نظــر

د سي آی ای له خوا د مخدرو موادو سوداګري او ثبوتونه يې

لیکوال: عبدالمالک همت

د ۱۳۹۴ل کال د وږي پر ۲۷ مه د جمعې په ورځ نړۍ والو رسنيو داسي یو خبر خپور کړ:

د سي آی ای یوه پخواني مامور ویلي چې په افغانستان کې د اپیمو تجارت سي آی ای چلوي.

۳۸ کلن جان اباټسفورډ چې په افغانستان کې د سي آی ای سره د مامور په توګه دنده ترسره کړې او په وروستیو کې د ماشومانو جنسي فلمونو په تور نیول شوی دی، ویلي چې سي آی ای تر تاسیس وروسته د نشيي توکو کاروبار کوي.

هغه زیاته کړې چې دی ډیر شرمنده دی چې د سي آی ای د مامور په توګه یې د نشيي توکو د قاچاق په عملیاتو کې ګډون کړی دی. نوموړي محکمې ته ویلي: «له ډیره وخته مې غوښتل چې ځان ته اطمینان ورکړم چې د نشيي توکو قاچاق موږ د ښه نیته کوو، خو دغه بوج زه له دننه څخه له منځه وړلم».

د سي آی ای دغه مامور زیاته کړې چې « د امریکا څارګرې ادارې د تاسیس سره هممهاله د نشيي توکو کاروبار کوي. سي آی ای له تېرو ۶۰ کلونو راهیسې د نړۍ هر ځای ته نشيي توکي قاچاقوي. په ۱۹۴۹ز کال کې د چینايي کمونستانو په خلاف یې د تایلنډ د جنرال چیانګ کای شیک ملاتړ لپاره، ویتنام ته، نکاراګوا ته. دا یې ځېنې څو د نمونې وړ مثالونه دي ».

نوموړي ګواښ کړی چې د سي آی ای د کړنو څخه به پرده پورته کړي او د «سي آی ای په افغانستان کې: د نشيي توکو ۳۰ کاله قاچاق» تر عنوان لاندې کتاب خپور کړي. ده ادعا کړې چې د امریکا حکومت غواړي په دغه کتاب بندیز ولګوی.

په دې اړه ما(د دې لیکني لیکوال) په هغه کتاب کی چي ”زموږ د دښمنانو تور تاریخ او شومي موخي“ نوميږي او په ‍۱۳۸۷ ل.کال لومړی ځل بيا په ۱۳۹۲ل. کال دوهم ځل خپور سوی دی

د ” سي آی ای او مخدر مواد “ تر سرلیک لاندي يوه څېړنه کړې او دامي په رڼو او انکار نه منونکو دلايلو سره په ثبوت رسولې چي سي آی ای د خپل تاسيس له هماغه پيله څخه د نشه يي موادو د قاچاقو کاروبار کوي او په افغانستان کي هم چي امريکایانو دا هيواد اشغال کړ تر اوسه د اپیمو په دومره ډېر کرلو او دودولو کي د سي آی ای لاس دی او ټول تولید، تجارت او ترانزيټ يې د سي آی ای په هڅه او ولکه کي دی.

دا دی تاسي درانه لوستونکي د دې مقالې لوستلو ته رابولم:

د سي آی ای او نشه یی توکو د قاچاقو پر موضوع باندی کېدای سي ضخیم کتاب ولیکل سي. د امریکا واکمن په ظاهره نړی ته داسی برېښوي چي دوی ګواکي د نشه یي توکو پر ضد اقدامات کوي. خو د کور په دننه کی دوی خپله د مخدرو موادو د قاچاقو ستر ملاتړي دي. اوس امریکا او لویدیځ هیوادونه هغو هیوادونو ته چي تریاک کري، په ځانګړې توګه زموږ ګران هیواد افغانستان ته ترهګر او د تریاکو صادرونکی وایي. خو تاسي ته به په لاندي کرښو کې څرګنده سي چي په دې هکله ریښتني مجرمین څوک دي.

