ټولنیزه برخه

باطل پال د حق پلوو په رګونو کي د غيرت ويني پر جوش راولي

د دکتور محمد بن عبدالعزيز المسند ليکنه

د عبدالمالک همت ژباړه

په يوه يخ ځنګله کي د چاپېريال د چارو ځينو څېړونکو وليدل چي ځيني هوسۍ مړې پرتې دي او شاوخوا يې څيرونکي ځناور ګرځي. نو چاپېريال څېړونکو وپتېيل چي د هوسيو د ژوند د ژغورني لپاره د ځنګله دغه ځناور له منځه يوسي. بالاخره يې پر ځناورو په وسلو بريدونه پيل کړل او زښت زيات يې ووژل. خو چي تر دې وروسته يې وکتل دغه هوسۍ تر پخوا زياتي مړې کېدلې. د دې راز په دې کي وو چي دغه هوسۍ د څيرونکو ځناورو له لوري بې غمه سوې او داسي څوک يې نه ليدى چي هغوى تعقيب کړي او منډو ترړو او د ځان ژغورلو لپاره هلو ځلو ته يې اړي کړي. نو څنګه چي ډېري هوسا او لټي سوې او له بله لوري ساړه ډېر وه په رګونو کي يې ويني يخى سوې او د مړيني لاملونه يې رامنځ ته سول.

د حق او باطل په منځ کي د جګړې او مبارزې حال هم همدغسي دى. که باطل نه واى او د حق سره يې شخړي او کشمکش نه جوړولاى هرومرو به حق مضمحل سوى او له منځه تللى واى. په دې توګه به د باطل پر ضد او د لوى څښتن په لار کي د حق او د حق د څښتنانو د جهاد بازار هم سوړ سوى واى. ورسره ورسره به د حق د پلويانو ولولې او جوش او زوږ هم د رکود او سړښت سره مخامخ سوي واى او بالاخره به په نه څه او بطي مړينه ټول مړه سوي واى. نو ويلاى سو چي د باطل شتون او څرګندېده د حق د خاوندانو په زړونو کي د حق د پلوۍ او دفاع لپاره د ټينګار او ننګي مورچې جوړوي. په رګونو کي يې د حق پالني او غيرت ويني پر جوش راولي او د حق او حقيقت مرستي او نصرت ته يې چمتو کوي. په دې توګه حق پالونکي ژوندي پاته کيږي.

د حق او باطل ترمنځ جګړه د لوى څښتن يو تل پاته سنت او قانون دى، دا داسي يوه چاره ده چي هيڅ تېښته او چاره ځني نسته. دا له دې امله چي باطل د حق سره يو ځاى او په سوله کي خو نه سي اوسېدلاى چي نه سي اوسېدلاى، بلکي هغه ته مازي کتلاى هم نه سي.

ان که حق وغواړي چي له باطل څخه بېل واوسي ـ که څه هم د يوې لنډي مودې لپاره وي ـ او د لوى څښتن امر، قضا او بري ته شا کړي بيا هم باطل نه راضي کيږي. په دې توکه باطل تل په ټول ځواک سره د حق د تعقيب او پر هغه باندي د بريد په حال کي وي او غواړي چي له منځه يې يوسي. لکه چي لوى څښتن فرمايي:

﴿ وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّى يَرُدُّوكُمْ عَنْ دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا ﴾  [البقرة: له 217آيت څخه ]

ژباړه: او (ای مومنانو!) دغه (مشرکان) به ستاسي سره پرله پسې په جګړه (او د خپلو ظلمونو او جرايمو په تر سره کولو) اخته وي، ان تر دې چي که يې وس ورسيږي تاسي به له خپل (حق) دين څخه (د دوی باطل دين ته) اړولو(مرتد کېدو) ته چمتوکړي.

البته که د حق خاوند له خپله دينه واوړي او باطل ته غوړمالي وکړي ښايي د هغه سره په سوله او سلامتيا کي واوسېدلاى سي، خو دا به داسي سلامتيا وي چي پاى به يې د دې او هغې دنيا رسوايي، بدنامي او شرمنده ګي وي. لکه چي لوى څښتن د پورتني آيت په وروستۍ برخه کي فرمايي:

﴿وَمَنْ يَرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُولَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (217)﴾  [البقرة: له 217آيت څخه ] ژباړه: او که له تاسي څخه (اى مسلمانانو!) څوک خپل دين پرېږدي(او د کفارو اطاعت وکړي) او د کفر په حال کي ومري،  نو د داسي خلکو اعمال به په دنيا  او آخرت  دواړو کي ابته (د هيڅ غوندي) ، ضایع او باطل سي. داسي وګړي دوږخيان دي. دوى به تل پکښي اوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ستاسی د لیکنی په تایید ، لیکم باطل او حق د الهی ازموینی دوه نه پخلا کیدونکی اړخونه دی ، که یو نه وی ازموینه به نه وی ، او الهی ازموینه چه د بشریت له اوله پیل شوی د بشری ژوند تر اخره به دوام لری ، د یوه په موجودیت کی د بل شتون ضروری خبره ده . باطل به تر هغی ترپکی وهی چه د حق اړخ پوره او ابدی ناپود کړی او د حق اړخ همدا هڅی دی چه باطل پوره او ابدی ناپود او مجوه کړی ، د یوه له پیداکیدو بل پیداکیږی ، وده… نور لوستل »

عبدالمالک همت

محترم الحاج استاذ بیانزی صاحب السلام علیکم روغ او خوشاله اوسئ. مننه استاذه بالکل همدغسي ده ، باطل بالاخره باطل کيږي او حق احقاق مومي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x