نظــر

افغانان ولی تل له سیاسی کړکیچونو سره لاس او ګریوان وی

لیکوال: محمد اصف شیرزاد

یوه سړی خپل ملګری ته وویل : زه په زر افغانی يو داسی هوښیار سړی مزدور کوم چه زما ټول مشکلات را حل کړی. ملګری يی پوښتنه ترینه وکړه چی ته به دا زر افغانی له کومه کوی؟ ده په جواب کی ورته وویل چی دا هم د هغه سړی وظیفه ده چی دا مشکل را حل کړی:

متاسفانه چه نن ورځ د افغانانو کړاونه او ستونزی په هره سطحه (سیاسی، اقتصادی او ټولنیزه) توګه تر دی بریده رسیدلی چه حکومت، عوام او اوسنی سیاسیون یی د حل کولو خو لا پریده چه له سم درک څخه هم عاجز ښکاری همدی ستونزو ته په کتو سره د اکثرا مجلسونو د بحث موضوعات هم همدا وی ډيری وخت چه له چا سره مخ کیږم نو همدا خبری اورم هر څوک خپل نظر لری په مختلفو لهجو د خپلو زړونو اوازونه راوباسی ځینی موجوده ناورینونه تر افرادو پوری تپی، ځینی بیا بعضی سیاسی کتلی، ګاونډی هیوادونه او ځینی هم غربیان او امریکایان ددی ناورینونو مسؤل ګڼی. اما زما په نظر د دی ټولو ترڅنګ په اوسنیو حالاتو کی د شته مشکلاتو په اړوند دریو پوښتنو ته باید سم ځواب ورکول شی تر څو ستونزو ته د پای ټکی کیښودل شی: د اوسنیو حالاتو په سمه معنی سره درک کول، د حل لپاره سم انتخاب او د ټولو حقیقتونو په عمل کی پیاده کول، خو لدی مخکی د ذکر شوی کار لپاره د سمو خلکو پیژندل او انتخاب تر ټولو لومړیتوب لری، دا خلک به څوک وی ایا دا به عوام وی؟ ایا دا به غیر سیاسی ټولنی وی؟ ایا دا به سیاسیون وی؟ ایا دا به علما وی؟ ایا دا به د عصری علومو واله وی؟ ایا دا به مذهبی ډلی وی؟ یا داسی نور؟ د دی ایت مبارک مطابق چه فرمایی (وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ) د حضرت محمد (ص) د خلافت نه شروع بیا تر اخر د خلافت پوری که مونږ حقیقت ته نظر وکړو نو دا به داسی یوه سیاسی کتله وی چه شاید ذکر شوی اکثرا پکی دخیل اوسی، ځکه د نبی (ع) څخه شروع بیا تر اخر د اسلامی خلافت پوری د حکومت ټولی چاری د سیاسی حرکتونو او کتلو په واسطه سره پر مخ وړل شوی دی البته دداسی کتلی په واسطه چه اړونده شرایط یی پوره کړی وه همغه وو چه په شرق او غرب کی یی یوه لویه ټولنه په ډیر ښه تدبیر سره اداره کوله نو په همدی اساس ویلای شو چه فرد یا یوه غیر سیاسی کتله ددی جوګه نده چه ټولنی ته بنسټیز بدلون ورکړی او ټولنه تر خپل قیادت لاندی راولی، اوس راځو دیته چه زمونږ د ټولنی په نظر کی نیولو سره نوموړی سیاسی کتله باید یوه داسی سیاسی کتله وی چه اساس به یی د اسلام او ددغه ټولنی په ارزښتونو ولاړ وی.