سي آی ای په خپل څه له پاسه پنځوس کلن تاریخ کي د مخدرو موادو تر ټولو ستر کاروبار په افغانستان کي د روسانو سره د جګړې پر مهال تر سره کړی دی او اوس هم دغه کار پر مخ بیایي. په دې پېر کي هېروئین په نړیواله کچه وپېژندل سول. د سي آی ای د څرګندونو سره  سم د شوروي پر خلاف د جګړې لګښتونه د ډیرو سترو حکومتونو له توانه وتلې خبر وه. له دې امله سي آی ای په سیمه ییزه کچه په افغانستان کي د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو سره اړیکي ټینګي کړې. سي آی ای د خپلو سیمه ییزو ملګرو سره په له سترګو نیهامو غرنیو سیمو کي د هیروئینو جوړولو لابراتوارونه جوړ کړل او بهر ته یې د هیروئینو د لیږد چاري هم پر خپله غاړه واخیستې. په دې توګه افغانستان په ټوله نړۍ کي د نشه يي توکو د کر او تولید لومړۍ درجه هیواد جوړ سو، چي نیمی مخدر مواد یې امریکا او نیمی یې اروپا ته صادریږي. د پاکستان نامتو ژورنالیست مقبول ارشد په ( ډرګ مافیا اور پاکستان) نومي کتاب کي لیکي چي د شوروی اتحاد سره د افغانانو د جګړې په پېر کي سی آی ای د نشه يي توکو د کاروبار له درکه ۳۲ بلیونه ډالرو کټل. دا د سي آی ای کمال وو چي سیمه ییز قاچاق چیان او د دوی بچیان او چوکریان په افغانستان، پاکستان او بهرنیو هیوادونو کي اوس هم عش او چړچې کوي.

د سي آی ای له خوا د نشه يي تو کو د قاچاقو خپریده یوازي د افغانستان په جګړه پوري نه دي منحصر، بلکی سي آی ای دغه کار له ډیر پخوا څخه په نورو ځایونو کي هم تر سره کوي. سي آی ای له امریکا څخه بهر په ټوله نړۍ کي پر جاسوسي فعالیتونو باندي ډېر ستر لګښتونه کوي. د دغو لګښتونو د موندلو یوه لار د مخدرو موادو قاچاق دی. په دې هکه بشپړ معلومات په ۱۹۶۶ع. کال هغه مهال تر لاسه سول چي د منځني ختیځ او شمالي افریقې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د مرکز بیروت څخه ځیني داسي پټ اسناد تر لاسه سول چی د امریکا د سي آی ای او د برتانیې د خفیه ایجنسۍ سره يي د هغو اړیکي او تړاو ښووی. خو په دننه امریکا کي پر سي آی ای باندي دغه تور په ۱۹۶۶ع. کال هغه مهال ولګول سو چي پوښتنه راپورته سوه چي سي آی ای د نړۍ په دونو ډیرو هیوادونو کي د دغونو پراخو جاسوسي شبکو لپاره دونه ستر لګښتونه له کومه کوي؟ دغه مهال ځینو د نننیو کړیو تور ولګاوه چي سي آی ای د ځاني ګټو لپاره د نشه يي توکو د قاچاق اونورو جرایمو ملاتړ کوي. روسانو د دغو خبرو په لاسوند نړۍ والو ته څرګنده کړه چي سي آی ای د افغاني مخالفانو او د چین په خلاف کارونو لپاره ستر لګښتونه د نشه يي توکو د قاچاق څخه بشپړوي. پر دې سربېره د نشه يي توکو په کاروبار کي د امریکې د سي آی ای نوم د فرانسې، جرمني، برتانیې، هند او اسرایلو د خفیه ایجنسیو سره یو ځای اخیستل کیږي. امریکایي ورځپاڼو په وارو وارو تور لګولی چي له کومه مهاله چي سي آی ای د نشه يي توکو قاچاق ته مخه کړې  ده په امریکا کي د مخدرو موادو د پلور دندي زیات رونق موندلی دی. بیا دا رپوټونه هم خپاره سول چي سي آی ای د نشه يي توکو د وړو راوړو پر لارو باندي د ولکې ټینګولو په موخه د نشه يي توکو د قاچاق سره د مبارزې په پلمه په نورو هیوادونو کي مداخلې کوي.

وکټور مارچیټي ۱۴ کاله په سي آی ای کي د لوړ پوړي چارواکي په توګه دنده تر سره کړې ده. هغه وايي: په ۱۹۶۷ع. کال ما په بېلو بېلو هیوادونو کي د مخدرو موادو د پیر او پلور دنده پر غاړه لرل. هغه زیاتوي د مخدرو موادو قاچاق نه یوازي د امریکا د سي آی ای د عوایدو مهمه ذریعه ده، بلکي د مخدرو موادو د ایجنټانو په ذریعه د نورو هیوادونو څخه د رازونو د تر لاسه کولو او د امریکا د ګټو په خلاف د فعالیت کوونکو اشخاصو د وژلو کار هم اخیستل کیږي. پر دې سربېره کوم کسان چي د سي آی ای په ملاتړ د نشه يي توکو کاروبار کوي، هغوی په بېلو بېلو هیوادونو کي هغو اشخاصو او تنظیمونو ته هم ډېري پیسې ورکوي چي د امریکا په ګټه په کار بوخت دي.

