hajj-2010-4

حج او عمره – اومه برخه

لیکوال: احمد الله عاطفي

شرعیې محرم هغه ته ویل کیږي چې دیوي ښځۍ نکاح ورسره ،دخپلولی ، رضاعت او یا مصاهرت(خسر ګڼې) په اړیکو حرام وي.

دغه محرم که مسلمان ، ازاد، غلام،ذمي یا کافر وي دښځۍ سفر ورسره روا دی مګر که مجوسي وي بیا دسفر اجازه نشته،ځکه دمجو سیانو عقیده ده چې دمور او لور سره پرته له نکاح ، جماع رواده.

دا هم لازم دی چې دښځۍ دسفر محرم،عاقل، بالغ،متدین او داعتماد وړ وي، بی عقله، لیونی، فاسق او بی اعتماده  محرم سره سفر روا نه دی ،ځکه دفتنی مخه نشي تم کیدی.

که ښځه ځان سره خپل محرم دحج په سفرملګری کوي دهغه ټول لګښت به ګالي،ځکه دده ملګرتیا هم دسفر دلاری توښه او دلګښت په شرط کې داخل دی، دابیله خبره دی چي هغه خپله داحسان په توګه او یا دثواب په نیت خپل لګښت پخپله ګالي!

هغه ښځه چې دحج ټول شرایط ورته برابر وي، پرته له محرمه، په دي اړوند دحضرت امام مالک او امام شافعي رحمهما  مسلک دادی چې په هغه صورت کې یوه ښځه کولای شی دنورو با اعتماده ښځوسره چې هغوی محرم ولری ،دحج په سفر روانه شي ،مګر که یوه ښځه وي بیا اجازه نشته!

دکومي ښځۍ چي میړه وي کولای شي دبل محرم سره دحج په سفر روانه شي؟

دمیړه په اجازی سره دښځۍ له محرم سره په سفر کي اشکال نشته، خو که میړه اجازه ورنکړي؟ دامام شافعي رحمهُ الله په قول ښځه نشی کولای دحج په سفر ولاړه شي! دلیل دا وايې چې دبنده حق په الله  باندی وړاندی دی، دلته دمیړه حق ته تاوان رسیږي.

زمونږ په مذهب او امام احمد حنبل په قول :خاوند ته دااختیار نشته چې خپله ښځه له دی سفره منع کړي،ځکه حج فرض دی او اداکول يې په هر مسلمان لازم دي ،دخاوند حق دفرایضو په حق کې نه ظاهریږي، څرنګه چې خاوند خپله ښځه دلمونځ نه نشي منع کولای ،همداسی دحج او فرضي روژونیلونه هم نشي منع کولای!
که داحج نفلي وي بیا خاوند کولې شي ممانعت وکړي!

لسم – عدت،  په هغه ښځۍ دحج سفر  نشته کوم چې دمیړه دوفات او یا دطلاق په عدت کې وي،  عالمګیری په دی اړوند په تفصیل بحث کړی چې وايې : دعدت په موده کې حج واجب نه دی.

حج په ژوند کې یو ځل فرض دی

دحج فرضیت دقرانکریم دارشاد په بنا او درسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکواحادیثو په اساس قطعي ثابت دی، په چا دحج شرطونه پوره شول په ژوند کې یوځل حج  ورباندي فرض دی ، که حج  يې ونکړ هغه ګنهګار او دفاسقانو په ډله کې دی.

دالله سبحانهُ وتعالی مبارک ارشاد دیَ : وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا ۚ وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ (ال عمران: ۹۷)

ژباړه: پر خلکو دالله داحق دی که څوک دهغه کور ته درسیدو وس ولري دهغه حج دې وکړي اوچاچې کفر وکړ نو الله  له نړیوالو بې نیازدئ.

همدا راز دمسلم شریف حدیث دی،وعن ابی هریرةَ قال: خطبنا رسول الله صلی الله علیه وسلم فقال: ایهاالناس! قد فرض علیکم الحج فحجوا(مسلم شریف)
ژباړه: له حضرت ابو هریره رضی الله عنه نه روایت دی چې وايې. خطبه فر مایلی رسول الله صلی الله علیه وسلم، وې فر مایل:  ای خلکو! یقیناً حج پرتاسو فرض کړی شوی ،حج وکړئ.

حج په عاقل، بالغ او توانمند مسلمان باندی چې د حج کولو شرایط ورته پوره وي په ژوند کې یو ځل فرض دی!

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې حج په ژوند کې یوځل فرض دی که څوک زیات حجونه کوي هغه نفلي حجونه دي.

صحیح المسلم روایت کي: وحدثني زهير بن حرب حدثنا يزيد بن هارون أخبرنا الربيع بن مسلم القرشي عن محمد بن زياد عن أبي هريرة قال خطبنا رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال أيها الناس قد فرض الله عليكم الحج فحجوا فقال رجل أكل عام يا رسول الله فسكت حتى قالها ثلاثا فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم لو قلت نعم لوجبت ولما استطعتم ثم قال ذروني ما تركتكم فإنما هلك من كان قبلكم بكثرة سؤالهم واختلافهم على أنبيائهم فإذا أمرتكم بشيء فأتوا منه ما استطعتم وإذا نهيتكم عن شيء فدعوه.

ژباړه: سیدنا حضرت ابو هریره ضی الله عنهُ وايې : حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم  موږ ته خطبه ویله، وی فرمایل:  ای خلکو ! په تاسو حج فرض دی، حج وکړئ! یو تن وویل:  ای دالله پیغمبره!   ایا هر کال ؟ رسول الله چپ پاته شو ، هغه دا پوښتنه دری ځله تکرار کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفر مایل:  که ما ویلی و :هو، دا به پر تاسو فرض شوی و،چې بیا به تاسو توان نه درلود، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفر مایل: تاسو ما پریږ دئ ، چې زه تاسو پریږدم! ،ځکه  له تاسونه وړاندی قومونه دخپلو پیغمبرانو څخه دزیاتو پوښتنو او اختلاف په سبب هلاک شويي دي!

کله چې زه یوحکم درکړم، تاسو دخپل وس مطابق عمل وکړئ، کله مو چې له یوکاره منع کړم هغه پریږدئ!

دهدايې شریف مولف  دهمدی حدیث شریف (لو قلت نعم لوجبت ولما استطعتم) په اړوند لیکي: همدا کلمات په دی دلالت کوي چې په حج کې تکرار نشته.

نور بیا

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندی ادرس دی:

http://bit.ly/hajj_aw_umra

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د