
انضباط – نظام کندهاری
مرور بخت مي په شور او نشاط راغلی
ښکاري بيا په پخواني ارتباط راغلی
وسوسو هم لاس له چور چپاول واخيست
د زړه ښار ته د سکون اِنضباط راغلی
اِهتداء پر اِقتداء وي مُرتبه
خو اول يې د بيعت اشتراط راغلی
مايوسي به يې آخيره نتيجه وي
که څوک دام کې د تفريط يا اِفراط راغلی
قضا شوي نصرتونه به معاد شي
که جبران يې د سرو په اِسقاط راغلی
د فراق شپه مي په اوښکو کړله تېره
د وصال قاصد سحر په احتياط راغلی
زړه مي ماته د اِياس محاصره کړه
حوادثو کې که هر څو مُحاط راغلی
سعادت به يې قسمت شي د دارينو
که نظامه مستقيم پر صراط راغلی