افغانستان

اسلام اباد له کابل څخه د پاکستاني طالبانو پر ضد جدي اقدام غواړي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان او پاکستان اړیکې هغه مهال یو ځل بیا کړکېچنې شوې چې د افغانستان ولسمشر، اشرف غني په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې له پاکستان څخه افغانستان ته د جګړې پيغامونه استول کېږي.

د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د پاکستان په خیبر پښتونخوا بډه بېره سیمه کې پاکستاني طالبانو د دغه هېواد پر یوې هوايي پوځي اډې خونړی برید وکړ. د پاکستان د پوځ ویاند، آصف بجوا وویل چې پېښه په افغانستان طرحه شوې وه.

د جمعې پر ورځ پاکستاني چارواکیو وویل، چې له کابل څخه به وغواړي چې د «تحریک طالبان پاکستان» پر ضد دې جدي اقدام وکړي. پاکستاني چارواکي ګومان کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې خوندي مېشت ځایونه لري. له دې وړاندې د افغانستان حکومت له امنیتي پېښو وروسته د پاکستان څارګره اداره او پوځ تورن کړي.

د پاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاڼه لیکي، چې د بډه بیرې له پېښې وروسته، حکومت پر دې غور کوي چې کابل ته یو باصلاحیته پلاوی واستوي. تېره میاشت کابل هم د شاه شهید له پېښې وروسته اسلام اباد یو لوړپوړی پلاوی واستوه؛ خو د یاد پلاوي د سفر څرګنده پایله ښکاره نه شوه.

دغه ورځپاڼه ادعا کوي چې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ورته په ډاګه کړې ده چې د بډه بېرې پېښې «طرحه، کنټرول او اجرا» له افغانستان څخه ترسره شوي. دغه چارواکی وايي چې حکومت به یې کابل ته موثق اسناد هم وړاندې کړي.

دغه پاکستانی چارواکی وايي: «پاکستان به افغانستان ته خپل پیغام ورسوي چې نور دا نه شي زغملای چې د دغه هېواد له خاروې دې پرې حملې ترسره شي». دی زیاتوي، پاکستان به پر افغانستان فشار راوړي چې په دغه هېواد کې د «تحریک طالبان پاکستان» د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره عملیات ترسره کړي.

د ورځپاڼې په باور: «د بډه بیرې برید ښايي د دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پېچلې کړي. پاکستان ښايي د افغانستان له لورې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د نه عملیاتو له امله توند چلن وکړي». دا خبره په داسې حال کې کېږي، چې افغان حکومت تل ادعا کړې ده چې مخالفین یې په پاکستان کې پټنځایونه لري.

پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

د پېښور د بډې بېرې په سیمه  کې د پاکستان هوايي ځواکونو پر اډې د طالبانو په برید کې لږ تر لږه د هوايي ځواک ۲۹ منسوبین ووژل شول او همدومره نور ټپیان شول. پاکستاني طالبانو بیا د وژل شوو عسکرو شمېر تر دې څو چنده زیات ښودلی دی.

پاکستاني طالبانو ویاند محمد الخراساني هم دا رد کړې چې ګواکې برید له افغانستانه کنترولېده او طرحه يې هم په افغانستان کې جوړه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ولی خان

یا الله ته دپا کستا نی مجا هدینو مل شی ، او دلا نورو ورته حملو توفیق ورکړی چی دایهودو کوډاګی حکومت، دمسلما نا نو دتبا کولو سبب حکومت له منځه یو سی ، دافغا نستا ن ملت مو تل په دعا کی یا د سا تی ، الله دی بری درکړی.

رحمت الله

آمین …………

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x