د کابل هوايي ډګر ته نیژدې چاودني 9 تنه بهرنیان او یو ژباړن وژلی

http://s1.reutersmedia.net/resources/r/?m=02&d=20120918&t=2&i=654028424&w=&fh=&fw=&ll=700&pl=390&r=CBRE88H0AW700د کابل هوايي ډګر ته نیژدې چاودني 8 تنه بهرنیان او یو ژباړن وژلی

نن ټکی آسیا: نن سهار وختي د کابل هوايي ډګر ته پر غزیدلي سړک درنه چاودنه شوې چي له کبله یې د لومړیو معلوماتو له مخي لږ تر لږه نهه تنه بهرني قراردیان او د هغو یو تن افغان ژباړن وژل شوی دی.

وروستي معلومات وايي چي چي وژل شوي بهرنیان د روسیې او جنوب افریقا اتباع دي، چي په یو نړیوال کوریر (international courier company) شرکت کې پيلوټان یا کارکونکي دي.

په چاودنه کې لږ تر لږه اته نور افغان کاریګر ټپيان شوي دي.

ویل کیږي چي چاودنه د یو سرښندونکي برید په ترڅ کې د موټر په واسطه را منځته شوې.

تر اوسه د پيښي په اړه نور جزئیات نه دي څرګند شوي، او نه هم طالبانو په دې اړه تر اوسه معلومات خپاره کړي دي.

خو د رویټرز اژانس خبر ورکړ چي د حزب اسلامي ګوند د پيښي مسئولیت په غاړه اخیستی، او ویلي چي دوی د نبي صلی الله علیه وسلم د توهین لپاره د جوړ شوي فیلم په ضد دا برید تر سره کړ، او نور ورته بریدونه به هم پر بهرنیانو کوي.

د رویټرز په وینا د حزب اسلامي ویاند زبیر صدیقي ورته ویلي چي برید د یو میرمني له خوا د واسکټ په توسط تر سره شوی.

باید وویل شي چي د څو ورځي راهیسي د افغانستان په ګډون په اسلامي نړی کي د امریکا او غرب په ضد د غم او غوصه احساسات را پاریدلي، چي له کبله یې د امریکا سفیر په لیبیا کي د څو نورو دپلوماټانو په ګډون ووژل شو، او هم په ځینو هیوادونو کې د امریکا پر سفارتونو او کونسلګریو بریدونو او مخته یې مظاهرې تر سره شولې، چي لا اوس هم دوام لري.

تیره ورځ په کابل کې هم مظاهرې وشولې، چي په کښي په زرګونو افغانانو ګډون کړی وو، او د امریکا په ضد یې شعارونه ورکول، او د امریکا څخه یې غوښتنه کول چي د افغانستان څخه ووزي.

په افغانستان کې د امریکا په ضد منفي احساسات هغه هم ډیر تقویه شول، کله چي دوه ورځي وړاندي بهرنیانو په لغمان ولایت کې په بمبار هغه ښځي او ماشومان ووژل چي په غره کې د سوند لپاره خاشاک او لرګي ټولول، چي وروسته بیا د لغمان په مرکز کې د بهرنیانو په ضد مظاهره هم وشول، او خلګو د بهرنیانو څخه سخته غوصه ښکاره کړل، او دهغوی څخه یې غوښتنه وکړه چي ژر تر ژره د افغانستان څخه ووزي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د