افغانستان

طالبان: د کندهار سرتيري بريد کې پنځلس بهرني عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وږي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): نن غرمه دوولس بجې د کندهار بولدک پر لويه لار د بهرنيو او کورنیو عسکرو پر ګډ کاروان سرتيری بريد وشو، چې له امله يې ګڼو کورنيو او بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د مزمل هلمندي په نوم د دوی يو ملګري نن غرمه دوولس بجې د کندهار بولدک پر لويه لار ترنک نومې سره د کورنيو او بهرنيو عسکرو پر ګډ کاروان سرتېری بريد وکړ، چې له امله يې پنځلس بهرني او لس کورني عسکر وژل شوي دي.

قاري احمدي زياتوي، چې دغه سرتېری بريد د سرف موټر په واسطه شوی، چې له چاودېدونکو توکو ډک و.

بل پلو د کندهار ولايت وياند صميم خپلواک رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د بولدک ترنک پل سره يو سرتيري بريدګر د پوليسو پر يوه پوسته د سرف موټر په واسطه بريد کړی، چې له امله يې يو ولسي وګړی او دوه پوليس ټپيان شوي دي.

د ترنک پل سيمې يو عيني شاهد عبدالغفار نن ټکی اسيا ته وويل، چې ترنک سيمې سره د بهرنيو عسکرو پر کاروان درنه چاودنه وشوه او له پېښې وروسته بهرنيو عسکرو د خلکو پر مخ لارې تړلي او د پېښې ځای ته هېڅوک نه ورپرېږدي.

عبدالغفار زياتوي، چې د پېښې ځای ته د بهرنيو عسکرو چورلکې امبولانسونه راغلي او د پېښې قربانيان له ترنک سيمې ولېږدول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x