د صديق پر اوږه د خلافت بار او پر مخ ننګونې ــ دويمه برخه

لیکوال: خالد روښان

د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر وفات وروسته  يوه امير  سره د  مهاجرينو او انصارو  بيعت هغه توپاني سيلۍ وه، چې مدينه کې  چې ميشتو  منافقينو، د  جزيرة العرب  او خارج کې نندارچيانو دښمنانو  پر مسلمانانو  د کومو تورو وريځو خورېدو  منتظر ؤ  وپاشلې،  او د داسې يو روښانه او روڼ لمر شتون ترې د اسلامي خلافت له پلازمينې و ځليد چې، اول ئې د روم ځواک و ننګاوه.

ابوبکر رضي الله عنه د خلافت د دروند بار پورته کولو تر څنګ پرمخ ډېرې ننګونې هم درلودې، ګورو چې  له دې  سترو ننګونو سره څه ډول برخورد کوي، خپل رعيت – مهاجرينو، انصارو او عربو – ته څه ډول روحيه ورکوي؟ خپل پوځ او قومندانانو مورال ساتنې او معنوياتو لوړولو لپاره کومې لارې غوره کوي؟ د دښمن زياتوالی، د محاصرې، مادي کمزورتيا او د پوځيانو محدوديت پرمهال له کوم چل، دوکې او منافقت څخه کار اخلي او که؛ څه ډول د نورو مرستو او مواردوپلټنه پيلوي…

د اولني ستر ګټ ماتېدل، چې يووالی ؤ ترسره شو او د بيعت ستر  غمی ترې راووت، د امت  د دې سر تاج ساتنې دنده د ابوبکر رضي الله عنه پر اوږو بار شوه، اوس پرمخ ننګونې او دريځ  ئې د لاندې حالاتو ذکر کولو سره بيانوو:

د رسول الله صلی الله عليه وسلم “تنفيذ الأمر”  د اسامة لښکر لېږدونه:

اول کار چې ابوبکر رضي الله عنه پرې پيل کوي، هغه د اسامة لښکر لېږدونه وه، دا پداسې حال کې چې مدينه شاوخوا د لرې او نژدې يرغلونو له ګواښونو سره مخ ده، د اسامة لښکر د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر ژوند تيار شوی ؤ، ترڅو د شام وروستيو سرحدونو کـــــې د روميانو کور کې د هغوی له پوځيانو سره وجنګيږي، خو د هغې د ناروغۍ له کبله له نيمې لارې راستون شو، نو د ابوبکر رضي الله عنه اوس د دوو کارونو سره مخ شو؛

(الف): د رسول الله صلی الله عليه وسلم د امر تنفيذ – د اسامة لښکر ليږل.

(ب): د اسامة پوځ معطل کول، ترڅو د مدينې شاوخوا ګواښونه لمنځه يوړل شي.

نو ډيرو ملګر د مدينې ظروفو نظر کې نيولو سره  ابوبکر رضي الله ته د اسامة د لښکر پاتې کولو مشوره ورکړه، خو هغه ويل چې زه به هيڅکله د رسول الله صلی الله عليه وسلم لخوا پر شوې فيصله خپله فيصله مخکې نکړم، او اولنۍ کار چې پيلوم ئې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د امر تنفيذ دی، سره لدې چې پخپله ئې  دا خطر محسوساوه، نو کله چې أسامة رضي الله عنه ترې د البقاء سيمه کې اجازه وغوښته ترڅو د غير مستوارو حالاتو له وجهی مدينه کې له خپل لښکر سره پاتی شي، ابوبکر رضي الله عنه ورته ليک وکښلو:

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د امر په نفاذ  که مې مرغان غوښې وخوري راته ډير خوښ دی، نه د خپل امر مخکې کول.