مقبول ارشد لیکي: د امریکا په تاریخ کي د سي آی ای له خوا د نشه يي توکو د قاچاق په هکله له بوش پرته بل غټ سړی ریکن دی. د ریکن پر نژدې ملګرو وکټور هومز او ارنسټ جیمز باندي نه دا چي نیویارک ټایمز تور لګولی چي د ریګن په وختو کي يي ایران ته د اسرایلو له لارې وسلې لېږدولې، بلکي د شوروي په خلاف یې د نشه يي توکو په پیسو جګړې ته هم ادامه ورکول. د سهیلي افریقا د سپین پوستو رژیم چي په ټوله نړۍ کي ممنوعه ونه غوندي وو او د نړۍ وال شلوون سوه مخامخ وو. همدغه مهال جوهانزبورګ او پریټوریا د سي آی ای لپاره ډېر مهم ځایونه وه. ځکه چي له کولمیا او وینزویلا څخه ډېر مخدر مواد د سهیلي امریکا ساحلي ملک سورینام ته رسېدل او سي آی ای له دغه ځایه دغه مواد له سمندري لارو د سهیلي امریکا د نشه يي توکو ځايي سوداګرو ته سپارل او هغو بیا هانګ کانګ، جاپان او ټول لیري ختیځ ته رسول.

د اسرایلو داخلي ایجنسۍ (ستین بیت) د ایلات په بندر کي له دغه ډوله زیات استول سوي  توکي تر لاسه کړي دي. د امریکا د حکومت په هکله دا هم مشهوره سوې ده چي په درېیمه نړۍ کي د نشه يي توکو د نیول سوو قاچاق وړونکو غوښتنه ځکه کوي چي له هغو څخه د مخدرو موادو د نړۍ والي مافیا په هکله د معلوماتو په تر لاسه کولو سره  ګټه اوچته کړي.

اکرم ډیال نومی په پاکستان کي د مخدرو موادو نړۍ وال قاچاق کوونکی دی چي د پاکستان حکومت يې د نیولو په لټه کي دی. د ده په هکله ویل کیږي چي هغه د سي آی ای د مخدرو موادو د شبکې غړی دی چي دنده یې هالینډ ته د مخدرو موادو رسول دي. (هالینډ په اروپا کي د غیر قانوني نشه يي موادو تر ټولو غټ تولیدونکی هیواد دی. دغه هیواد اروپا ته د هیروئینو، کوکائینو، چرسو او نورو مخدرو موادو و د ننه ایستلو لار بلل کیږي. دغه راز د دغه هیواد په ځینو ځانګړو ځایونو، لکه پارکونو او داسي نوو کي د مخدرو موادو استعمال قانوني جواز لري).

د بل نامتو قاچاق وړونکي مرزا اقبال بیګ په هکله هم ویل کیږي چي د هغه ملکرې ماریه نومې جاپانۍ نجلۍ د سي آی ای ایجنټه وه.

جان ډي مارکس د امریکا د سټیټ ډیپارتنمنټ ستر چارواکی وو او د څارګرۍ په هکله یو تکړه څیړونکي وو. هغه په خپل ژوند لیک کي لیکلي دي چي سي آی ای د نشه یی توکو په نړۍ کي د ویټنام د جګړې د پیل کېدو سره ګام کښېښود. سي آی ای د شمالي ویټنام د خلکو د ماتولو په موخه د میو د قبایلو وګړو ته وسلې او پیسې رسولې. دغه وګړي په حقیقت کي د نشه یي توکو ستر کاروباریان وه. د ډی مارکس په وینا د کمونستانو پر ضد په پټه جکړه کي د سي آی ای تر ټولو ستره وسله مخدر مواد وه. د ایر امریکا په نامه د الوتکو شرکت چي د سي آی ای ملکیت وو زیاتره د مخدرو موادو د لېږدولو لپاره استعمالېدی.

په نیکاراګوا کي د نشه يي توکو په کاروبار کي د سي آی ای د بوختیاوو په هکله ډېر رپوټونه ورکول سوي دي. امریکايي پېلوټ بیري سیز د وسلو په نامه بيلو بيلو هیوادونو ته مخدر مواد رسول. خو چي وروسته یې دغه کار په خپله پیل کړ، نو سي آی ای وواژه.

