افغانستان

کندهار کې پر ګډو عسکرو سرتېری بريد وشو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وږي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): کندهار ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې شېبه مخکې د کندهار بولدک پر لويه لار د ګډو عسکرو پر کاروان سرتېری بريد وشو.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوي لنډ پيغام کې د بريد مسؤوليت منلی او زياتوي، چې همدا شېبه غرمه مهال د دوی يو تن سرتيري ملګري د کندهار بولدک پر لويه لار د بهرنيو او کورنيو عسکرو پر ګډ کاروان سرتېری بريد کړی، چې له امله يې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پېښې په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا څارئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x