دیني، سیرت او تاریخ

حج او عمره – شپږمه برخه

لیکوال: احمد الله عاطفي

دصفا او مروه نښئ:

صفا او مروه ،دوه غو نډې دي، چې صفا په لغت کې کلکې او صفا ډبری ته وايې ، دا غونډی په نسبتاً لږ جګوالی سره دابو قیس غره په لمن کې دبیت الله  ختیځ لور کې واقع دی، څوک چې دی ځای کې ودریږی او مخ بیت الله ته واړوي،حجر اسود ته قرار نیسي.

دصفا غونډی له مروه څخه تقریباً ۴۲۰ متره لریوالی لري.

مروه غونډی هم د ۸ مترو په جګوالي سره دبیت الله شمال  لورته  دقعیقان غره په لمن کې پروت دی.

مروه په لغت کې کلکي او سپينی بریښنايې ډبری ته وايې ، چې اور تری روښانه کیږي.‎

دصفا او مروه په اړوند شالید او روایتونه

دصفا او مروه کلمات په قرانکریم کې يوځل  دالبقری سورت  په ۱۵۸ ایت کې راغلي ،چې دشعایر الله په نو یاد شوي.

دصفا او مروه تر مینځ  سعی قدامت لري نه یواځي مسلمانان دحج او عمري  دمناسکو تر سره کولو په وخت  کې  دلته سعی (تګ راتګ) کوي  بلکه داعمل دجهالت په دور کې هم تر سره کیده ، په هغه وخت کې دصفا په غونډی د(اساف) په نوم بت چې دنارینه شکل يې در لود او دمروه په غونډي د(نائله) په نوم بت چې دښځینه شکل يې در لود ،ایښودل شوي وو او دا دواړه بتان مشرکینو ته ډیر محترم وو او دطواف تر سره کولو په وخت يې ورته احترام او لاسونه يې پری لګول.
داسلام په راتګ سره ، ځینو مسلمانانو ته دصفا او مروه غونډیو ته په ورتګ اندیښنی ولاړی شوي او ددوي دپوښتنو په ځواب کې الله سبحانهُ وتعالی دا غونډی  خپل نښی وبللی او رسول الله صلی الله علیه وسلم په امر(اساف او نایله) دواړه بتان نسکور او مات کړی شول.

دځینو روایتونو په بنا  ویل کیږی ،چې ادم علیه السلام او بي بي حوا چې کله له جنت څخه کوز شول نو ادم علیه السلام دصفا په غونډی او بي بي حوا دمروه په غونډی  کوز شول، له همدی سببه په دی غونډیو دا نومونه کیښودل شول. والله اعلم.

په ځینو روایتونو کې داهم یادونه شوي چې دوو تنو (یو نارینه او یوي ښځي) په بیت الله کې دزنا جرم ارتکاب وکړ ،دالله په امر دواړه ډبري شول ، دهغه وخت خلکو دتحقیر او توهین په  خاطر  نارینه يې دصفا په غره او ښځینه يې دمروه په غره کیښودل ،خو دوخت او پیړیو په تیریدو  دشیطان په لمسون خلکو( مشرکینو) ددوي عبادت او لمانځل پیل کړ تر هغه چې داسلام ډیوه په جزیرة العرب کې روښانه شوه. والله اعلم .

دحج وجوب شرطونه

هر هغه مسلمان چې لاندی شرایط  ولري حج پری فرض دی ، دسستی او بی پروايې په صورت کې ګنهګاردی.

اول – اسلام.

دویم ـ ازاد وي.

دریم – بالغ وي.

څلورم – هوښیار ( عاقل ) وي.

پنځم – دبدن روغتیا او توانمند وي.

شپږم ـ  توان،  دلاری توښه او دسپرلی امکانات برابر وي.

او وم ـ  د کورنې خرڅ او مصارف يې تر بیرته ستنیدو برابر وي.

اتم ـ دتګ راتګ لاره په امن کې وي.

