افغانستان

زابل کې اته اربکيان په مرموز ډول وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): زابل ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې ارغنداب ولسوالۍ کې اته اربکيان په مرموز ډول وژل شوي دي.

د زابل ولايت د امنيتي سرچينو له قوله، چې دغه اته اربکيان تېره ورځ د ارغنداب ولسوالۍ باغ سيمه کې وژل شوي دي.

د ارغنداب ولسوال مومند نصرتيار رسنيو سره په خپلو خبرو کې د پېښې پخلی کړی او زياتوي، چې کېدای شي د اربکيانو وژونکي له دوی سره د باور ساتلو په موخه اړيکې جوړې کړي وي او له وخته په استفاده يې د پوستې اربکيان وژلي وي.

بل پلو د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې ملګرو يې د ارغنداب ولسوالۍ سرخ رنګ سيمه کې د بلوداد پر پوسته بريد کې لږ تر لږه اووه عسکر وژلي او درې نور يې ژوندي نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x