نظــر

د پخواني اندلس (اوسنۍ اسپانيا) اسلامي تمدن ولې ونړيد

ليکنه: استاد پوهيالی عبیدالله اخندزاده

لیکوال: عبید الله اخندزاده
لیکوال: عبید الله اخندزاده

اندلس( اوسنۍ اسپانيا) چې د اروپا په جنوب لوېديځ کې پرته سيمه ده، شمال ته يې د بیسکای خليج او فرانسه، سهيل ته يې جبل الطارق او مراکش، ختيځ ته يې دمديترانې سمندرګی او لوېديځ ته يې پرتګال او اطلس سمندر پروت دی.کالو (۵۰۴۰۳۰) کيلو متره مربع پراخوالی لري. اندلس په ۹۲ هجري قمري کال د وليد بن عبدالمک اموي خليفه په دوره کې د شمالي اقريقا د واکمن موسی بن نصير د پياوړي او تکړه بربري قومندان طارق بن زیاد لخوا فتح شو، ددې سيمې فتح هم څه اسانه کار نه وه وو بلکې د غازیانو د وينو او نازولو بدنونو بيه يې غوښتله. وايي چې طارق ابن زياد چې د شمالي افريقا د بربر د قوم څخه وو، د خپل واکمن موسی بن نصير څخه يې د اجازې د ترلاسه کولو نه وروسته په يوه روايت کې له ۷۰۰۰ او په بل روايت کې له ۱۲۰۰۰ تنه غازيانو سره د جبل الطارق له ابنا څخه چې د مراکش او اسپانيا ترمينځ پرته ده او پخپله د همدې غازي په نوم نومول شوې ده، تير شو او د سمندر نه د اوښتلو سره سم يې خپلې ټولې بيړۍ وسوځولې او بيا یې خپل غازيان راټول او هغوی ته يې په خطاب کې داسې وويل: مونږ د الهي دين د تبليغ او خپرولو لپاره دلته راغلي يو او اوس د دښمن او سمندر ترمينځ ګير یو، که مو ميړانه او همت وکړ او دښمن مو مغلوب کړ نو تاسې به ددې پراخې سيمې واکمنان شی او که مو په شاتګ او بزدلي وکړه نو په یقين سره چې يا به د دښمن په تورو او يا به په سمندر کې وژل کيږو، زمونږ دنده د کليمې لوړول دي، په اخلاص او په الله تعالی باندې په توکل سره جهاد وکړئ ترڅو سرلوړي شی.

غازيانو له دې خبرو وروسته ټولو په يو اواز له خپل قوماندان سره د جهاد او په دين د غيرت کولو ژمنه وکړه، هماغه وو چې دښمن د خبريدو سره سم له يو لک پوځ او مجهزو وسايلو سره ددوی د تباه کولو په موخه راغی او په پايله کې د مسلمانانو ۸۰۰۰ کسيز او د عيسايانو(صليبيانو) یولک کسیز لښکر په يوه برخليک ټاکونکې جګړې کې سره مخامخ شول، مسلمانانو کابو اته ورځې له صلیبيانو سره په خورا ميړانه او مهارت جګړه وکړه او په دې جګړه کې د شمالی افریقا بربري ځوانانو د اسلام په تاريخ کې نه هيريدونکې قربانۍ ورکړې او غازيانو د جګړې ډيرې ترخې شيبې، شهادتونه او کړاوونه وزغمل خو په پايله کې يې یو لک کسيز صليبي لښکر د يو موټي او په خپل رب باندې د کلکې عقيدې لرونکي ۸۰۰۰ کسيز اسلامي پوځ پروړاندې زنګون وواهه او شرمونکې ماتې يې وخوړه او په دې ډول دغه سيمه په بشپړ ډول د اسلامي لښکر لخوا فتح شوه او ۸۰۰ کاله پراسپانيا(اندلس) مسلمانانو حکومت وکړ.

مسلمانانو دغلته يو ستر او ځلانده تمدن رامينځ ته کړ، مدرسې او پوهنتونونه یې جوړ او د تيارې اروپا په دغه څنډه کې يې د پوهې، انسانيت او معرفت څراغ بل کړ. د قرطبې د هغه وخت اسلامي پوهنتون چې په ننۍ صليبي اسپانيا کې د کوردوبا پوهنتون په نوم یاديږي هغه پوهنتون وو چې د مصر ننی د الازهر پوهنتون يې په پرتله په دويمه درجه کې راته. جان ډراپر ليکي: هغه مهال چې په اندلس کې پوهه، معرفت او پرمختګ اوج ته رسیدلی وو، له دې نه ۸۰۰ کاله وروسته هم په اروپا کې حتی د يو څراغ په کچه هم د پرمختګ په نوم کوم څه شتون ندرلود، نور پرمختګونه او تمدن خو ليرې خبره وه.