پورته اته واړه شرایط په نارینه او ښخځینه وو یو ډول دي مګر دښځو لپاره سربیره بر دي اتو شرطونو دوه شرطونه نور هم لازم دي، په دی اړوند  دښځو  دحج واجبیدو لس شرطونه دي.

نهم  ـ  ښځه  په سفر کې شرعی محرم او یا میړه  ولري.

لسم – په عدت کې نه وي.

ددي لسو شرطونو توضیح

اول –  اسلام ،حج په مسلمان فرض دی نه په کافر ، ځکه حج داسلام له پنځو ګونو رکنونو څخه یو رکن دی .

دویم – ازاد او خپلواک وي، نه غلام، مکاتب ، مدبر  او ام ولد.

مکاتب، هغه غلام ته ویلی شي چي دمالک سره يې دمعین مقدار پانګي ورکولو معاهده کړی وي چې دوفا په صورت کې ازاد دی.

مدبر،  هغه غلام ته ویل کیږي چې مالک يې وروسته دده له مرګه دازادی وعده کړی اوي.

اُم ولد، هغه وینزه ده چې دمالک لپاره يې دهغه اولاد زیږ ولی وي.

حاکم په المستدرک او بیهقي په سنن الکبری کې دعبد الله ابن عباس په روایت لیکلی:  قال رسول الله صلی الله علیه وسلم:أيما عبد حج عشر حجج ثم أعتق فعليه حجة الإسلام.

هر غلام چې حج وکړی لس حجونه ، بیا ازاد شي  په ده حج داسلام (فرضي ) لازمی دی.

ځکه چې دحج په شرایطو کې په توښه او دسپرلی قدرت شرط دی، غلام سره خو شخصی ملکیت نه وې ، فلهذا دا دحج دوجوب اهل نه دی.

په اوس وخت او شرایطو کې دلاری دسفرمعتبر اسناد لکه پاسپورت ، ویزه … او ایا  دتګ راتګ  اجازه هم لازمي او ضروري دي.

دریم  ـ  بلوغت، حج په بالغ  فرض دی نه په نا بالغ، حاکم، بیهقي او طبراني دعبد الله بن عباس رضی الله عنهُما نه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک ارشاد دی :  وأيما صبي حج عشر حجج ثم بلغ فعليه حجة الإسلام  .

هر هغه ماشوم چې حج وکړي  لس ځله حج بیابالغ شو په ده  حج داسلام باقی دی.

دلیل: حج فرضی عبادت دی او ماشوم مکلف په فرضي عبادت نه دی، که ړکوم ماشوم او یا غلام ته ددی زمینه برابریږی او دحج سعادت تر لاسه کوې الله سبحانهُ وتعالی ده ته او هغه چاچي ورته شرایط برابر کړي بی شمیره اجرونه ،ثوابون او امتیازات ورکوي ،څرنګه چي نفلی عباداتو کونکې ته يې ورکوي که هغه بدني وي یامالي!

درسول الله صلی الله علیه وسلم لس ځله دتاکید او لزوم په خاطر ویل شوی.

روى الحاكم من حديث محمد بن المنهال : حدثنا يزيد بن زريع حدثنا شعبة عن الأعمش عن أبي ظبيان عن ابن عباس رضي الله عنهما قال : { قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : وأيما صبي حج ثم بلغ الحنث فعليه أن يحج حجة أخرى ، وأيما أعرابي حج ثم هاجر فعليه أن يحج حجة أخرى ، وأيما عبد حج ثم أعتق فعليه أن يحج حجة أخرى } وقال : صحيح على شرط الشيخين.

نابالغ دحج لپاره احرام وتړه او په دی دروان کې دی ځوان(بالغ) شو؟

دده داحج په فرضی حج کي نه حسابیږي ،ځکه ده دنفلي حج لپاره احرام تړلی و، که نابالغ دحج په دوران کي ممنوع کار وکړ په ده تاوان نشته ځکه دی مکلف نه دی ،هو که نابالغ احرام وتړلو وروسته بالغ شواو دوقوف عرفات  نه يې وړاندي احرام مات کړ، دفرضي حج لپاره يې احرام وتړه ، حج يې فرضي ګرځي.

