افغانستان

امریکايي ځواکونو د افغانانو سره مشترک عملیات ودرول

نن ټکی آسیا: د افغاني ځواکونو له خوا پر بهرنیانو د مکررو بریدونو له کبله امریکايي ځواکونو نور پر افغانانو خپل باور او اعتماد بایللی، او ددغو ځواکونو سره یې نور خپل ټول مشترک او ګډ عملیات درولي دي.

د امریکايي ځواکونو لوی درستیز جنرال مارتن ډیمپسي دغه سي پيښي چي په کښي افغاني عسکر پر بهرنیانو ډزي وکړي او قتل یې کړي، د طالبانو په خلاف د امریکایانو د کمپاین لپاره یو ستر ګواښ بللی.

نومړي زیاته کړې، چي پر ځمکه به د افغانانو سره ګډ عملیات تر امر ثاني پوري نور په ټپه ودروي.

باید وویل شي چي د سږ کال په دوران کې بهرنیانو ویلي چي د افغاني ځواکونو له خوا پر دوی باندي 36 بریدونه شوي، چي یوازي په تیره میاشت کې ددغو بریدونو شمېر 12 ښودل شوی، او ویل شوي چي په دې بریدونو کې تر اوسه 51 بهرني عسکر وژل شوي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کوي چي هم د بریدونو او هم د مړو شمېر تر دې څو چنده زیات دی.

که څه هم د امریکا دفاع وزیر لیون پانیتا دغه بریدونه دده په وینا د ځپل شویو او کمزورو طالبانو وروستی سلګۍ وبللې، خو د امریکا ځیني فوځي او سیاسي کارپوهان په دې نظر دي چي دا د امریکا اوسنۍ ستراتیژي ته چي غواړي افغاني عسکر وروزي، او امنیتي چاري هغوی ته وسپاري، یو ستر ګوزار دی، او دا دڅو کالو راهیسي د پلې شوي ستراتیژې وروستۍ سلګۍ دي.

امریکايي لیکوال جوشو فوسټ وویل چي په یوه کلیمه کې دا یو : ستر ګواښ دی.
ځکه چي د افغاني عسکرو روزنه او دهغوی سره ګډ عملیات د امریکايي ستراتیژي اساسي عنصر وو، او که دا نه وي، ددې دا معنی سول چي ستراتیژي ټوله ناکامه سول.
نومړي وویل چي په افغانستان کي اوسنۍ جګړه یو بی هدفه جګړه ده، او سړی نه پوهیږي چي څرنګه ځان د پوره ناکامی او ستر ناورین څخه خلاص کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x