دجنرال رازق صحي حالت دژوروزخمونوله امله نازک ښودل شوی

دکندهار ولایت امنیه قومندان جنرال رازق ته له نیژدې سرچینې نه په ترلاسه شویو معلوماتو کې ویل شوي، نوموړی د ژورو ټپونو له امله سخت کړیږي او صحي وضعیت یې نازک ښودل شوی، نوموړی دا مهال دجرمني هیواد په یوه مشهور روغتون کې تر درملنې لاندي دي .سرچینه زیاتوي د قومندان رازق معالجو ډاکترانو ویلي دنوموړي پرظاهري زخمونو،علاوه چې پرمخ او لاسونو یې خوړلي، دوجود ځیني داخلي غړي هم دسخت اور له امله متاثرشوي.

سرچینه دجنرال رازق د ورور صدام له قوله زیاتوي ، دنوموړی حالت دځینو مصلحتونو له امله ډیر پټ ساتل شوی اوحتی تر اوسه پوري یې ډیر نږدي ملګري او دکورنئ زیاتره غړي دنه تماس له امله دژوند په اړه شک کوي ځکه چي نوموړي له هیچا سره په تلیفون یا مخا مخ خبري نه دي کړي .
ځیني نا تاید شوي را پورونه دا هم وایې چي دنوموړي په اور سوي زخمونه درغیدو پر ځای نور هم شړیږي چي دي حالت یې ډاکټرانو ته هم تشویش پیدا کړی .داڅکزو دقوم یوه مخورچي دده په اړه ډیر معلو مات لري له خولي دا خبره اوریدل شوي چي عبدالرا زق په شیشه کې د اکسیجن په توسط ژوند کوي .
جنرال رازق دتیرې میاشتې اګست په ۲۷ نیټه دکندهار ښار دوراهي ته څیرمه سیمه کې دیوه موټربم چاودنې له امله چې دنوموړي پر موټر ترسره شوه شدید زخمي شواو یو شمیر ساتونکي او ملکي کسان هم  په چاودنه کې ووژل شول.دچاودنې پر مهال دنوموړي دسپرلۍ موټر په داسي حال کې لیدل شوی وو چې ترې داورلوګي پورته کیدل.
جنرال رازق دکندهار دپخواني امنیه قومندان خان محمد مجاهد له وژل کیدو وروسته امنیه قومندان مقررشو چې په نسبي ډول یې دښار او اطرفو امنیت خوندي ساتلی وو،.په فعالیتونو کې دنوموړي  قاطعیت دبهرنیو ځواکونودپوځي چارواکو او عامو خلګو توجه جلب کړې .
دشنونکو په نظر دنوموړي د مرګ او ژوبلې په اړه دې ګونګ حالت او ناڅرګند برخلیلک ډیری خلګ او دافغان حکومت چارواکي په اندیښنه کې اچولي په اړه یې ډول ډول تبصرې او څرګندونې کیږي.
خالد عزیز
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د