په نیکا راګوا کي د امریکا د ګټو د ساتونکي سوموزا د حکومت د را پرځېدو او د سینډونیسټو کمونیسټانو په واکمن کېدو سره د امریکا حکومت ـ چي دغه مهال یي جیمي کارټر ولسمشر ووـ د سختو خرخښو سره مخامخ سو. له دې امله د امریکا په کوښښونو او پلوي په نیکاراګوا کي پر څو ډلو وېشلی تنظیم رامنځته سو، چي د کوانټرا Contra)) په نامه وپېژندل سو. دغه تنظیم چي مرکز یې په ”هونډوراس“ کي وو په نیکاراګوا کي د سوموزا د واکمنۍ د بیا سمبالولو لپاره په هلو ځلو لګیا وو.

د امریکې ولسمشر ریګن د ۱۹۸۱ع. کال په نومبر کي پرېکړه وکړه چي  کوانټرا ته دي د سي آی ای پر لاس د نولس ملیونو، درې سوه زرو ډالرو مرسته ورکړه سي.‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍

پر دې پرېکړه لا لاسلیک نه وو سوی چي دغه تنظیم په مالي بحران اخته سو. نو د هغه لارښوونکو چي له آره غټ قاچاق وړونکي وه د تنظیم د اړتیاوو د لیری کولو لپاره په ډېره پراخه پیمانه د نشه یي توکو د قاچاقو او په امریکا کي په عامه توګه د هغو د پلورلو کاروبار پیل کړ. چي په دې ډول د امریکا په ښارونو کي په تېره د لاس اینجلس په سهیلي سیمه کي چي زیات تور پوستي پکښي اوسي مخدر مواد په عامه توګه، په ډېره ارزانه بیه پلورلو ته وړاندي سول.

تر دې بدتره يې لا دا چي په ۱۹۸۴ع. کال سي آی ای د کوانټرا لپاره له  ګانګریس څخه مالی مرسته(Fund)  وغوښته. کانګریس څلیرویشت ملیونه ډالر ورته منظور کړل. خو څنګه چي دغه مرسته لږ وه سي آی ای د زیاتو پیسو موندلو نوری لاري چاري ولټولې. نو یې د کونټرا قاچاق وړونکي په کار واچول او د نشه يي توکو د قاچاقو کاراو خرڅلاو د سي آی ای تر څارنه لاندي پیل سو. دا کار تر دې کچي پر مخ ولاړ چي له وسلو څخه ډکي پوځي الوتکي به پر ځانګړو ډګرونو کښېنستلې، وسلې به د کونټرا جګړه مارو تسلیمولې او په بدل کي به یې د دغو الوتکو چارواکو ته مخدر مواد ورکول.  دغه مخدر مواد به الوتکو ته اچول کېدل ، الوتکي به الوتلې او بیا به دغه توکي د مخدرو موادو پر کاروباریانو باندی خرڅېدل او هغو به د سي آی ای په مرسته پر نورو خرڅول. که به چیري د قاچاقو ضد ادارو یا کومي بلي قانوني مرجع د دغو قاچاق وړونکو د نیولو یا مخنیوي په موخه څه ګام پورته کاوه، سي آی ای به د قاچاق وړونکو مرستي ته ورودانګل او هغوی به یی د قانون له منګولو ژغورل.

په دې ډول په امریکا کي د سي آی ای تر څارني لاندي د نشه یي توکو کاروبار دونه پر مخ ولاړ چي په ۱۹۸۵ع. کال د امریکا پنځلس ښارونه د نشه يي توکو عام منډیان وګرځېدل او د دغو توکو مافیا په ښکاره  دغه کاروبار ته لاس واچاوه. چي دا دی اوس دغه کاروبار په امریکا کي دونه پر مخ تللی دی چي په نړۍ کي چي هر څونه مخدر مواد تولیدیږي د دغه هیواد د روږدو کسانو نه بسیږي.

د امریکا ځینو نامتو شخصیتونو په خپلو کتابونو کي اعتراف کړی دی چي د امریکا ډېر ډیپلوماټان هم په خپله د نشه یی توکو کاروبار کوي او هم د دغو توکو د مافیا د نړۍ والي شبکې ملاتړ کوي. د نشه یي توکو په سوداګري کي د سي آی ای د ککړتیا په هکله ډير کتابونه هم لیکل سوي دي. لکه د روبنز ایر امریکا Air America، د جوناټهن کویټني د پېلوټانو جرایم

Pilot’s Crime ، د نشې رشتیانۍ کیسه The Real Story of Drug، توري پیسې او سي آی ایBlack Money and CIA.
‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍په اروپا کي د نشه يي توکو د کاروبار تر ټولو ستری شبکې په استنبول او د ډنمارک په پلازمېنه کوپن هاګن کي دي. د دغو شبکو ملاتړ او څارنه بیا د برتانیې  پټه جاسوسي اداره (MI-6) کوي. د برتانوي ایجنسۍ او د سي آی ای تر منځ ډېر وختونه د نشه یي توکو د قاچاقو او ګټو پر سر اختلافونه هم پېښ سوي دي.

