نظــر

د جان‌ آقا الکوزی ملګرو ته څو سپينې خبرې‎

لیکوال: عبدالله افغان

چې ماشوم وم له راډیو سره مې د مېنې پر ځای، په زړه کې کرکه ټوکېدلې وه. د ماښام له لمانځه وروسته به چې له مشرانو سره پر دسترخان کیناستو، سمدستي به د راډيو ستنې چغهار شروع کړ. د نورو وسايلو د نشت له کبله، د پښتنو لوستو او نالوستو ټولو راډیو اورېده. دغه مېنه کرار کرار کشرانو ته هم په میراث پاتې کېده.

د بي بي سي او امریکا غږ د ټولو ژورنالستانو له نومونو او غږونو سره اشنا وم خو په څېره مې یو هم نه پېژانده. د ۲۰۰۱ اکتوبر نه را په دې خوا کله چې امریکا او ناټو پر افغانستان برید پيل کړ، د دې راډيوګانو بازار لاپسې ګرم شو. د افغانستان له ګوټ ګوټ نه به ورسره ټیلیفوني اړیکې نیول کېدې او هر يوه به د راډيو له لارې د غږ خپرېډو شوق پوره کاوه. ډېرو به غوښتل د خپل د زړه درد او آه له دې لارې له نورو سره شريک کړي.

هغه مهال نه ټولنیزې شبکې وې او نه انټرنټي آسانتياوې دومره عامې وې چې هر څوک دې ورته لاسرسی ولري او له دې لارې د زړه درد له نورو سره شریک کړی. خلک یوازې دغو راډیوګانو ته محتاج ول او متاسفانه د دغو راډیوګانو چلوونکي چې افغانان او روشنفکرې طبقې ته منسوب خلک ول، نه یی غوښتل چې د دې مظلوم ملت اواز تر نورو ورسیږی. همیشه به چې کوم مېلمه له داخل نه اړیکه ټینګه کړه او د امریکانو له ظلم، تېري او د خپل مظلوميت کيسه کوله، ژورنالېست صاحب به يې د خبرو منځ کې ورټوپ وهل يا به يې هغه غلی کړ او کنه اړيکه پرې کول خو آسانه خبره وه. دوی له امريکا سره د خلکو لږ غوندې مخالفت نه شو زغملای.

دوی ګومان کاوه چې په دغو ژورنالېستيکي تخنيکو به يې خلک پوه نه شي، ځکه دوی له بهرنيو د ژورنالېزم چلونه زده کړي وو، خو د دې سپېره ملت هر شپون او خوار به پوهېده چې دغه ژورنالېستان نه غواړي حقایق روښانه شي؛ ځکه، که چا به د امريکا په طبعه خبره کوله، د دوی اړيکې به هېڅ «تخنيکي» ستونزې سره نه مخ کېدې او نه به د برنامې وخت په ختمېدو و!

دغه ژورنالېستان امريکايان نه وو، افغانان وو. په افغانستان کې يې خاپوړې کړې وې، د دوی په ژبه يې خبرې کولې او د دوی د فرهنګ يادونه به يې کوله!

زه تر اوسه نه پوهېږم چې دغه ژورنالېستان ولې امریکایي ګټو ته تر افغاني ارزښتونو او ګټو ډېر ارزښت ورکاوه؟ شاید له دوی سره به یې دلایل وي خو دغه دلایل بیا نورو ته د منلو وړ نه دي، ځکه کوم جرمونه چې امریکانو کړي دي، دوی يې شریکان بلل کېږي.

په ټوله کې انسان باید د حقایقو لپاره مبارزه وکړي، که څه هم په دې مبارزه کې د یو انسان نږدی خپلوان مجرمین ثاتبېږي او يا يې شخصي ګټې متضررېږي. دا چې د یو زورور د ګټو ساتلو لپاره خپل ورور مجرم، او ظالم بیا مظلوم ښکاره کوي، دا بیا نه یوازې له خپل ځان سره بلکې له انسانیت سره جفا ده. دا چې نن زموږ ژورنالستان دغه چانس لري، سبا به دغه چانس ورسره نه وي، بیا به کله هم دغه ستره غلطي جبران نشي کړای. هر انسان به د خپلو کړنو په اړه پوښتل کېږي.

انسان کمزوری دی، د همیش لپاره زورور نشي پاتې کېدې. نن به ورسره چانس وي، سبا به د دې چانس ارمان کوي. ښه دا ده چې له ننني چانسه پر ځای استفاده وشي، هسې نه چې وروسته پښېمانه شي.

دا اوږده مقدمه د دې له پاره، چې کله چې د جان‌اقا الکوزي له وفات نه خبر شوم، د یو انسان او مسلمان په صفت مې زړه خپه شو. مرګ یو تریخ حقیقت دی چې انسان څومره ډېر عمر وکړي، بیا به هم مري او د مرګ عذاب ډېر سخت دی. خدای دې هر مسلمان وساتي.

عصمت څاروان چې د دوی همکار پاتې شوی دی، په خپل فېسبوک کې يې لیکلي وو چې جان‌اقا الکوزی سره روغتون کې قران هم و او یو د قران ایت یې هم لیکلی و چې هر ژوندی به د مرګ خوند څکي. بې شکه يې څکي.

جان‌ اقا الکوزی هم اوس د تل لپاره لاړ، نور ورته د بېرته راتګ چانس نشته. که چېرې يې له مظلوم سره مرسته کړې وای او د حق په خوا يې خپل ښکلی غږ کارولی وای، اوس به په اوچتو سترګو له خپل رب سره مخامخېده او په ملت کې به د يوه قهرمان په څېر يادېده. پاتې ملګرو ته یې دا درس دی چې مخکی له دې چې مرګ ورته نږدې شي او ناڅاپه يې راونيسي، ښه دا ده چې همدا نن له چانس نه استفاده وکړي او د خپل استعدادونه د حق او عدالت د تامين له پاره پورته کړي.

عبدالله افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x