په اندلس کې يو زيات شمير د ديني او عصری علومو پوهان روزل شوي چې د بيلګې په توګه کولای شو د طب په برخه کې د ابوالقاسم خلف، ابن جلجل، قرطبي، اشبيلي او ډير نور علماء چې حتی تر ۲۰ مې میلادي پيړۍ پورې ددوی نظريات د کالفورنيا په پوهنتون کې تدريسیدل، ياد کړو. د ادبیاتو په برخه کې ابن عبدالله چې د عربي ادبياتو د څلورو سترو کتابونو څخه د يوکتاب عقدالفريد ليکوال دی، ابن قوطيه او ابوبکر يادولای شو.

د فلسفې په برخه کې ابن طفيل هغه څوک چې فلسفي داستانونه يې دود کړل. په رياضي، ستورپيژندنه او کميا کې ابن فرنانس ، زرقالي، مجريطي، ابن صغار، قرطبي او نورو ډير اوچت ګامونه پورته کړي او د يوزيات شمير علومو بنسټونه يې کيښودل.

پروفیسور ډالماس اعتراف کوي چې اسلامي تمدن يواځې د لويو جوماتونو او ودانيو د انځورګرۍ او معمارۍ پورې ندی تړلی، بلکې ډير علوم پکې شامليږي چې دډيرو نويو علومو بنسټ تشکيلوي.

خو پوښتنه داده چې دغه ځلانده او بې ساری اسلامي تمدن ولې ونړيد؟

د دې پورته توضيحاتو څخه دا پوښتنه راولاړيږي چې په پایله کې نن ورځ دغه تمدن او د اندلس تاريخ چيرې دی ايا دايوه کيسه او افسانه وه او که يو ريښتينی تمدن؟ نو که ځواب داوي چې که يو ريښتينی تمدن وو نو ولې او دکومو دلايلو له مخې بيا له مينځه ولاړ او آن داچې نن ورځ د اندلس د ۸۰۰ کلن اسلامي تمدن يو څرک او نمونه هم نه ليدل کيږي نو ځواب يې څه دی؟

د دې پوښتنې په ځواب کې کولای شو ددغه زرين تمدن د زوال څولاملونه په لنډ ډول په ګوته کړو:

لمړی دليل:د مسلمانانو خپل مینځي اختلافات ددې لامل شول ترڅو دغه تمدن ونړوي او هغه داسې وو چې په ۱۳۸ هجري کال کله چې خلافت عباسیانو ونيو نو په اندلس کې د عبدالرحمن بن معاويه(چې د اموي خاندان پورې تړلی وو) په نوم شخص مستقل دولت اعلان کړ او په دې ډول اندلس په وړوکو ملوک الطوایفي حکومتونو باندې ووېشل شو او آن داسې وخت راغی چې په يو وخت کې اندلس د ۲۶ اسلامي وړو حکومتونو لخوا اداره کیده نو په دې ډول هر وړوکي دولت به د ځان د بقا لپاره ان د صليبي پادشاهانو څخه هم کمک ترلاسه کاوه او خپل ځان به يې په شعوري يا غير شعوري ډول د دښمن د اهدافو وسیله جوړوله، چې په دې ډول صليبي دسیسه مارانو هم له دې وضعې نه ګټه پورته کړه او د مسلمانانو ترمينځ اختلاف ته يې لا زور ورکړ. په ۵ مه هجري پيړۍ کې د اندلس وړو ملوک الطوایفی اسلامي حکومتونو د صليبي بادشاه الفونس سره د مقابلې لپاره د افريقي د شمال د مسلمانانو واکمن یوسف بن تاشفین څخه مرسته وغوښته هغه هم فوراً د دوی مرستې ته لښکر راوليږه او په دې ډول الفونس ماتې وخوړه چې په پايله کې يې په اندلس کې يو موټی اسلامی حکومت جوړ شو چې کابو ۱۲۷ کاله يې دوام وکړ او په اندلس کې د ارامۍ فضا حاکمه وه. خو دغه حکومت هم د مسلمانانو د داخلي اختلافاتو او د صليبی پادشاهانو د دسيسو له امله کمزوری او باالاخره له مینځه ولاړ او يو ځل بيا اندلس د وړو او کمزورو اسلامی حکومتونو ترمينځ وويشل شو چې په دې ډول عیسوي پادشاهانو ته ددې زمينه برابره شوه ترڅو د اندلس د اسلامی حکومت پر ټپي بدن وروستی کاري ګذار وکړي، تردې چې د ۷ ميلادي پيړۍ په پای کې يواځې د اندلس د غرناطې ښار د مسلمانانو د وروستي سنګر په توګه پاتې ووچې هغه هم د تش په نوم مسلمانانو د خيانت او د صليبي بادشاهانو د لاسوهنو او دسيسو له امله په ۸۹۷ هجري کال له بشپړې ماتې او نابودۍ سره مخامخ شو.

