روغتیا

د هګۍ پنځه حیرانوونکې ګټي

ډاکتر نجیب الله (ملګری)

په نړۍ کی به ډیر کم داسي غذاګاني وی چي د هګۍ هومره ګټي دی ولري

هسی هم د هګیو بی شمیره ګټی دی خو له دی څخه پنځه مهمی ګټي یی په لاندي ډول دي چي له همدې کبله ورته سوپر فوډ وایي

۱: د سترګو لپاره تر ټولو ګټور مواد په هګۍ کې شته چی د Lutein او رکیستین کیراټیناید نومیږی دا دواړه اجزاوی د بل هر غذا څخه زیات په هګۍ کې په آسانۍ سره موندل کیږی نو په دی خاطر ویلي شو هغه کسان چی په ورځنی ژوند کې روزانه هګۍ خوری د سترګو د کترکت په ناروغۍ نه اخته کیږي

۲: ګټور کولیسترول: په یوه هګۍ کې تقریباً ۲۱۲ ملی ګرامه کولیسترول موجود وي خو له نیکمرغه دغه کولسترول یو ډول ګټور کولیسترول دی او په وینه کې مضر کولیسترول زیاتیدو ته نه پریدی

۳: د زړه د ناروغیو څخه د ژغورلو لپاره هګۍ ګټور دی

په هګۍ کې شته کولیسترو د HDL له نوعی څخه دی کوم چي د صحت لپاره زیانمن ندی پدی وجه د زړه او نورو ناروغیو خطره کموي

۴: هګۍ د پروټین زیرمه ده

په یوه هګۍ کې تقریباً ۶ ګرامه د لوړي کچي پروټین شته او د انسان د ضرورت وړ ټول ۹ واړه امینو اسیدونه هم پکې شته پروټین د انسان په وده کې له اړینو عناصرو څخه شمیرل کیږي چي په ځانګړي ډول د ودی په حال کې ماشومانو ته ډیر ګټور دی

۵ د کولین بهترینه زیرمه په هګۍ کې ده

د یوی هګۍ ژیړ تقریباً ۳۰۰ مایکروګرامه Choline لری دغه کولین د دماغ، عصبی سیستم او د ویني دوران په غوره ساتنه کې مهم رول لري

د هګۍ پورتنی ګټی په یو وخت په نورو غذاګانو کې په ډیره مشکله سره پیدا کیږي نو پدی خاطر ویلي شو د هګۍ ورځني استعمال د ښه صحت ضمانت کوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محب الله صافی

ډاکټر صیب ډير شه معلومات دی وړاندی کړی دی ماشاء الله

محمد

د ډاکتر صاحب څخه مننه ! یو څو پوښتني ۱ – د هګۍ کوم ډول پخول ګټور دی ۲ – د فارمي ( ماشیني ) هګیو او د کورني چرګانو د هګیو تر مینځ توپیر سته که یا ؟ او که توپیر وې نو به په کومه اندازه وي ؟ او کوم چاته چې هګۍ قبض او یا نور د معدۍ تکلیف پیدا کوی نو به کوم لاره په کار اچوی

توحیدی

دکولیسٹرول مخنیوی باره کی معلومات ورکئ

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x