د نشه يي توکو په کاروبار کي د امریکا د سي آی ای ، نورو جاسوسي سازمانونو، ځینو لوړ رتبه دولتي چارواکو د لاس لرلو په هکله خبری خورا ډېري دي. په دې هکله ځیني رسوایۍ اواختلافونه هم رامنځته سوي دي، چي بیا پر دې پر غوړول سوي دي . د کابل په هوايي ډګر کي د ځینو داسي ښځو سره هېروئین نیول سوي چي خپل تړاو یې د لوړ رتبه چارواکو سره ښوولی دی(چي په اغلب ګومان د امریکا د سي آی ای لوړ رتبه چارواکي دي)، خو بیا یې قضیه پټه ساتل سوې ده.  په پای کي په دې اړه ستاسي پام د بېلګې په توګه یوه خبر ته را اړوم کوم چي په بينوا ویب پاڼه کي د ۱۳۸۶ل. کال د میاشتي پر نهه ویشتمه نېټه خپور سوی دی:

د سي آی ای د وژل شویو غړو څخه هیروین تر لاسه شول:

د کابل د نهمې امنیتي حوزې د جنایې څانګي یوه تن عالی رتبه چارواکي ویلي چې د تیری پنجشنبې د ورځي په ځانمرګي برید کې د امریکې د استخباراتي ادارې (CIA) څلور تنه کلیدي کسان وژل شوي وو. دا برید د ۱۳۸۶ ل. کال د کب د میلشتي د ۲۳ د پنجشنبې په سهار د هوایې ډګر په غزېدلې لویه لاره د امریکایې وګړو په دوو شوارلیټ موټرو تر سره شوی وو. پر هغه مهال په دې برید کې یوازي د ۶ افغانانو د مړیني او د ۳۳ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړ شوی وو. سرچینې نن سهار بېنوا ویب پاڼۍ ته وویل کله چې چاودنه وشوه او افغان امنیتي مامورین سیمي ته ورسېدل نو شاوخوا څلور کڅوړي هغه هیروین یې هم تر لاسه کړل چې د چاودني پر مهال د امریکایي وګړو له موټر څخه لویدلی وو. سرچینې چي د نوم له خپریدو سره ېې علاقه نلرله وویل چې په قوي ګمان د دې امریکایي وګړو په یوه ګاډي کې غټه اندازه هیروین ځای پر ځای کړای شوي وو چې له افغانستان څخه یې بهر ته ولیږدوي. ویل کیږی دې امریکایانو د پنجشنبې په ورځ له کابل څخه د ټایلنډ هیواد پلازمیني بنکاک ته د تلو تکل درلود خو هوايي ‌ګر ته له رسېدو دمخه يې پر ګاډو چاودنه وشوه. سرچينې دا هم وويل چي دا هېروئين د پنجشنبې ترماپښين پوري له دوی سره ول، خو د ورځي په پاې کې د امریکې د سفارت یو شمیر غړو د کابل د امنیه قومندانۍ په مداخله دا هیروین له جنایې څانګي بیرته واخیستل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جاوید احمد

فاضل دانشمند عبدالمالک همت صاحب ډیر خوش شوم چې د نن ټکی آسیا له لارې ستاسو مقالات ګورم، ستاسو کتابونه مې کتلي چې ما شاءالله ټول تالیفات مو ډیر مفید او د لوړ قدر درلودونکي دي،دلته چې ستاسو مقالات نشریږي نو لوستونکي به ډیرګټه ترې پورته کړي ځکه اوس اکثره لندې او بي محتوی برسیرنې مقالې دود شوي دي چې ستاسو ارزشتمند مقالات دغه تشه ډکولای شي موفق او عزتمند اوسئ محترم

عبدالمالک همت

محترم جاويد احمد صاحب السلام علیکم ورحمة الله روغ او خوښ اوسئ ستاسي له ښو څرګندونو څخه يوه نړۍ مننه کورمو ودان ، د لوی څښتن جل جلاله په حفظ کي اوسئ په درناوي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x