دلته د موضوع د ښه وضاحت لپاره باید له سیاست سره هموار دا دوه کلمی (اسلام او ټولنه) په ژوره توګه وپیژندل شی ځکه وروسته له خلافت نه د تاریخ په اوږدو کی دا دوه کلمی ډیری غلطی مفهوم کیږی چه د نورو ستونزو تر څنګ د دی دوه کلمو غلط مفهوم او استعمال هم زمونږ ملک له بد او بدترو ناورینونو سره مخ کړی دی، متآسفانه چه دسیاست په ډګر کی تیرو خرابو تجربو زمونږ په ټولنه کی د اسلام او داسی نورو مقدسو کلماتو ارزښت ته د خلکو په ذهنونو کی منفی انعکاس ورکړی دی اکثرا خلکو او ډلو که له داخل نه وی او که له بهر نه دا مقدس کلمات یواځی د تجارتی توکو په ډول کارولی دی، د افغانانو د پاکو احساساتو او کمو معلوماتو نه په استفادی سره یی د دی سپیڅلو کلمو تر بیرغ لاندی رنګارنګ ګټی پورته کړی، خو حقیقت داسی ندی د اسلام او زمونږ د ټولنی ارزښتونه تر دی ډیر لوړ دی، اسلام یو جامع او هر اړخیز دین دی د ژوند په ټولو چارو کی ښه ځواب ورکونکی دی که سیاسی چاری دی که غیر سیاسی دا چه بعضی ناپوهان دین له سیاسته لری ګڼی په حقیقت کی غلط دي دا یواځي د غربی سیاست فورمول دی، په حقیقت کی سیاست د اسلام یوه اهمترینه برخه ده که مونږ د پیغمبر (ع) سیرت په سمه توګه مطالعه کړو هغه یواځی مبلیغ نه بلکه یو ښه مدیر او سیاسی شخصیت وو چه د ثبوت لپاره یی د هغه د خلافت په دوره کی ډیری مثالونه او دلایل وجود لری، امام ابو حازم سلمان الاشجعي (رح) قول دی، چې زه پنځه کاله د حضرت ابو هريره (رض) په مجلسونو کښې ناست شوى يم او ما ترې اوريدلي، چې رسول الله (ص) فرمايلي : د بني اسراييلو سياست د هغو د پېغمبرانو له طرفه مخکی وړل کیدو کله به چې يو پېغمبر وفات کېدو نو پر ځاى به يې بل پېغمبر را لیږدول کیده اما زما څخه وروسته بل پېغمبر نه راځي، خو زما خلفاء او استاذي به موجود وي.

پس یواځینۍ لار چه مونږ د یو ښه نظام او رهبری څخه برخورداره کولای شی هغه د اسلامی سیاست په سمه توګه پیژندل او د ژوند په چارو کی د هغی تطبیق دی. همدارنګه بله لویه تیروتنه چه زمونږ په ټولنه کی تکراریږی هغه د ټولنی د ارزښتونو په سمه توګه نه پیژندل یا په بل عبارت د ټولنی او د حکومت تر منځ د مشترکو نقاطو له پامه غورځول دی، د لته ټولنه یواځی د افرادو په معنی تعریف شوی ده حال دا چه دا یو مطلق غلط تعریف او تعبیر دی په اصل کی (ټولنه د افرادو، احساساتو، فکرونو او نظامونو هغه مجموعه ده، چه ددوی تر منځ باید دایمی اړیکي شتون ولری) پدی معنی چه ددی دریو اړخونو د یوالی په صورت کی باید دایمی اړیکی رامنځته شی تر څو مونږ د یوی سالمی ټولنی خاوندان و اوسو، لدینه علاوه دیته ټولنه نه بلکه د جماعت نوم ورکولای شو. نو څرنګه چه ټولنی له خلکو، احساساتو، فکرونو او نظامونو څخه جوړیږی نو ددی اصلونو په بدلون سره ټولنی هم توپیر لری، څرنګه چه زمونږ ټولنه یوه اسلامی ټولنه ده ذکر شوی دری ګونی اړخونه یی (احساسات، فکرونه او نظامونه) باید د اسلام د مبارک دین د ارزښتونو او د افغانی کلتور په نظر کی نیولو سره موافق اوسی ځکه د الله ج د وینا مطابق یواځینی حکم چه په ځمکه کی قابل د تطبیق دی هغه د الله ج دی (ان الحکم الا لله) یا په بل ځای کی فرمایی ( ومن لم يحکم بما انزل الله فاولئک هم الکافرون)، اما برعکس د تیر تاریخ څخه شروع بیا تر حاضر وخت پوری ټول هغه نظامونه او حاکمان چه زمونږ په ټولنه یی واکمني کړې ده هیڅ یو هم د دغی ټولنی پورته دری ګونی اړخونه په سمه توګه نه درک کړی دي او نه یی هم په نظر کی نیولي دي اکثرو رهبرانو ددی حقیقت برخلاف بیګانه فکرونه او نظامونه راوړی او کوشش یی کړی چه همدا باطل او ناجوړه فکرونه او نظامونه تش د اسلام په رنګ کی په خلکو تحمیل کړی، نو همدا یی لوی علت دی چه هر نظام پدی خاوره کی ډیر زر له ناکامی او زوال سره مخ کیږی.

