دیني، سیرت او تاریخ

حج او عمره (پنځمه برخه)

لیکوال: احمد الله عاطفي

بیت المعمور

دبیت المعمور دحقیقت په اړ وند ډیر اقوال ذکرشوي،خو بیت المعمور یوځل دقرانکریم  الطور سورت په ۴ ایت کې ذکرشوی او اولین مفسر دهمدی مبارک ایت پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم دی، همدا يې حقیقت او هویت دی نور روایات له اختلافه خالی نه دي.

دمعراج په حدیث شریف کې ذکر شوی، چې په اوم اسمان کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته بیت المعمورښکاره کړی شو،چې ۷۰۰۰۰ ملایکې تری طواف کوی هر ملک چې طواف وکړی اوتری بهر شيۍ تر قیامته يې بیا نوبت نه راځي.
‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍

حدث ابن المثنى قال حدثنا ابن أبي عدي عن سعيد عن قتادة عن أنس بن مالك عن مالك بن صعصعة رجل من قومه قال ،قال نبي الله: رفع الي البيت المعمور فقلت يا جبريل ما هذا قال : البيت المعمور يدخله كل يوم سبعون ألف ملك إذا خرجوا منه لم يعودوا آخر ما عليهم.

وأخرج الطبري عن قتادة قال ذكر لنا رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : البيت المعمور مسجد في السماء بحذاء الكعبة لو خر لخر عليها يدخله سبعون ألف ملك كل يوم إذا خرجوا منه لم يعودوا , وأخرج الطبري أيضا عن ابن عباس رضي الله عنهما أنه قال : والبيت المعمور هو بيت حذاء العرش تعمره الملائكة يصلي فيه كل يوم سبعون ألفا من الملائكة ثم لا يعودون إليه.

ددی مبارکو احادیثو په رڼا کې : بیت المعمور دملایکو دعبادت ځانګړی مقام دی ،چې فضیلت او لوړ والی له دینه جوتیږی ،چې هره ورځ په دی مبارک مقام کې  ۷۰۰۰۰ ملایک لمونځ او عبادت کوی ،کله چې دا ملایکې له دی مبارک مقام څخه بهر شوی بیا دویته تر قیامته بل داسی موقع نشی تر لاسه کیدای ،چې دلته دوباره راوګرځي.

حج او عمره ـ

دحج لغوی معنی: هوډ، قصد او اراده، په عربي ژبه کې همدا معنی افاده کوي، حج ورته پدی معنی وايې چې مسلمانان دالله دکور زیارت اراده کوی ،خودځینو بزرګانولکه صاحب دفتح القدیر، در المختار او بحر په نږد دحج معنی یوډیر ستر شي ته اراده او متوجه کیدل دي،په هدایه کې هم همدا معنی اخستل شوي ده.

د شریعت په اسطلاح کې حج ځانګړی عبادت دی ،په ځانګړي او معین وخت اوځانګړي اعمالو تر سره کولو یا ارادي سره.
دحج مناسکو ادا کولو میاشتۍ معلومې دي ،چې الله سبحانهُ وتعالی يې په قران کې یادونه کړی او دحج دمناسو اداکولو میاشتي او بشپړ اعمال درسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکو احادیثو کې روښانه شوی.

الله سبحانهُ د البقری سورت په ۱۹۷ ایت کې فرمایې:

الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَّعْلُومَاتٌ ۚ فَمَن فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ ۗ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّهُ ۗ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَىٰ ۚ وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ.

ژباړه: دحج څو معلوی میاشي دي، نو چاچې په دی کې حج په ځان فرض کړ، نو بیا په حج کې نه له میر منو سره نږ دیوالی شته ،نه فسق اوګناه او نه جدال او شخړي، او دخیر هر کار چې وکړئ الله ورباندي پوهیږي او توښه در سره واخلئ،چې ښه والی د تو خي ځان ساتل دي او له ما وویریږئ ای دعقل خاوندانو.

عمره:-

عمره له ودانې څخه اخستل شوی،یا داباد کور لورته اراده کول،دالله سره دنوی تعهد هوډ ، دالله لورته درسیدو هوډ او زیارت کول ددی تو لو معنی ایفاده کوي، خوپه شرعي اصطلاح له عمری نه مراد کوچنی حج(عمره) دی چې دمناسکو اداکولو لپاره يې وخت ندی ټاکل شوی ، دکال په هره میاشت او دمیاشتي په هره ورځ چې بنده وشی کولای دعمری سعادت تر لاسه کړی کولای شئ.

