دیني، سیرت او تاریخ

د حلالي روزي ګټلو اهميت او فضیلت ـ اوومه برخه

حامد افغان

داود علیه السلام

په قرانکریم کې د الله د پیغمبر داود علیه السلام او د هغه د کار او کسب یادونه شوې ده، قرانکریم وایي: فَفَهَّمْنٰهَا سُلَيْمٰنَ ۚ وَكُلًّا ءَاتَيْنَا حُكْمًا وَعِلْمًا ۚ وَسَخَّرْنَا مَعَ دَاوُۥدَ الْجِبَالَ يُسَبِّحْنَ وَالطَّيْرَ ۚ وَكُنَّا فٰعِلِينَ. وَعَلَّمْنٰهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَّكُمْ لِتُحْصِنَكُم مِّنۢ بَأْسِكُمْ ۖ فَهَلْ أَنتُمْ شٰكِرُونَ. [سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : 80-79]. نو په هغه وخت کښي موږ د فېصلې صحيح صورت سليمان (علیه السلام) ته وښودی. په داسي حال کښي چي موږ حكم او علم دواړو ته ورکړی ؤ، د داؤد (علیه السلام) سره موږ غرونه او الوتونكي ايل (تابع) کړي ول، چي پاكي یې بيانول. ددغه كار كوونكي همدا موږ وو. او موږ هغه ته ستاسي د ګټي لپاره د زغري جوړولو صنعت ورښودلى ؤ، تر څو چي تاسي يو د بل د ګوزار څخه وژغوري، نو ايا تاسي شكر ايستونكي ياست؟

یعني هغه ته د اوسپنې په نرم کولو سره د زغرو جوړولو کسب الله ورښوولی و، امام قتاده رحمه الله وایي: انساني تاریخ کې داود علیه السلام لومړی کس دی چې د زغرو جوړولو صنعت یې پیل کړی دی، پخوا به اوسپنیزي تختې وې، ده برابري او وه اوبدلې. او د زغرو او جنګي وسایلو جوړولو له پاره دا ایت اصل او دلیل دی. داراز داود علیه السلام به تاجوته هم جوړول، او هغه به د خپل لاس د کسب ګټلې روزي خوړله. لکه ویل کیږي ادم علیه السلام ځمکه کرله او بزګري یې کوله، نوح علیه السلام نجار او ترکاڼ و او لقمان علیه السلام خیاط و، او طالوت د څرمنو کاروبار کاوه.

کسب او کار د حلالي روزي برابرولو لاره ده، په دې سره انسان د خلکو له اړتیاو او هغوی ته له احتياج او تذلل نه ځان ژغورلی شي، داراز د کسب او کار په برکت انسان د فقر او مسکنت له ذلت نه ځان ساتلی شي ، لکه په حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: بې شکه الله له کاریګر، کمزوري او پاکخور مومن سره مینه لري، او له هغه سوالګر نه کرکه کوي چې سوال کې ټينګار کوي. ” إن الله يحب المؤمن المحترف الضعيف المتعفف ويبغض السائل الملحف ” أخرجه الطبراني وابن عدي و الحديث ضعیف. په بل حدیث کې راغلي حلاله روزي ګټل جهاد دی او الله له کاریګر بنده سره مینه لري. عن ابن عباس ، قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : طلب الحلال جهاد ، وإن الله عز وجل يحب العبد المحترف . ابن ابي الدنیا

بل ځای قرانکریم د داود علیه السلام د کسب او زغرو جوړولو صنعت په اړه نور تفصيلات وړاندې کوي او وایي: وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا دَاوُۥدَ مِنَّا فَضْلًا ۖ يٰجِبَالُ أَوِّبِى مَعَهُۥ وَالطَّيْرَ ۖ وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ. أَنِ اعْمَلْ سٰبِغٰتٍ وَقَدِّرْ فِى السَّرْدِ ۖ وَاعْمَلُوا صٰلِحًا ۖ إِنِّى بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ. [سُوۡرَةُ سَبَإ : 9/10]. یعني موږ داؤد (علیه السلام) ته له خپل لوري څخه لوى فضل په برخه کړی ؤ. (موږ حكم وکړ چي) اې غرونو! له هغه سره هم غږي اوسئ (او همدغه حكم موږ) مرغانو ته وکړ. او موږ اوسپنه د هغه لپاره پسته کړه . له دې لارښووني سره چي زغري جوړي کړه او د هغو كړۍ په سمه اندازه (ور کړه). (اې د داود کورنۍ!) نېك عمل وکړئ، تاسي چي څه كوئ زه هغه وينم.

عبد الله ابن عباس رضي الله عنهما وایي: له (وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيد) نه مراد هغه ته د اوسپني داسې پستول او نرمول دي لکه شمعه، او امام الحسن وایي لکه خیشته اوړه، نو په دې توګه یې په اور ګرمولو ته ضرورت نه و همداسې به یې زغري ورنه جوړولې. لکه امام السدي وایي: د هغه لاس کې به اوسپنه داسې وه لکه لنده خټه یا خیشته اوړه او یا شمعه چې څنګه به یې خوښه وه هماغسې به یې کاروله، نه یې اور ته ضرورت و او نه یې چیټک او سندان ته اړتیا وه. امام مقاتل رحمه الله وایي: هغه به د ورځې یا شپې په یوه برخه کې مکمله زغره جوړوله چې د هغې ارزښت او بیه به زر درهمه وه.

امام القرطبي رحمه الله پخپل تفسیر کې د داود علیه السلام د زغرو د کسب د زده کړي او پیل په اړه یوه کیسه راخیستې ده هغه وایي: کله چې داود علیه السلام د اسرائیلو پاچا شو یوه ورځ په بدل شکل کې له خپله ځایه ووت څو په پټه له خلکو نه د ځان په اړه معلومات ترلاسه کړي چې د ده له حکومت او عدل نه خوشاله دي که نه، یوه ملایکه یې د انسان په شکل کې وليدله چې ده نه پیژندله، له هغه یې پوښتنه وکړه چې د داود پاچا په اړه مو څه نظر دی؟ هغه ورته وویل: هغه ډېر ښه سړی دی خو چې یو خصلت یې نه وی، داود ورته وویل: هغه کوم؟ هغه ورته وویل: هغه دا چې دی له بیت المال نه روزي ترلاسه کوي، که د خپل لاس د کسب او مزدوري روزي یې خوړلی نو فضيلتونه به یې مکمل شوي وو.

له دې کیسې وروسته داود علیه السلام الله جل جلاله ته سوال وکړ چې د زغرو صنعت ورزده کړي او ورته اسانه یې کړي، نو د زغرو جوړول یې زده کړل لکه مخکي د انبیاء په سورة کې دا خبره تیره شوه، او داراز اوسپنه یې ورته نرمه کړه او د زغرو صنعت یې پیل کړ، لکه ومو ویل: هغه به د ورځې یا شپې په یوه برخه کې مکمله زغره جوړوله چې د هغې ارزښت او بیه به زر درهمه وه. او په دې کسب کې یې خورا زیاته شتمني ترلاسه کړه، او ښه شتمن شو، مسکینانو او غریبانو ته به یې خیراتونه هم ورکول، ویل کیږي د خپلي شتمني دریمه برخه به یې هغوی ته وروېشله، او ویل کیږي داود علیه السلام لومړي کس دی چې زغري جوړول یې پیل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x