شعـــــرونه

ګلدستې درسره راوړه (غزل)

فتحان حنفي

راځه راځه سپرليه ښې صحنې درسره راوړه…..
ازغني دي پکې نه وي ګلدستې درسره راوړه

علمي درسونه فقهه حديثونه کي مدام وي….
د رب له رحمت ډکي مدرسې درسره راوړه

خواره دي په مظلومو د خزان سپيره ګردونه….
دې ستړو قافلو ته آرام شپې درسره راوړه

تل لاري کړي روښانه په تيارو کي مجاهد ته….
د لمر په څير چي څرک کوي ډيوې درسره راوړه

يتيم ترېنه بابا غواړي د کونډي اوښکي څاڅي….
په غم کي ورشريک شه حوصلې درسره راوړه

ماتم پرې جوړوه دا سور خزان له منځه يوسه….
هر لورۍ ګلورين کړه باغيچې درسره راوړه

درمل شه وچو شونډو ته مسکاوي پرې خورې کړه….
صابره خړ مخو ته ثمرې درسره راوړہ

بهاره په سلګو کي منتظر درته فتحان يم…
راځه آزادۍ راوړه حماسې درسره راوړه

فتحان حنفي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x