نظــر

په رخصتیو نه شل کيږي!

لیکوال: عبدالله عابد

تر ټولو لمړی خبر دا ده چې ملتونه کار او زیار سره ښه ښکاري نه بیکارۍ او تنبلۍ سره، له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته ځينو هیوادونو چې له جګړې خورا زیات اغیزمن شوي وه آن خپلې رسمي رخصتۍ هم لغوه او ملتونو يې ځان خپلو هيوادونو ته اړم کړل چې اوس د نړۍ سترو اقتصادي ځواکونو باندې بدل شوي.

که چیرې د خپل مبارک دین له نظره هم دا مسله وڅيړو نو اسلام د کار او زیار دین دی نه د رخصتیو او دا هم نه غواړي چې په دې او هغه مسلمانان له کار څخه رخصت شي، دیني نصوص مسلمانان کار او زیار ته هڅوي او د اسلام په تاريخ کې هم تر هغه مهاله چې مسلمانانو زیار ګاله نو بریا او برم هم ورسره مل وه خو له بده مرغه په ننه نۍ نړۍ کې تر ټولو زیاد چې له کار او زيار څخه اوږه سپکوي هغه مسلمانان دي. مسلمانان په نړۍ کې په بیکاره توب مشهور دي، مسلمانان په دې شهرت لري چې د وخت په قدر او ارزښت نه پوهيږي خو اسلام بیا کار او وخت ته خورا ارزښت ورکوي د بیلګې په توګه مسلمانان د جمعې ورځ په بشپړه توګه رخصت ګڼي اوهر څه په ټپه ولاړ وي خو اسلام آن په همدې ورځ هم خلک کار او زیار ته هڅوي. الله تعالی د الجمعه مبارک سورت په نهم او لسم آيت کې فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلَاةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۹﴾فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۱۰﴾

یعنې: ای مومنانو کله چې د جمعې لمانځه لپاره تاسو ته غږ (آذان) وشو نو د الله یاد لپاره چټک شۍ او پير او پلور پريږدۍ دا تاسو لپاره غوره ده که پوه شۍ. کله مو چې لمونځ خلاص کړ په ځمکه کې خواره  شۍ او د الله  فضل او رحمت په لټه کې شۍ او الله ډیر یاد کړۍ ښايي بريالي شي.

په پورته مبارکو آيتونو کې درې ټکي جوتيږي:

لمړی: مسلمانانو چې د جمعې په ورځ تر ډيره ځان کار ته نه ورکوي او يا يې رخصتي کړې وي خو الله تعالی ورته وايي چې آن په همدې ورځ کله مو چې خپل لمونځ ادا کړ نو بیرته خپل کار و بار ته ستانه شۍ ځکه د ” وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللَّهِ” څخه موخه دلته کار او زیار ده .

دوهم ټکی دا ده چې الله تعالی د مسلمانانو بریا په دغه آيتونو کې په دوه “څیزونو پورې تړلې لکه څرنګه چې فرمايي”… وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ”  لمړی: کله مو چې لمونځ خلاص شو نو په ځمکه خواره شۍ او د الله فضل او رحمت په لټه کې شۍ یعنی کار وکړۍ او بل  دا چې الله زیات یاد کړۍ ښايي تاسې بريالي شۍ.

درېيم ټکی هم دلته دا ده چې الله تعالی کار او زیار خپل فضل او رحمت یاد کړی او زمونږ بریایې کار پورې تړلې.

اوس که راشو خپل هیواد حالاتو ته،  که له حقیقت څخه تیر نشو زمونږ هیواد افغانستان وضعت ته په کتو سره دومره زیاتۍ رخصتۍ چې مونږ يې لرو زهر ګڼل کيدلای شي، ځکه ملت له دومره کړاو او ستونزو سره لاس او ګريوان دی چې که د افغانستان هر وګړی ماشين هم شي نو باید یوه شيبه هم ونه دريږي، خو له بده مرغه چې اوس زمونږ رخصتۍ د قانون له پولې هم واوښتلۍ په دې نوم او هغه نوم رخصتي اعلانيږي او کارونه په ټپه درول کيږي.

د دې ملت دې الله مل شي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان ځلمی

د کابل غلامه ، مفسده او بی کفایته اداره تل رخصت دی ، هغه د کار ورځی یی هم په کار نه شمیرل کیږی ، د دوی ځینی چه کار کوی هغه هم د اشغالګرو د استعماری او استثماری ګټو او د خپلو شخصی ګټو د پاره دغه مظلوم اولس وینی زبیښی له کار کولو یی نه کار ډیر ګتور دی ، دوی چه په دفترو کی ناست دی د کار کولو د پاره کومه برنامه او پروژه نه لری ، او که کومه یوه ورته خدایی رادمخه شی ، نه پوهیږی څرنګه هغه څرنګه سنبال کړی ، د دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x