نادري ناولده

هند: د ملازمت ۳۶۸ پوستونو ته ۲۳ لکه کسانو غوښتنلیکونه جمع کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د هندوستان په اترپردیش ایالت کې د ملازمت یا پیاده ۳۶۸ پوستونو لپاره ۲۳ لکو څخه زیات کسانو غوښتنلیکونه جمع کړي چې له منځه يې ۲۵۵ دکتوران دي.

د اترپردیش ایالت د چارواکو له قوله موده وړاندې یې په دغه ایالت کې ۱۲ کاله وروسته د ملازمت وظیفې لپاره د ۳۶۸ خالي پوستونو اعلان کړی و.

په هند کې د ملازمت یا پیاده وظیفې لپاره باید هر کس تر ۵ صنف پورې زده کړې ولري او سایکل چلولو کې ماهر وي.

په ایالتي دار الانشاء کې د چپړاسي تنخوا ۲۰زره هندي کلدارې وي چې نېږدې ۳۰۰ ډالر کیږي.

ده هندو ټایمز ورځپاڼې ته د اداري ديپارتمنت سکرتر پرتاب میتل ویلي چې د ۳۶۸ پوستونو لپاره د ۲۳ لکو کسانو غوښتنلیکونو جمع کول ډير د حیرانتیا وړ دي.

پرتاب میتل زیاته کړې چې دغو کسانو یادې دندې ته انلاین یا پر لیکه غوښتنلیکونه جمع کړي دي.

د یاد هندي چارواکي له قوله د ملازمت دندې لپاره جمع شوو غوښتنلیکونو کې یواځې ۵۳زره کسان هغه دي چې پنځم صنف پورې یې درس ویلی او تر ۲۰ لکو ډیرو بیا ښوونځي تر پایه ویلي دي.

د چپړاسیتوب دندې لپاره ۲۵۵ دکتورانو په شمول ۲ او ۲۲ زره انجینرانو هم غوښتنلیکونه جمع کړي او په دې کې ډيری هغه کسان هم شامل دي چې ساینس، تجارت او نورو علومو کې یې لوړې زده کړې کړي دي.

چارواکو ویلي چې ددغو کسانو انټرویو به یواځې ۴ کاله وخت واخلي او له همدې کبله ددغې ستونزې د حل لپاره دوی خپل طریقه کار بدلوي.

د اترپردیش وزیر امبیکا چودري ویلي چې د دغو پوستونو لپاره به دوی یو ځل بیا له خلکو غوښتنلیکونه وغواړي.

اتر پردیش د نفوسو له لحاظه د هند تر ټولو ستر ایالت دی. د دغه ایالت نفوس ۲۱۵ میلیونه خلکو ته رسیږي چې د افغانستان د ټول نفوس څخه څو چنده زیات دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x