نظــر

زموږ د پت په وړاندې ویړې لومې

Muslim Womanله  ډیره وخته داخبرې کیږي ، چې افغانستان ته راغلي غربیان او غرب ګرایان په دې هڅه کې دي ، ترڅو دنورو اشغالګرانه جنایاتو  ترڅنګ افغان مسلمان کلتور هم ونړوي ، او پر ځای لویدیځ بې پته او بې عزته کلتور رائج کاندي .

دهمدې کلتوري یرغلیزو هڅو په ترڅ کې یرغلګر او ملګري یې ډیر توجه دافغان میرمنو موضوع ته کوي ، دمیرمنو دبي لارۍ لپاره یې مختلف پروګرامونه په کار اچولي ، که له یوې خوادرسنیو له لارې په ښکاره دښځو دبي حجابۍ او تبرج لپاره تبلیغات کوي له بلې خوا یې اوس داسې یوه منظمه هڅه شروع کړې ، ترڅو افغان پتمنې میرمنې دخپل کورني حریم ماتولو ته وهڅوي ، او له خپل پتمن ماحول نه یې باغي کړي .

له یوې خوا بهرنیویرغلګرو دهیواد په مختلفو ښارونو کې په ګڼ شمیر د( خانه امن ) په نامه داسې غیردولتي او خپلواک مرکزونه جوړ کړي ، چې ټولې چارې یې دغربي انجیوګانې او بهرنیو یرغلګرو په لاس کې دي ، یعني دې مرکز ته که یوځل یوه ښځه په خپله خوښه ورداخله شي ، بیا یې له ولسمشر کرزي نیولې دهماغې ښځې تر ورور ، پلار او میړه پورې هیڅوک هم نه شي کولای دښځې له خوښې پرته بیرته رابهر کړي  ، ددې مرکزونه شمیر چې دښځو چارو وزارت دمعلوماتو له مخې   ۱۲  ته رسیږي ، خو په واقعیت کې شاید تردې زیات وي ، دجوړولو هدف یې دا بلل کیږي ، چې افغان ښځوته  دکورني بغاوت او له خپل اهل څخه دتیښتې په لاره کې دیو زرغون څراغ رول ادا کړي ، یعني دا مراکز افغان ښځوته  دا پیغام ورکوي ، چې ستاسو که زړه غواړي کولای شئ ، خپل کورنی پتمن حریم مات کړئ ، ترموږ ځان راورسوئ او بیا مو چې هرډول چارو ته زړه وي دغربیانو تر حمایې لاندې یې دلته  ترسره کړئ .

خو بهرنیان یوازې په دې کفایت نه کوي چې یوازې افغان ښځې له خپلو کورونو رابهر کړي او دخانه امن په نامه فحشاء خانو ته یې ورسوي ، بلکې له دې وروسته بهرنیان هڅه کوي مرکز ته راټولې شوې ښځې لویدیځو هیوادونو ته ولیږي ، او هلته دمسلمانانو په ځانګړي ډول افغان پتمن اولس په خلاف په تبلیغاتي جنګ کې ترې کار واخلي .

څه موده وړاندې به مو دعایشې په نامه دننګرهار ولایت دیوې اوسیدونکې دا خبرې له بي بي سي اوریدلې وي چې ویل یې خارجیان په بیا بیا راته وایي راځه خارج ته لاړه شه ، هلته به ستا ژوند ډیر ښه وي .

دخانه امن په نامه ددې غربي مراکزو د داخلي وضعیت په اړه شاید دا کافي وي چې دتیرې جوزا په میاشت کې  دکرزي دحکومت دعدلیې وزیر حبیب الله غالب یې په اړه په ولسي جرګه کې وویل چې ( دخانه های امن په نامه دامرکزونه  دفحشاء او بي پتۍ اصلي ځالې دي ،ده وویل چې دښځو دحقوقو په نامه یوشمیر ډلې چې غربیان یې حمایه کوي ، په ښکاره کوښښ کوي افغان ښځې له خپلو کورونو تیښتې ته تشویق کړي ، دوی دولایاتو په مراکزو کې دخانه امن په نامه دتښتیدلو ښځو لپاره ځایونه جوړ کړي او په عامه ناستو کې په جار ښځو ته وایي ، چې که پلار مو څه درته وایي په کیسه کې یې مه کیږئ ، دمیړه په خبرو هم نور ری مه وهئ ، که ډیر مشکل درته جوړ شو دلته  خانه  امن ته راشئ  )

  دعدلیې وزیر حبیب الله غالب هغه مهال خورا په جرأت سره داموضوع بیا ن کړه او ددښمن دا شوم پروګرام یې ټولې دنیا ته رسوا کړ، چې په په غربي رسنیو او دښځو دحقوقو په غربي ادارو کې یې هم توند عکس العملونو راوپارول ، خو داسې ښکاري چې دعدلیې د وزیر ددې خبرو په وړاندې لویديځوال  او زموږ دپت وطني لوټماران هم بې غبرګونه نه وي پاته شوي ، او له هغه وروسته یې حبیب الله غالب ته سمه ګوشمالي ورکړي وي ، ځکه تیره ورځ دهمدې وزیر له خولې مطبوعاتو داسې  خبرې خپرې کړې ، لکه نور چې دی هم په هغه څه ورګډ شوی وي ، چې څه موده وړاندې یې دافغان ښځو د بي پتۍ هڅه بللې وه .