عمره داحرام ، طواف، مقام ابراهیم کې دوه رکعته لمونځ ، سعی او حلق یا قصر اعمال تر سره کولو سره دعمرې سعادت تر لاسه کیږي.

الله سبحانهُ وتعالی فرمايې:

وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ

ژباړه : او دالله درضا لپاره حج او عمره پوره کړئ.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکو احادیثو کې دعمری زیات فضایل بیان شوي، دبخاری شریف دحدیث مضمون دی :یوه عمره تر بلی دګناهونو کفاره ګرځي.

د بخاری ، ابوداود او ترغیب په روایت: په رمضان کې عمره کول دحج سره برابره ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فر مايې:درمضان په میاشت کې عمره کول داسی دی څرنګه چې زما په ملګر تیا کې حج کول دي.

سعی:

دصفا او مروه تر مینځ دسعی په اړوند دفقی په کتابونو کې هر اړ خیز معلومات ورکړل شوی دي او قرانکریم په دی اړوند فرمايې: إن الصفا والمروة من شعائر الله فمن حج البيت أو اعتمر فلا جناح عليه أن يطوف بهما ومن تطوع خيرا فإن الله شاكر عليم. (البقره ،۱۵۸)

ژباړه: یقیناً چې صفا او مروه له الهي شعایرو او نښو څخه دي، نو څوک چې دبیت الله حج وکړي او یا عمره تر سره کړي نو څه ګناه ور باندي نشته چې ددوی طواف وکړي او چاچی په خپله خوښه دخیر کوم کار وکړ نو الله ښه پوه شاکر دئ.

صفا او مروه دوه سخری (غټ، کاڼو او ډبرو) غونډۍ دي چې بي بي هاجر ددوی تر مینځ دخپل واړه ماشوم(حضرت اسمعیل ) دژوند ژغورلو په موخه منډې وهلې تر څو اوبه او خواړه تر لاسه کړي، الله جل جلا له ددي باایمانه او صابر بنده په هغه اخلاص او قر بانۍ چې دالله رسول حضرت ابراهیم خلیل الله ته يې عرض وکړ تاسي مونږ په دی دښته او بیا بان کې پخپله خوښه یواځی پریږ دي او یا دالله امر دی؟

بي بي هاجر چې پوه شوه دالله په امر پریښودل کیږي ! وویل : دالله امر ته تابع یم او هغه مونه ضایع کوي!
الله جل جلا له ددی مخلص بنده داسعی دحج له منا سکو څخه وګر ځوله او دبیت الله ټول حج او عمره کونکې يې تر قیامته مکلف کړل چې د بي بي هاجر دمنډو یاد تازه کړئ!!

 د صفا او مروه ترمینځ سعي دمذاهبو داختلاف لامله په فرض ، واجب ، سنت او مباح نومول شوي، لامل يې هم دقرانکریم وینا ده چې فرمايې: فلا جناح عليه . ژباړه: نو څه ګناه ور باندي نشته چې ددوی طواف وکړي . که څه هم په دی مبارک کلام کې دومره ویل شوي چې دا ګناه نه دی ، ددی نه دا معلومیږی چې دمباح اعمالو څخه یو مباح دی، دمفسرینو کرامو وینا ده چې دلته دلا جناح الفاظ دسوال په په مناسبت راوړل شوی، پوښتنه داوه چې په صفا او مروه باندی دوه بتان ایښودل شوي وو، دجاهلیت زمانې خلکو به ددويي عبادت کاوه او کله يې چې سعی کوله د بتانو احترام ته به ودریدل او لاس يې پری کشوو ، په همدی اساس مسلمانانو ته دا حرام بریښیده او کرکه يې کوله ، ددي عمل داصلاح په غرض الله سبحانهُ وتعالی وفرمایل: چې په دی عمل کې هیڅ ګناه نشته ، ځکه دا په اصل کې دبی بي هاجر دایمان او اخلاص ښکارندوی او ابراهیمي سنت دي ، دچا په جاهلانه عمل ګناه نه ګر ځي.

د احنافو په مذهب دصفا او مروه تر مینځ سعی ( اوه ځله تګ راتګ) داسي واجب دی چي په پریښودويې دم لازمیږی یعنی یو پسه یا اوزه به حلالوي ، دامام حنبل په مذهب سنت یا مستحب عمل بلل شوی او دامام شافعي او امام مالک رحمهُما په نږد فرض دی.

نور بیا

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندی ادرس دی:

http://bit.ly/hajj_aw_umra

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x