څلورم – هوښیار ( عاقل ) وي،حج په لیوني او مخبوط الحواس شخص باندی نشته،ځکه لیونی مکلفیت نه لری او مکتوبي عبادات په مکلف شخص لازم دی نه په غیر مکلف.

پنځم  – دبدن روغوالی ،  داسي ناروغي ونه لری چې سفر ورته ممکن نه وي او یا معذور وي،مثلاً ګوډ ، ړوند او یا دعمر په هغه مرحله کې قرار ولري چي  سفر ورته ستونزمن وې ، داسي ناروغ  او معذور،چې  نور شرایط ورته برابر وي ؟ دوي کولای شي  دسیدنا حضرت امام محمد او امام ابو یوسف رحمهما  په مسلک چې دنن ورځی دعلماوو اتفاقی فتوی هم دی ، یو تن مسلمان په کرایه او دټول مصرف په ورکولو او دهغه رضایت تر لاسه کولو په صورت کې، دهغه په واسطه وکالتاً دحج سعادت تر لاسه کړي!

شپږم – توان، حج په هغه چا فرض دی چې په اقتصادی ډول دومره پانګه ولري چي دتګ راتګ،کرایه، توښه، او  دسپرلی سهولیت يې تر لاسه وي.

او وم – خرڅ او توښه ،حج په هغه چا فرض دی چې داړینو لګښتونو سر بیره په اقتصادي لحاظ دخپلې  کورنۍ له ضروري لګښتونو هم تر ستنیدو مطمین وي.

اتم – امن ، په هغه چا حج فرض نه دی چې دده دسفر لاره په ظاهره له امنیته خوندې نه وي، که دسفر لاره يې په بحر، وچه او یا په هوايې لیکه کې وي، که داخطر ددولتونو تر مینځ دجنګ ، غلو  یانورولاملونو لامله وي.

که نور ټول شرایط برابر وي او لاره امن نه وي ،دحج اراده کونکې باید خپل وارثانو ته وصیت وکړي چې دده په پانګي هغه وخت دده لپاره دحج سعادت تر لاسه کړي کله چې لاره هم له امنیتي ستونزو محفوظه شۍ.

پورته اته شرطونه  دټولو مسلمانانو لپاره دي که هغه نارینه وي  که ښځینه، خو دښځو لپاره لاندي دوه نور شرطونه هم شته.

نهم  – خاوند یا شرعي محرم، که څه هم په دی اړوند دزیات تفصیل ضرورت دی ،خو مونږ يې د ایمه کرامو د لار ښونو په رڼا کې په لنډ ډول توضیع او تشریح کوو…
دسفر فاعل مسافر وي مسافر ته په شرعي توګه هغه وخت مسافر ویلی شي ،چې دده او د موخي تر مینځ ددری ورځو  لاره وي، چې داختلاف سره سره تقریباً ۸۲ کیلو متره فاصله آټکل شوي ده.

دهمدی مسلي په اساس دکومي ښځۍ  کور او هستوګن ځای که له مکی مکرمی  نه ددری ورځو په فاصله  کې واقع وي، داښځه نشي کولای په یواځی توګه له کوره روانه شي، او که دا فاصله  له پورته واټن څخه کمه وي کولای شي دحج په سفرولاړه شي.

که دسفر فاصله دری ورځی اویاله دری ورځو زیاته وي؟

دخاوند په ملګر تیا  ښځۍ ته په شرعيې توګه دسفر ستونزه نشته ، خو دشرعی محرم په اړوند اشکال موجود دي ، باید دقت وشي.

شرعیې محرم څوک دی؟

نور بیا

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندی ادرس دی:

http://bit.ly/hajj_aw_umra

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x