شعـــــرونه

مخكى به ځو – قتیل خوږیاڼی

قدم به په اغزوا وچتوو مخكې به ځو

له ستونزو ډكه لار به لنډوو مخكې به ځو

له تورو شپو وتل په ځانځانۍ كې مهال ښكاري

لاسونه به يو بل ته وركوو مخكې به ځو

اغزونه ډكو د ښتو كې مزل د قدم وياړدى

په ځاى به يې گلان زرغونوو مخكې به ځو

باك نشته كه ځوانۍ د سروگلانو موخزان شي

ژوندون له بېوزلۍ نه خلاصوو مخكې به ځو

شملو د لوپټو د پت په لاره كې سرايښى

سرونه به په پت قربانوو مخكې به ځو

د نر ميړني هوډه وطن پت درځنې غواړي

غرور د جابرانو ماتوو مخكې به ځو

شملو ته چې سپك گوري په ټيكرو سودا گري كا

غوږونه د وختونو تاوه وو مخكې به ځو

په هوډ د شمله ورو مې سوگند دى پورته كړى
“قتيله” خپل ارمان پوره كوو مخكې به ځو

(عبدالروف قتيل خوږياڼى)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x