پاکستان: د پېښور پر پوځي اډې د برید طرحه په افغانستان کې جوړه شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي۲۷مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال عاصم باجوه ادعا کړې چې د پاکستان د هوايي ځواکونو په نظامي مرکز د برید پلان په افغانستان کې جوړ شوی دی.

نن د جمعې په ورځ سهار شپږ بجې ۱۴ طالب بریدګرو د پېښور اړوند په بډبیره سیمه کې د پاکستان د هوايي ځواکونو په یوه نظامي مرکز ډله‌ییز برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو په شمول په کې ۲۹ نظامیان ووژل شول او ۲۹ نور ټپیان شول.

همدا راز ټول ۱۳ سرتیري بریدګر هم د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې ووژل شول.

عاصم باجوه په پېښور کې خبري ناستې ته ویلي چې په برید کې ۲۹ کسان وژل شوي چې له منځه يې ۲۳ د پاکستان د هوايي ځواکونو مربوط کسان دي.

هغه زیاته کړې چې ۱۳ څخه تر ۱۴ بریدګرو د پولیسو په یونیفارم کې سهار ۵ بجې نظامي کمپ ته داخل شول خو هغوی د کیمپ په ۵۰ مترۍ کې ودرول شول.

د پوځ ویاند له قوله بریدګرو غوښتل چې په بیس کې دننه موجود دوه، دوه نیم زره نظامیان ووژني خو عسکرو بریدګر د حساسې سیمې څخه ډیر وړاندې ووژل.

هغه ادعا کړې چې برید د پاکستاني طالبانو یو ګروپ کړې او د بریدګرو تر منځ خپلمنځي خبرو څخه معلومیږي چې دوی له افغانستان راغلي او د برید پلان هم هلته جوړ شوی دی.

خو عاصم باجوه هیله څرګنده کړې چې د پاکستان هوايي ځواکونو په نظامي بیس باندې شوې برید کې به د افغانستان د حکومت لاس نه وي.

هغه دغه برید د «ضرب عضب» عملیاتو عکس العمل ښودلی دی.

پاکستان پوځ تېر کال د جون په ۱۰مه په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب تر نوم لاندې عملیات پیل کړل. دوی ادعا کړې چې په دغو عملیاتو کې یې زرګونه طالبان وژلي دي. د ضرب عضب د عملیاتو له کبله لکونه وزیرستاني پښتانه د افغانستان او پاکستان بېلابېلو سیمو ته مهاجر شول.

پاکستاني طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی. دوی د بریدګرو یوه ویډيو هم د ایمیل له لارې رسنیو ته لېږلې او ادعا يې کړې چې تر ۲۵۰ شاوخوا پاکستاني عسکر یې په برید کې وژلي دي. طالبانو ژمنه کړې چې د خپلو ملګرو سره د شوو تلیفوني خبرو کليپونه به په یوه دوه ورځو کې خپاره کړي.

پاکستاني طالبانو تر دې وړاندې تېر کال د دسمبر په ۱۶مه د پېښور په یوه نظامي ښوونځي برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۱۵۰ زده کوونکي ووژل.

په کابل کې د وروستیو نا امنیو له کبله د افغانستان او پاکستانې اړیکې خرابې شوي او د پخوا په څېر نه دې پاتي. تر دې وړاندې افغانستان په پاکستان په څارګرې ادارې د یو شمېر بریدونو د ترسره کولو تورونه پورې کړي وو.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
تندر
میلمه

د برید گرو لاس دې په جنت شي

امید
میلمه

ده ته اوس کلی ورکړه، خړ سترګیه ټر په پر مه پټوه، تا هم د افغانستان د چارواکو نه زده کړل، چی هره تندر پری ولویږی وای دا په پاکستان کی پلان شوی وه. کاشکی د افغانستان په حکومت کی دومره ایمان او جرات وای. ځای یی څه کوی خوند یې څنګه وه؟

د وزیرستانیو او صواتیو میندو ځامن وژل داسی مفت دی! صبر کوه داسی یو یو ضرب صبر به درکوی او د افغانستان او پاکستان شریف خلک به ستاسو له شر نه خلاصیږی انشاءالله.

خدای دی د هغوی جنت الفردوس نصیب کړی اوس ستاسو جهنم

ذبیح الله
میلمه
ذبیح الله

دال دې هم خپله خوړلي او پتلون دې هم پرې خپله لړلی او د بوی لپاره د بل نه پوزه بندی !!!!!!!!!!!! دواړه دولتونه منافقین او ذلیله ګوډاګیان يۍ …. خو تاسو بیا په دې ذلالت کې د افغاني دولت څخه د نور د سرعت په اندازه تیز او مکار یاست …..