دوهم دليل: دوهم دليل هغه قومي غرور وو کوم چې د خلافت دننه په يو شمير ناپوهه مسمانانو کې راپيدا او د اسلامي خلافت لپاره يې د سرطان ناروغۍ حيثيت غوره کړ، داسې چې عربي واکمنانو به ځانونه د افريقا د بربر قوم پروګړو او واکمنانو باندې غوره ګڼل او هغوی ته به يې په ټيټه سترګه کتل چې دغه قومي غرور په پای کې د دې لامل شو چې حتی هغه ستر فاتحين (موسی بن نصير او طارق بن زیاد) چې د بربر د قوم څخه وو او د ټولې اروپا د فتحې نقشه يې په ذهن کې روزله دوخت د اسلامی خلیفه لخوا په ډیره نامردۍ او ناځوانمردانه ډول د خلافت په دربار کې په شهادت ورسیدل او بالاخره هغه اندلس چې يو وخت د پوهې، معرفت او پرمختګ زانګو وه د پورتنيو لاملونو له مخې يې يوه ورځ د صليبي وحشي او ګرغیړنو ګامونو لاندې ساه ورکړه او نن ورځ په دغه سيمه کې د پخوانيو مسلمانانو لخوا د جوړو شويو یو څو جوماتونو چې هغه هم یو شميريې په کليساوو بدل شوي ، او نور يې دعبادت پرمخ تړلي، نور له دې پرته هلته نه مسلمان او نه هم د اسلامی تمدن يوه وړه نمونه ترسترګو کيږي چې په حقيقت کې د اندلس ماتې اسلامي امت ته په ډيره درنه بیه تمامه شوه چې باید اوسنی او راتلونکی اسلامي امتونه د اندلس د بوږنونکې او جبرانېدونکې ماتې څخه په خورا عقلاني ډول پند او عبرت واخلي ځکه چې الله تعالی ج د تاريخ څخه د زده کړې په هکله فرمايلي دي(( قد خلت من قبلکم فسيروا فی الارض فانظروا کیف کان عاقبة المکذبين)) ال عمران سورت ۱۳۷ آیت. يانې له تاسې مخکې دودونو شتون درلود(هرقوم بيلابيل دودونه او کړنې درلودې) نو په ځمکه کې وګرځئ او وګورئ چې د هغو کسانو انجام څنګه وو چې د خدای آیتونه يې دروغ ګڼل. نو مسلمانان هم بايد له خپل تير تاريخ څخه خپلې د قوت او کمزورتیا نقطې زده کړي او مخکې له دې چې ددې ايت د مصداق له مخې مسلمانان د خپل مينځي شخړو او تاريخ څخه دپند او درس نه اخيستلو له امله د اندلس په شان هلاک او د نړۍ له نقشې نه هم بهر شی، بايد د تيرو کړو وړو څخه پند واخلي او د خپلو هغو اسلافو په پل، پل کيږدي چې هغوی د الله تعالی په دين باندې دغيرت له امله د راج او عزت خاوندان ګرځيدلي وو او همدارنګه بايد مسلمانان په خپلو کې سره يو موټي او په ټوله اسلامي نړۍ کې يو ځواکمن اسلامي حکومت قايم او خپله ایماني دنده سرته ورسوي.

يو ځل بيا په ټوله نړۍ کې د ستر اسلامي خلافت د احيا په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سمسور

په قلم دې برکت شه

یوسف سیرت

دنن ټکی اسیا محترمو کار کوونکو که په اندلس (هسپانیه ) یو انځوریز راپور جوړ کړی یعنی هلته چی څومره داسلامی تمدن تاریخی ځایونه اثار پاتی دی دهغو ی انځورونه خپاره کړی مهربانی به مو وی

افغان ځلمی

اخنزاده صاحب الله ج دی اجرونه درکړی ، مونږ څو کلونه مخکی د قرطبی د اخری جګړو به اړه یو کتاب لوستلی وو ، ډیر می ورته ژړلی وو ، تاسی په دی لیکنی زما د هغه وخت ژړا بیا رانوی کړه ، زړا می په دی نه وه ، چه مونږ اندلس یا اوسنی هسپانیا له لاسه ورکړه ، دا د الله ج زمکه او مالکیت دی مونږ دخپل بدن مالکیت نه لرو ، دغه اوسنی اسلامی خاوره هم زمونږ سره ټول عمر نه باتی کیدونکی ده ، یا تری مونږ دار البقا ته رحلت کوو او یا وخت… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x