پس پدی ټولنه را تپل شوي اکثرا نظامونو د لومړۍ خبری په تاید د خپلی بقا په خاطر د اسلام او دغی ټولنی مقدس ارزښتونه یواځي د یو ناروا تجارت په شکل سره وکارول نو دهمدی حقیقت په نظر کی نیولو سره ویلای شو چه متاسفانه زمونږ ټولنه د یو لوی مهال لپاره د یو ښه نظام او ښی رهبرۍ له نعمت څخه بی برخی پاتی شوه پداسی حال کی چه د اسلام مبارک دین پدی اړوند ډیر زیات تاکید کوی تر څو د مسلمانانو ټولی باید د لږ مودی لپاره هم بی رهبره او بی سرپرسته نه اوسی چه ددی د ثبوت لپاره ښه مثالونه د حضرت پیغمبر ص د وفات څخ وروسته بیدوند زنډ څخه د خلیفه ګانو ټاکل وه، د اسلام د مبارک دین هیڅ یوه کړنه او امر بی هدفه ندی پدی کی حتمآ لوی درس دی چه د خلیفه یا امیر نه شتون د یوی وړی مودی لپاره هم لوی ستونزی زیږولی شی، دا چه اوس متاسفانه مونږ د څو لسیزو په موده کی د یو مناسب نظام او رهبر له شتون څخه بی برخی یو څومره ستونزی به ولرو؟؟؟ په حقیقت کی مونږ د ژوند یوه اهمه برخه له لاسه ورکړی حتی مونږ خپل ژوند له لاسه ورکړی کوم چه ورځ تر بلی مونږ د بدبختیو او بدترو ناورینونو په طرف په ډیره چټکۍ سره رهی یو; تعصبات، اختلافات، قدرت طلبی، ځان غوښتنه، ظلم، قتل، فساد، بی حیایی، بی اخلاقی، د اسلامی او کلتوری ارزښتونو له لاسه ورکول او داسی په سل ګونو نوری هغه ستونزی دی چه د یو ښه نظام د نه شتون په صورت کی زیږیدلی دی.

په اخر کی په خلاصه توګه یو ځل بیا یادونه کووم چه د یادو ستونزو د حل لپاره باید داسی یوه سیاسی کتله ولټوو یا ولرو چه تګلاره یی د پیغمبر (ع) په منهج استواره وی، د ټولنی د اصلیت په نظر کی نیولو سره داسی نسخی په کار واچوی چه منبع یی د نورو باطلو فلسفو، فکرونو، سیاستونو او مذاهبو څخه نه بلکه د اسلام د سپیڅلی دین څخه اخیستل شوی وي، موجوده وضیعت باید په سمه معنی درک کړی، د حل لپاره باید سم انتخاب ولری او حقیقتونه په عمل کی پیاده کړی. ولی په یاد ولرو چه ددی کار لپاره موجوده نظام او رهبران او هغه ډلی چه د اسلام د پاکو شعایرو څخه یی ناوړه ګټی پورته کړی مناسب انتخاب ندی په هیڅ صورت دا د واک په ګدۍ ناست مشران زمونږ موجوده ستونزو ته د پای ټکی نشی کیښودلی اوس نو دا د ولس کار دی چه ددی ناورینو په اړه خاموش پاتی نشتی ټول هغه علتونه باید له منځه یوړل شي چه د تیرو شوو نسلونو په شمول یی تر دی دمه عوام له بدبختیو سره مخ کړي دي.

ومن الله توفیق

لیکوال: محمد اصف شیرزاد (عارفزی)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Haq Parast

د (افغانان ولی تل له سیاسی کړکیچونو سره لاس او ګریوان وی) سم جواب هدادې چی افغانان یواځی اویواځی خوراک،خوب اولباس پیژني. په ساست باالکل نه پوهیږي،

They don’t know how to play the game or put the right Card in the right place at the right time

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x