اخیستې ده، وروسته یې بیا په یمن کې د ایمان په نامه یو پوهنتون جوړ کړ، چې د اسلامي نړۍ په کچه له مشهورو او باورې پوهنتونو څخه ګڼل کېږي، د هلکانو او نجونو لپاره یې جلا جلا برخې درلودې، عبد المجید زنداني یو له هغه وتلیو څېرو څخه دی چې د قرآن کریم او مبارکو احادیثو ساینسي څېړنو کې وتلی نوم لري، کله چې په یمن کې د حوثیانو جنجال رامنځ ته شو، حوثیانو په ایمان پوهنتون یرغل ور وړ، هر څه یې ور ګډوډ کړل، په پوهنتون کې یې سنګرونه جوړل کړل، کټ مټ لکه زمونږد هېواد دداخلي جګړو پرمهال، هماغه و چې عبد المجید زنداني هجرت ته اړ شو، ویل کېږي چې نوموړی اوس په سعودي کې دی.

[4] – په پښتو کې ورته لمډی یا شګلونی وايي، دا د شمزۍ یا د ملا د تیر په بیخ کې ورستنۍ مهرې دي، په عربي ژبه کې ورته ع‍‍‍‍ُصْعُص وايي، عَجْبُ الذَنَب ( باریک وړوکی هډوکی ) دهمدې عصعص بیخ دی، په حدیث شریف کې راځي چې عجب الذنب د ږدن ( خردل ) د دانې په کچه وړوکی دی.

[5] – رواه أبو داود. وابن ماجه, وأحمد والبيهقي. و ابن أبي شيبة في مصنفه.

——-
ددې لیکني ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:
http://bit.ly/shaheed-aw-shahadat

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د