نړۍ

د بډه بېرې بريد، امريکا د پاکستان ملاتړ اعلان کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د پېښور بډه بېره کې د پاکستان هوايي ځواک پر مرکز بريد په اړه د پاکستان هر ډول ملاتړ کوي او په دغه پېښه کې يې له وژل شوو قربانيانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند مارک ټونز واشنګتن کې يوې خبرې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې پاکستان ته د «ترهګرۍ» له امله سخت زيانونه اوښتي او امريکا له پاکستاني ولس سره ځان په هر غم او درد کې شريکه بولي او په دې اړه يې پاکستان ته د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

«د ترورېزم ضد جګړه کې هېڅ هېواد د پاکستان په کچه زيان نه دی ليدلی او موږ په ډېر تاسف سره وايو، چې د بډه بېرې پېښه پاکستان لپاره کومه نوې خبره نه ده.»

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د پاکستان هوايي ځواک په استازيتوب يو شمېر افسرانو نن د ترورېزم ضد محکمه کې د پرونۍ پېښې قضيه د ناڅرګندو بريدګرو پر ضد رسمي کړه.

د پېښور بډه بېره کې د پاکستان هوايي ځواک پر مرکز ډله ييز بريد په اړه د پاکستاني پوځ وياند ډګر جنرال عاصم باجوه رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د مخالفینو په بريد کې د هوايي ځواک ۲۳، د ځمکني پوځ درې افسران او د څلورو ملکي مامورينو په ګډون دېرشه تنه وژل شوي دي.

جنرال باجوه زياته کړه، چې بريدګر د پاکستاني ملېشې په يونيفارم کې د هوايي ځواک مرکز ته ننوتل او هلته يې پر پوځيانو ناتاره ډزې او چاودنې پيل کړې.

د پاکستاني طالبانو وياند محمد الخراساني رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د پروني بريد مسؤوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې په دغه ډله ييز بريد کې يې د لوړپوړو افسرانو په ګډون لسګونو پاکستاني عسکر وژلي دي.

جنرال عاصم باجوه وايي، چې د بډه بېرې بريد په افغانستان کې پلان شوی و او له هغه ځايه رهبري کېده.

د پاکستاني پوځ وياند وايي، که په افغانستان کې يوه پټاکۍ هم وچووي، نو، افغان حکومت يې پړه پر پاکستان اچوي او دوی په دې اړه کره معلومات لري، چې پرونی بريد له افغانستانه رهبري کېده.

«د ترهګرو تر منځ له خپلمنځي خبرو موږ ته کره معلومات په لاس راغلي، چې دا بريد په افغانستان کې پلان شوی و او له هغه ځايه کنټرولېده.»

د پېښو څارونکي وايي، چې د بډه بېرې له بريد وروسته د پاکستاني چارواکو څرګندونې او ورپسې د امريکا بهرنيو چارو وزارت اعلاميه په ډاګه کوي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړو او ناندريو پر مهال به امريکا د پاکستان ملاتړ کوي او دا کار د افغانستان په زيان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x