نظــر

د شیخ نن او پرون

sayaf3پرون دي دخدای دلاري سپېڅلی مجاهدبللم   ،دجګړې یوساعت مي دنوروتراویاکالوعبادت غوره ؤ،آن خوب مي دناستوخلګودعبادت مرادف ؤ.داویاتنوګناهکاروقریبانوشفیع وم .په لسهاووحورومي په وینوخالونه ایښودل ،پالنګونه یې راته  تیارول ،ښکلي باغونه وو،دشاتواوشیدوویالې اودرڼواوبونهرونه وو،که وژل شوی وم ،شهیدوم ،که ژوندی وم نوغازي  وم  .

شیخه !تاچي پرون دکوم  رهبراوکتاب ترجماني کوله رښتیادي ویل زه اوس هم باوراوایمان پرې لرم ،ځکه نه هماغه کتاب اولارښودبدل شوی اونه هم ترې وروسته بل کتاب اولارښودراځي .

زه  هماغه پرونی خوپرخپل موقف ولاړمبارزیم ،  دنن اوپرون یوازي دومره توپیرشته  ،چي پرون مي دکمونیزم – سوسیالیزم خونن مي دسیکولریزم – کپیټالیزم څخه  ددین ،پت اووطن ساتني په موخه بغاوت اوپاڅون کړ ی دی .ووایه  !په کوم دلیل اومنطق مي   جهادته   ترهګري وایې ، مجاهدمي تروریست بولې ،دمرګ فتوی مي   ورکوې !داعدام تختې ته مي  پورته کوې اودشهیدجسدځوړندول مي دعبرت درس اودسولې سبق  ګڼې !!. پوهیږم چي استشهادمي په عارفانه تجاهل سره انتحاربولې ،  دپاڅون په انګېزه مي ترنوروښه  پوهیږې خوپه لوی لاس دولسونوسترګوکي خاوري شیندې اودغلامۍ زده کولولیکچرونه ورکوې داځکه چي دمعنويت دښکلي جهان  څخه دي دمادیت وتیارې دنیاګۍ ته کوچ کړی دی .

پرون دي دتکبیرازانګې ترمنځني ختیځ پوري  رسیدې  ،د«واه معتصماه »چیغي دي دولسونوزړونه پړسول  .خونن دي په غاړه دغلامۍ ځنځیرونه شرنګیږي ،دقصرونواومحفلونوڅخه دي دشرابوډډوزي ولاړیږي .دایف ۱۶اوبې ۵۲ډوله الوتکوپه مټ راغلي وحشي یرغلګرمستأمنین ګڼې !،دکروزتروزرونولاندي پالل شوي ،پرکابل بلوسیدلي  ایله جاري ملېشې  مجاهدین بولې !،اودکابل پراشوټ شوي رژیم ته داسلامي اوملي دولت نوم ورکوې .ایا نن  ابوغریب ،ګوانټانامو،بګرام  او…..کي دمسلمانو مظلومو میرمنوکریږي اونارې نه اورې ؟ ! په مرمیودسوري سوري شوي قرآن پاڼي نه وینې ؟تاته نژدې  بګرام کي دهغه غړانده اورلمبې نه وینې چي پېلوځی یې زمامومن به کتاب ،دسترڅښتن کلام عظیم الشان قرآن دی .ولي یې دپرون په دود دعاملینو پر ضد وسله نه پورته کوې ؟که وسله نه شې پورته کولای نوجهادخواعلانولای شې  ؟!پوه شوم ستاڅخه همداتمه دوخت ضیاع ده ،ځکه که نن دي هم پرونۍ څرمن په تن ده ،نوپه باطن کي بیامسخ شوی  راته  ښکارې !.

خوزه دهماغي نبوي صفې طالب یم چي کله به مورچل کله به مسجدکي دیره وم ، که له لوږي به مي په نس پوري ډبري تړلي وې ،نوسنګرته له تللومي ډډه نه کوله ،د ابوهریره ،سلمان فارسي ،عبدالله بن مسعود ،حبشي بلال  ،صهیب رومي ،یاسر، عمار او خبیب دلاري لاروی یم چي  دګرموریګونواوډبروانبارونه اوپه تیلوکي ایشول یې په ځان منل خود«احد،احد»زمزمه یې  نه پرېښودله .دجعفربن ابي طالب ،براءبن مالک، عوف بن عفراء،عمیربن حمام ،طارق ابن زیاداوموسي بن نصیرپه پلونوروان یم چي  ددښمن منځ ته یې ځان غورځاوه اوګوزاریې  پرې کاوه ،خودحق خپریدل اوورڅخه دفاع یې نه پرېښودله . دمحمدبن قاسم ،ایوبي ،زنګي ،قطز،غزنوي او…..رضوان الله علیهم اجمعین په لارروان یم چي صلیبي لښکري یې په ګونډوکړې ،قدس یې  ازاد،سنداوهندیې  فتح اوسومنات یې  چپه کړ.

زه دهغوی ریښتنی خلف یم چي دخدای اورسول په دښمنانویې  خوب حرام کړی وو،دفارس اوروم بتکدې اواتشکدې یې  ویجاړ ی کړې ،لا ت اومنات  یې  نسکورکړل ، آن چي تراروپااولیري ختیځ پوري  یې  داسلام بله ډېوه  په خپلو وینو، اوښکو او خولوورسوله اوداسلام توغ یې  دجبل طارق ،همالیې اوهندوکش پرهسک ورپاوه  . هو!زه اوس هم دهماغه لارښوداوکتاب په امراولارښوونه ،د هماغي  لاري لاروی یم ،داسلام اوهیوادڅخه ددفاع په مبارزه کي په ځان پوري بمونه تړم ،دصلیبي اشغالګردښمن مرکزونه پرې الوزوم  ،ککري یې رغړوم اوپه لندن اوواشنګټن کي یې دسروالانوخوبونه تښتوم اوزړونه   یې چوم  .خوته راته شیخه !بدل شوی ،مسخه شوی اورټل شوی ښکارې .
 تيره شوه تيره،دنيا تيره اشنا!

خوستا توبه  لاهم بزرګه نشوه

 څه عجيبه غوندي ګيله دي وګړه

هيره مي ستا ګيله ترمرګه نشوه

چې ترخپل سر درقيب سر مخ ته کـړم

داسي حمله خوبيا ځان مرګه نشــــــــوه

————

میوند سادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x