تیره ورځ دعدليې وزیر غالب دولسي جرګې دښځو دچارو کمیسیون احضار کړی وو  ددې ناستې په مهال دعدلیې وزیر اعلان وکړ، چې دده په ټکو (موضوع فرار از منزل به اساس قانون جرم نیست، ، ما در این رابطه با رییس ستره محکمه بالای این موضوع بحث کردیم، تصویب کردند از طریق شورای عالی قضا به تمام ارگان های مربوط فرستادند.

حتی به قضات شان نیز فرستادند که دوسیه که در عقب اش قضیه فرار از منزل ذکر شده باشد در اجندای قضایی تان شامل نسازید )

د عدلیې وزیر حبیب الله غالب داخبرې په داسې حال کې کولې چې څو میاشتې وړاندې یې په همدې پارلمان کې دښځو دتیښتې موضوع سترجرم او بي پتي بللې وه  او ویلي یې وو چې ۷۰ فیصده زنداني ښځې له کورونو تښتیدلي دي ده هغه وخت  ویل چې یو شمیر غربي سازمانونه او دښځو دحقوقو ددفاع په نامه غرضي کړۍ دې موضوع ته  لمن وهي، نو ځکه اوس ډيرې  ښځې تښتي ا و خپلو درنو کورنیو ته بي عزتي او پیغور اړوي  .

نه پوهیږو حبیب الله غالب هغه مهال دروغ ویلي وو او که دا ځل ؟ هغه مهال نوموړي په خورا شدیدو ټکو ویلي وو چې دتښتیدلو ښځو دپناه لپاره جوړ شوي ځایونه ( خانه های امن ) دفحشاء او فساد ځالې دي ، اوس چې حبیب الله غالب افغان ښځې تیښتې ته هڅوي ، نو چیرته به ځي ، آیا دهماغو فحشاء خانو نه پرته ددوی په وړاندې بل ځای شته .

سمه ده چې دخپل شرعي حق دترلاسه کولو لپاره به دیوې ښځې لپاره عندالضرورة له کوره وتل  روا وي ، خو داچې دعدلیې وزیر دفرار ټکی استعمالوي ، او بیا مطلقا حکم کوي چې ښځې کولای شي له خپلو کورونو وتښتي معلومیږي ، چې غالب هم په سپینه ږیره خدای شرمولی ، او اوس په ښکاره دافغان ښځو دبي لارۍ  په  غربي منډو ترړو ورګډ شوی دی .

ددې غونډې په مهال چې دعدلیې په وزیر سربیره دښځو چارو وزیره ، او دکورنیو چارو دوزرات مرستیال  میرزا محمد یارمند هم ګډون درلود ، دولسي جرګو دځینو ښځینه غواړو په ګډون ټولو دمطبوعاتو په وړاندې داخبره  په مطلق  ډول  اعلان کړه چې ښځې کولای شي ، په  پوره اطمینان له خپلو کورونو وتښتي ، او په وړاندې به یې حکومت هیڅ اقدام هم ونه کړي .

نو اوس چې له یوې خوا ۲۴ ساعته  دافغان  میرمنو په غوږ کې ایف ایم او نورې راډیو ګانې  د دروغجن عشق ، عیش  او فحشاء سریندې غږوي ، له بلې خوا دمیډیا په زور دښځو د غربي حقوقو غولوونکي تبلیغات خپریږي  ، او هغه دچا خبره په دروغو ورته  ( ګلې باغې ) جوړیږي ، دغه راز یې په وړاندې په هرولایت کې دخانه امن دروازې  هم خلاصې دي ، او دحکومت  دریواړه  قضایي ، تقنیني او اجرایوي  اورګانونه اعلان کوي چې له خپل کورني حریم څخه دښځو تیښته او بغاوت قانونا جرم نه بلل کیږي ، نو دوطن په پتمنو ښځو دې الله تعالی غیبي فضل وکړي ، ځکه داسې ښکاري چې داځل ورته خورا هراړخیزې لومې ویړې شوي دي ، ترڅو یوازینۍ ورپاته سرمایه ( پت او عزت ) هم ترې لوټ کړي  .

په دې اړه به پرځای وي دافغان میرمنو په ادرس داستاد فضل ولي ناګار یو دردمن له توبیخ ، وعد ، وعید  او   خطرزنګ نه ډک شعر  دلته راوړم ، چې که یې افغان میرمنې په غور ولولي او بیا یې په وړاندې له   شته لومواو دانو سره  ملحوظ کړي نو ډیر څه ترې زده کولای شي او ډیرخطراتو ته یې متوجه کولای شي

استاد ناګار فرمایي

خویندي دتهذیب دي نوردمورپه ورورزهیري شي
پرېده چي داټوله دنیاږیري ،ږیري ږیري شي

موږه چي پګړۍ دسړیتوب له سره ښکته کړې
ستاسولوپټه نرمه ټوټه ده ،زربه څیري شي

خوندیې پاتي نه وي چي پرده له رازه پورته وي
غوږکي ورته وایه داصغیري چي کبیري شي

چیرته دی مقام دمورولۍ ،کبریایې زانګو
جال دترقۍ کي دی اټکل چي به اسیري شي

کله به محموداواحمدشاه ورکره وزیږي
ویاړبه دتاریخ کله غرغښتي یاوزیري شي

مینه ،ښکلاکله بازاري دي ،ځانته حدلري
لږدي استدلال ته دکمال میرمني ځیري شي

هردزانګوټال به زلزل ګډپه سومنات کاندي
چیري که پیداد«زرغونې »غوندي فقیري شي

زنګ حرص لړلې آینه ده درنځورانسان
پاک به دقرآن په کوثردادمودوخیري شي

خیردی که بوګنیږي دناګارله شوخ قلم ځني
دادخوبولي نړۍ لوڼه ده ،شوګیري شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x