افغانستانخبرونه

حامد کرزی: د بي بي سي په تبلیغاتو مه غولېږئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان پخوانی ولسمشر، حامد کرزي نن د پخواني ولسمشر او د سولې عالي شورا پخواني مشر، برهان الدین رباني د وژنې څلورم تلین په غونډه کې د وینا پر مهال یو ځل بیا له هغو ځوانانو څخه چې له افغانستان څخه وځي، وغوښتل چې خپل وطن کې پاتې شي او دلته خدمت وکړي.

کرزي وویل، استاد رباني ولسي او قومي مشر و چې د افغانستان له ټولو ولسونو او وګړو سره یې اړیکې لرلې.

پخواني ولسمشر وویل، چې د پردیو رسنیو پر تبلیغاتو ونه غولېږي او په خپل وطن کې پاتې شي. کرزي وویل: «پر هر ملت سختې ورځې راځي، دا سختې ورځې موقتي دي، تېرېږي، په خپل وطن کې پاتې شئ».

حامد کرزي د برېټانیې د مطبوعاتي ادارې، بي بي سي نوم یاد کړ او له افغانانو یې غوښتنه وکړه چې د بي بي سي په تبلیغاتو مه غولېږئ. کرزي وویل: «د ملي ټلویزیون پر خبرونو باور نه کوئ او پر بي بي سي ولې اعتماد لرئ».

پخوانی ولسمشر داسې مهال د غربي رسنیو له تبلیغاتو څخه سر ټکوي، چې له څو میاشتو راهیسې زرګونه افغانان خپل هېواد پرېږدي او د لوېدیځو هېوادونو پر لور په قاچاقي لارو ځي.

حامد کرزي پخوا هم ورته څرګندونې کړې وې او د افغانستان په اړه یې د ډېرو ناسم پوهایو پړه د غربي رسنیو پر تبلیغاتو اچولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سادات

دشمال تلوالی جاسوس او دامریکا یانو قافچی او دافغانستان ریس جمهور چی ۱۳ کاله یی دکابل ولایت خفل ارګ ته انتقال کړی وه او نور یی هیڅ واک نلرود افغانستان یی فه شمالایانو چور کړ او دخارجیانو دا بهانه جوړه وه چی فشتون فاچا ده خو دهمد غه بی ارزشته جمهور او تس فه نامه جمهور چی دخلقو فه ودو او خیراتو او فه بی وزلو افغانانو یی بمبارونه وکړل افغانان یی دی ته مجبوره کړل چی خارج ته وتشتی ۰۰۰ هی ستا دی دا مرداره ددرواغو ډکه قرقولی ورکه شی ستا دفشتو ورکه شی خرزیی افغانستان ستا جاسوس له… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

حیرانوونکی !!!!! بی بی سی یا سی بی بی د کرزی مور ده ، یعنی له هماغه بی بی سی زیږیدلی ، هغی لوی کړی ، هغی روژلی ، تمویل او تجهیز کړی او بلاخره یی په انګریزی ټانکو کی کابل ته یی واده کړو ۱۳ کلونه یی ورله سکیورتی نیولی وه ، د کرزی په نوم یی د افغانستان حکومت داسی ښودلو چه مشر یی پشتون دی په داسی حال کی چه ټولی دری لوی قوی د شمالی ټلوالی په لاس او واک کی وی ، اوس چه د هماغه بی بی سی د دموکراسی قانون له مخی د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x