افغانستان

افغان حکومت: د پاکستاني چارواکو ادعاوې بې بنسټه دي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): افغان حکومت د پاکستاني نظامي چارواکو هغه څرګندونې په سختو ټکو رد کړي، چې ګواکې د پېښور بډه بېرې بريد په افغانستان کې پلان شوی او له هغه ځايه کنټرولېده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي او د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني کابل کې په دوو جلا جلا خبري غونډو کې د پاکستاني پوځ د وياند ډګر جنرال عاصم باجوه هغه څرګندونې په کلکو ټکو رد کړې، چې ويلي و، د بډه بېرې بريد په افغانستان کې پلان شوی او له هغه ځايه رهبري کېده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند نن په کابل کې رسنيو ته وويل: «موږ د پاکستاني چارواکو تورونه او ادعاوې په کلکه ردوو، موږ په خپله د ترهګرۍ ښکار يو او هېڅکله هېچا ته اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان خاوره د ګاونډيانو پر ضد وکاروي.»

تېره ورځ د پېښور بډه بېره کې د پاکستان هوايي ځواک پر مرکز له بريد څو ساعته وروسته د پاکستاني پوځ وياند ډګر جنرال عاصم باجوه پېښور کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی د خپلو باوري څېړنو او څارګرو شبکو له قوله وايي، چې دا بريد په افغانستان کې پلان شوی و او ل هغه ځايه رهبري کېده.

ښاغلي باجوه زياته کړه، چې دوی هېڅکله داسې فکر نه کوي، چې دا بريد د افغان حکومت په ملتيا او همکارۍ پلان شوی دی.

په عين حال کې پاکستاني رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې د بډه بېرې د بريد په اړه به يو لوړی پاکستانی پلاوی کابل کې افغان چارواکو سره خبرې اترې کوي او په دې اړه به له افغان چارواکو د نورو معلوماتو او همکارۍ غوښتنه کوي.

د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز او دفاع وزير خواجه اصف وايي، چې افغانستان دوی سره ژمنه کړې وه، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کيږي، مګر د بډه بېرې بريد په افغانستان کې پلان شوی و او له هغه ځايه رهبري کېده.

پاکستان پر افغان حکومت تور لګولی، چې د «ترهګرۍ» ضد جګړه کې له پاکستان سره همکاري نه کوي، چې له امله يې د دواړو هېوادونو تر منځ ستونزې او بې باورۍ ورځ تر بلې زياتيږي.

د پاکستان پوځ تېر کال د جون په ۱۰مه شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب تر نوم لاندې عملیات پیل کړل. دوی ادعا کړې چې په دغو عملیاتو کې یې زرګونه طالبان وژلي دي. د ضرب عضب د عملیاتو له کبله لکونه وزیرستاني پښتانه د افغانستان او پاکستان بېلابېلو سیمو ته مهاجر شوي دي.

تېر کال د ډيسمبر په شپاړسمه پاکستاني طالبانو پېښور کې پر يو پوځي ښوونځي بريد وکړ، چې له امله يې ۱۵۰ زده‌کوونکي وژل شوي وو او له دوو سوو زيات ټپيان وو.

له دغه بريد وروسته پاکستاني نظامي او استخباراتي چارواکو کابل ته پرله پسې سفرونه وکړل او له افغان حکومت څخه يې د پېښې عاملين وغوښتل.

بل پلو افغان حکومت هم پر پاکستان تور لګوي، چې پلازمېنه کابل او نورو سيمو کې د بريدونو او چاودنو تر شا د پاکستان لاس دی او په دې وروستيو کې د دوه اړخيزو تورونو او ناندريو له امله د دواړو هېوادونو اړيکې ترينګلې شوي دي.

د څارونکو په اند که د دواړو هېوادونو اړيکې همداسې روانې وي، نو راتلونکي لنډ وخت کې دا تمه نه شي کېدای، چې د افغانستان او پاکستان اړيکې دې د ښه والي پر لور لاړې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x