افغانستان

ملا اختر محمد منصور ټولو خفه طالبانو باندې د یو والي غږ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۸مه ۱۳۹۴ل): د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې په ټولو هغو طالبانو چې د ځينو ملاحظاتو له کبله یې د دوی له صفه ځان لرې ساتلی، د یو والي او اتحاد غږ کړی دی.

د ملا اختر محمد منصور پیغام تر هغه وروسته خپریږي چې د ملا محمد عمر مجاهد کورنۍ له نوموړي سره بیعت وکړ.

دغه پیغام چې د طالبانو په رسمي وېبپاڼې کې خپور شوی دی، ملا اختر محمد منصور په کې د طالبانو د صف په یو والي ټينګار کړی دی او په اوسنیو شرایطو کې يې دا مصلحت ګڼلی چې طالبان په خپل منځ کې سره تفاهم ته ورسیږي.

ملا منصور ویلي چې «اسلام امارت» د کوم فرد یا ډلې شخصي ملکیت نه دی بلکې د هر «مسلمان او مجاهد کور او د خدمت سنګر دی».

ده په هغو کسانو غږ کړی چې د ملا محمد عمر مجاهد تر مړیني وروسته يې د طالبانو له نوي تشکیل سره یې مخالفت ښودلی چې ځانونه پردي او طرف ونه بولي. « له دغسې موقعیت څخه د دوی دښمنان بده استفاده کوي او زیان یې یواځې اسلامي او جهادي صف ته رسیږي».

هغه خپلو مخالفو ملګرو ته ویلي: «دوی چې د خیرخواهۍ هره مشوره او د اصلاح هره خبره لري باید د امارت په دننه کې یې مطرح کړي د دوی د خیرخواهۍ هر اقدام او جهادي صف د اصلاح او پرمختګ لپاره هرې مشورې ته موږ هرکلی وایو».

د طالبانو مشر خپلو خفه ملګرو باندې ټينګار کړی چې ځانونه په فاصله کې ونه ساتي، ځکه اسلامي امارت د ټولو ګډ کور او د خدمت صف دی، هیچا ته په دغه صف کې کم نه کتل کیږي او نه هم د رایې او نظر د مخالفت له کبله ورسره توپيري چلند کیږي.

«زه له خپل جانبه د خپل الهي مسؤلیت د رفع کولو لپاره یو ځل بیا دا خبره واضحه کوم، چې هغه وروڼه چې تراوسه یي ځانونه د څه ملاحظاتو له امله په فاصله کې ساتلي موږ دوی ته د خپلو وروڼو او مجاهدینو په نظر ګورو او د ورورۍ او اتحاد لاس وراوږدوو، اسلامي امارت د دوی او زموږ ګډ کور او د خدمت صف دی، په دې صف کې د خدمت بلنه ورکوم، دغه صف دوی ته اړتیا لري او باید د فعال ساتلو او پرمختګ لپاره یې خپل خدمت ونه سپموي، په دي صف کې به دوی ته تر هیچا کم ونه کتل شي او نه به درأیې او نظر د دې مخالفت له امله ورسره کوم توپیري چلند وشي بلکې لکه څنګه چې د اسلامي امارت پالیسي ده له ټولو مجاهدینو او منسوبینو سره به یوازې د شریعت په رڼا کې چلند کیږي».

ملا منصور په طالبانو غږ کړی چې هېڅ «مجاهد ورور» پردی ونه بولي، نه هم ورته بد الفاظ وکاروي او نه هم بدګوماني پرې وکړي.

«زه ټولو مجاهدینو او امارتی منسوبینو ته هم د اخبره واضحه کوم چې هیڅ مجاهد ورور بل ورور پردی ونه بولي، یو د بل په وړاندې بد الفاظ ونه کاروي او نه غلط ګومانونه ورباندې وکړي اونه هم داسي چا ته په کم نظر وګوري څوک چي پنځه ورځي په فاصله کې پاته شوی وي، بلکي د لازیاتي خوشحالۍ او نزدیکت کوښښ دي وشي اوله ذهنه دې د لريوالي تصور لیري شي».

د طالبانو اهل الحل والعقد شورا د زمري په ۹مه تر هغه وروسته چې د ملا محمد عمر مجاهد د مړینې خبر نشر شو، ملا اختر محمد منصور د «امیرالمؤمنین» او مولوي هیبت الله اخوندزاده او سراج الدین حقاني یې د نوموړي د مرستیالانو په توګه وټاکل.

ملا اختر محمد منصور څو کاله د ملا محمد عمر مرستیال و.

له ښاغلي منصور سره نېږدې ټولو طالبانو او نړیوالو جهادي ډلو بیعت کړی خو ځينې کم کسان لا هم د نوموړي له ټاکنې سره مخالفت ښودلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سادات

ډیرشه نظر ده خدای ج وکړی ټول پری عمل وکړی خو دکابل بی واکه اداره غواړی اختلاف زیات کړی دکرزی شوم اهداف دهغه هغه شخصی ملګری چی دطالبانو فه صفو کی کار کوی هدایت ورکوی تر څو اختلاف دطالبانو صفو کی زیات کړی او داشرف غنی بی بی ګل هم دکرزی ورته نظر لری۰او دکابل اداری کونه پیخی مامورین هم کوشش کی ده

ذبیح الله

ډیر ښه خلک یاست خو چې دا یو کار وکړئ هغه کسان اسلامي محکمې ته راکش کړئ، چې د امارت تر چتر لاندې ځان تړلی بولي او لاسونه يې د هغو طالب مجاهدینو او حزب اسلامي مجاهدینو په وینو سره دي ، دوۍ ته هم د شریعت مطابق سزا واوروئ ځکه په ډیرو ولایتونو کې په مختلفو بهانو داسې بې ګناه مجاهدین په شهادت ورسیدل چې دا کارونه د ولس او اسلامي امارت تر مینځ درځ ور تربلې زیاتوي ….. باید د امارت مشران که رښتیا هم مقصد يې یواځې او یواځې د الله ج رضا حاصلول وي نو ددې… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x