او همدارنګه کله چې ابوبکر رضي الله عنه ته مدينة باندې د عربو لخوا د يرغل په اړه وويل شول، نو دا ډول ځواب يې ورکړ: کچيرې مې د آسامة هغه لښکر چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ليږلی ايسار کړ نو پر يو لوی کار مې جرأت وکړ. قسم په هغه ذات چې زما روح يې په لاس کې دی! که ټول عرب راباندې راشي دا راته ډير خوښ دی نه د رسول الله صلی الله عليه وسلم لخوا د اسامة ليږل شوي لښکر ايسارول.

همدا ؤ چې امر ئې د لښکر پر وتلو صادر کړ، چې عاصم بن عدي رضي الله عنه وائي:

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات له سبا وروسته د ابوبکر رضي الله عنه لخوا يوه غږ وکړ، د أسامة رضي الله عنه لښکر به ليږل کيږي. خبر اوسئ چې مدينة کې به د أسامة د لښکر يو پوځې هم نه پاتېکيږي، ټول به جُرف ته وځئ.

حکومت ته له زکاة سپارنې مخ اړونه:

د مدينې شاوخوا ځينو اوقبيلو وويل داچې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شو، نو موږ  د خپلو مالونو زکاة پخپله ورکوو،  ابوبکر رضي الله عنه ورته، وويل:
قسم په الله! کچېرې د اوښ هغه مهار چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ئې ورکاوه، راڅخه وسپموي جګړه به ورسره وکړم، لدې وروسته خليفة ته خبر ورسېده چې ځيني قبائل پر مدينې د يرغل تياری نيسي، عائشة رضي الله عنها وائې:پلار مې پر سپرلۍ سپور د ذي القصبة منطقي ته ورغی، ځينو ترې وغوښتل چې، پاتې شي او بل څوک د وروليږدوي، خو هغه وويل: نه قسم په الله! ځان درته قدوه ګرځوم.

د ارتداد فتنة او بغاوت:

مسيلمة الکذاب چې د نبوت دعوی ئې درلوده، دهغې قوميانو نه يواځې د مدينې له حکومت څخه بغاوت وکړ بلکې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وروسته ئې پر درواغژن مسيلمة ايمان راوړ، او د مسيلمة الکذاب پر مشرې ئې مسلمانانو پسې تورې راوويستې، نو ابوبکر رضي الله عنه هم پرې چوپ پاتې نشو لدې حالاتو سره ئې د خالد تر مشرې لاندې پوځ برابر کړ، او د مسيلمة جګړې ته ئې وليږداوه، دا پوځ د دښمن له  سخت مقاومت سره مخ شو، چې بلآخره عکرمة ابن أبي جهل رضي الله عنه وويل: د رسول الله صلی الله عليه وسلم په خلاف مې ډيرو ځايو کې جګړه کړې، نو آيا نن به درڅخه وتښتم، بيا يې غږ وکړ: څوک پر مرګ بيعت کوي؟

نو تره يې حارث بن هشام، ضرار بن الأزور د څلور سوه تکړه او سپرو مسلمانانو رضوان الله عليهم اجمعين سره بيعت وکړ، د خالد رضي الله عنه له خيمې مخکښې يې جکړه وکړه، تردې چې زياتره ئې ټپيان او شهيدان شول.

پايله:

د اسامة لښکر  له بې کچې غنيمتونو سره  بريالی راستون شو، او بيا د نورو پوځونو مرستې لپاره وروليږل شو، او مانعي الزکاة مات شول او حکومت ته ئې د زکاة سپارنه ومنله، مرتدين په حديقة الموت کې د اسلامي پوځ تر پښو لاندې لتاړ شول. لدې وروسته ابوبکر رضي الله عنه خپل پوځ منظم کړ، دننه جزيرة العرب يو موټی شو، او د پلازمينې مدينې تر ادارې لاندې يو متحد اسلامي پياوړی او پر امنه دولت رامنځ ته شو،چې پايله کې د اسلامي پوځونو پر وړاندې داخلي خنډونه زايل، او د فارس او روم امپراتوريو ته فارغ شول.

د صديق پر اوږه د خلافت بار… ــاوله برخه

د لیکوال نوري لیکني په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/khalid_roshan

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د