شعـــــرونه

دپاک نبـــــــي دا معجزه وه – نظم: محمدعلی عمری

mohammadورتــــــه امـــــــر دهجـــرت چي دالله ج شو
لـــه مــــــــکې څخه روان رسول الله ص شو

ورســــــره وو ابـــــوبــــــکر پـــه سفرکـې
ددې ویـــــاړ مثال یې نه وو بحــروبــرکې

لـــــــه دې کـــاره چـــي قریش کله خبرشو
پــــــه لټون پسې یـــــې هرې خوا اوترشو

سل اوښان هــــــم جایزه وه هغه چــــــاته
چي ځان ورسوي پـــاک رسول الله ص ته

کـــــــړي یې قتل او یاداچي ګـــرفتارشي
سل اوښان به ترهغه سړی هــم جـــارشي

پــــه دې خلګوکې چي وږي دانـــــعام وو
یـــوسړئ چي ســــراقه دهــغه  نــــــام وو

سپورپــــرآس وو پــــه ارمـــان دجایزې شو
پاک رسول ص ته په ډیرلږوخت ورنژدې شو

ســــراقـــه کــــــړئ پخپلــــــــه روایـــت دئ
دهــــــرچـــا دپـــاره سراســـر عبــــرت دئ

ســــــراقــه وایي چي غشئ کړم راپورته
تــــــــرڅو واریې کړم دپاک نبي ولورته

غشـــئ پورته له توبرې کړمه په فال زه
شـــــي راپورته بایدنې کړم استعمال زه

په څو واره مې په لاس کي داسي کیږي
چـــــي یې نه غواړم هغه غشئ راخیژي

 شـــوم نــژدې چـــي ونبي  آخــــر زمان ته
زه حیران ومـــــه  هـــغه ساعت وځان ته

زمـــــا آس تــــرګونډونـــنوت پــــه زمکه
هغــــه زمـــــــکه هم وه  ډېــــره کلکه کله

کړو مې آس په ډیر تکلیف له زمکې پورته
تــــرڅـــو بیـــا یې کـــړم نیلئ دهدف لورته

پــه دوهم ځل مي بیا آس زمکې کړو لاندې
نـــه وو شوي بـــــل وخت داسي په ماباندې

ســــراقه وایي زه پـــوه شــــوم پـــــه دې آن
 کـــــــړې نــــــعرې مــــــي یــارسوله الامان

راتـــــه وویل رسول الله ومـــاتــــــــــــــه
 ســـراقـــــه څنګه به وي هغه وخت وتـــاته

دکسری وښـــي بــه ستا لاس کي پراته وي
ســـــــراقه ستا دزړګي احساس به څه وي

سراقـــه وایي خپـــل ځــــان ته شوم حیران
مـــاوېل تــــــــــــه رایـــادوې انــــوشیروان

پاک رسول ویل چي هو څه به احساس کړې
چي  دزرو وښي تـــه کله پــــــه لاس کړې

زه حیران شوم دنبي ص ودې وینــــا تــه
چـــــي لـــــه عقله څخه لــرې وه ومـــــاته

زمانه وله روانـــــه مــخ پــــــــــه وړاندې
خــــلافت دعمــــر راغلو پـــر مـــا باندې

په دې وخت کې زما ایمان پر پاک الله وو
هــــم پــــرفـــــخرموجودات رسول الله وو

عمــــــر وویــــل وخپـــــل لښکرته داسي
ښه به داوي چي حمله هم پر کسری سي

ژر تـــــرژره صحابه جنګ ته روان شو
پـه ډیرلږوخت یې پوره اصلی ارمان شو

تسلط چي یې حـــاکم کړو په کسری کې
سره او سپین زر وو پراته وهره خواکې

ستــر ســـالار دلښـــــــــکر وویل یارانو
هرمیــدان کې یاست پـــــه مثل دزمریانو

دغــــــه زر یوسئ سم دم  ومدینې ته
ســــي شي وړاندې دعمر وفیصلې ته

مــــدینې تـــه چي  راورسېدل زر ټول
عمــــر خــلګ کړو راجمع لروبر ټول

پــــه دې زروکي پراته  هغه وښي وو
چــــي یـــادکړي سراقه ته پاک نبي وو

عمــــر وویـــــل حاضرکړئ سراقه نن
داوښي به کړي پــه لاس باندې هغه نن

ســـراقــــــه شولوحاضر دې نندارې ته
هک حیران شو ودې سترې معجزې ته

عمـــر وویـــل پـــه لاس کړه داوښي ته
نظـــــروکړه بیا دخپل احساس خوښي ته

په دې خلګوکې روان شه لاس کړه پورته
چي دې وویـــني ټـــــول خلګ وهرلورته

سراقه وښــي پــــه لاس کـــي په خندا وو
چي یادکړي ورتـــه پــــاک رسول الله وو

عمــــــری دپاک نبـــــــي دا معجزه وه
دتــاریـــخ پـــه پاڼو پــــاڼوکې خوره وه
۰۰۰۰
په درناوي
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوامسلم باغ
omari.zabul@gmail.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x