fbpx

کابل کې د اسراییلي ظلمونو پر ضد مظاهره وشوه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي۲۷مه ۱۳۹۴ل): سلګونو تنو نن په پلازمېنه کابل کې په فلسطین کې د اسراییلي ظلمونو او وحشتونو پر ضد مظاهره وکړه.

په دې وروستیو کې یو ځل بیا په فلسطین کې یهودي ځواکونو د مسلمانانو په مقدس مسجد «اقصی» بریدونه پیل کړي دي، سلګونو اسرائیلي ځواکونو په مسجد چاپه وهلې او مسجد یې کلابند کړی.

کابل کې د اقصی او فسلطین په ملاتړ جوړې شوې مظاهرې ته وینا کوونکو ویل چې د اسراییلو پر ضد د دوی دغه لاریون اساسي موخه یواځې د اقصی مسجد څخه ملاتړ او د فلسطینیانو څخه دفاع ده.

دوی ویل چې د اسراییلو وروستي بریدونو موخه په فلسطین کې د مسلمانانو د مقدسو ځایونو له منځه وړ دي.

لاریون کوونکو له نورو مسلمانانو غوښتل چې د یهودي اسراییلو د ظلمونو په اړه چوپ پاتې نشي.

هغوی اسراییل د مسلمانانو سرسخته دښمنان وګڼل او په وینا یې فسلطینیانو ته باید د هغوی مسلم حقونه ورکړل شي او اسراییل دې بریدونه ودروي.

دغه لاریون په کابل کې د جمعیت اصلاح خوځښت د ځوانانو ډلې نجم لخوا شوی و.

د نجم ویاند مدثر اسلامي ویلي چې په لاریون کې سلګونو کسانو ګډون کړی و.
د هغه په وینا د فلسطین د خلکو څخه د ملاتړ په موخه په خوست، بلخ، بغلان، کندوز او ننګرهار کې هم ورته مظاهرې شوې وي.

لاریون کوونکو په پای کې د اسراییلو بیرغ وسوځولو.israel bairgh

د اقصی مسجد چې د مسلمانانو لومړۍ قبله ده، له تیرو څه د پاسه ۶۰ کلونو راهیسې د یهودانو تر اشغال لاندې دی. یهودانو په دغې موده کې څو ځلې په نوموړی مسجد وسلوال بریدونه کړي، چې تر ټولو مشهور برید یې په ۱۹۶۹م کال دغه مسجد ته اور ورته کول و چې له کبله یې په مسجد کې د صلاح الدین ایوبي په لاس جوړ شوی تاریخي منبر هم په اور کې لولپه شو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

اخ الله څومره افغانان دې څومره غيور ملت پيدا کړي دي؟ پخپله پکې څه حال روان دی او دوی د نورو مسلمانانو په حال هم مظاهرې کوي، الحمد الله چې لومړی مسلمانان او بيا افغانان يو. په ګاونډيو مړتتو قومونو خو والله که د افغانانو سپی هم ورکړم. که اټمي طاقت لري څه په دبر يې منډي چې د مسلمانانو دفاع پرې ونشي نو هغه اتيمي وسله به بيا کوم وخت پکار راشي؟