دیني، سیرت او تاریخ

د صبر کوونکو لپاره زیرئ!

لیکوال: حمزه افغان

الله تعالی زیرئ ورکړئ هغو خلکو ته چي راضي دي په دې باندې چي الله مو رب او نبي علیه السلام د الله رسول ده ، او بل دا چي صبر وکړي په هغو مصیبتونو چي الله پرې راوستي وي . الله د دوی په باره کې فرمایي (وبشرالصبرین… ) زیرئ ده لپاره د هغو کسانو لپاره چې هغوی صبر کړئ ، زیرئ د نیکې بدلې او یا هم د جنت.

په صبر سره د زړه سکون حاصلیږي

کله چي الله تعالی یو کس خوښ کړي . نو امتحانونه پرې راولي . تر څو پورې چي پرې صبر وکړې او  الله تعالی د صبر په کولو سره د هغه درجات لوړ کړي. هغه کسانو چي صبر کړئ الله ورته په ژوند کې د هِغې بدله ورکړې ده .چۍ د هغې د جملې څخه یو هم صبر د نبي علیه السلام او د صحابوو ده ، چي دوی صبر وکړ په مقابل د ظلمونو د کفارو کې نو الله تعالی ورته په مقابل د صبر د دوی کې فتحه د مکې ورپه نصیب کړه ، او خلاصې یي کړې ټولې لارې لپاره د دعوت ددوی. نو په صبر کولومونږ ته د دنیا او آخرت کامیابي په نصیب کیږي . د حدیث مفهوم ده چي نبي علیه السلام فرمایي : وربه کړل شي هغو کسانو ته په ورز د قیامت کې  چي هغوی صبر کړئ ده په مقابل د مصیبتونو کې، چي نه به ورسره حساب د ګناهونو کیږي او نه به یي اعمال تلل کیړي. او وبه ویل شي دوی ته چي داخل شئ جنت بغیر د حساب څخه .

پوښتنه به وګړي له دوی سخه اهل الحشر چي سه دي تاسې لره چي محاسبه درسره ونشوه ستاسې سره ستاسې د عملونو ؟ دوی به ورته ووایي:چي مونږ صبر کړئ په مصیبتونو او راضي وه په قضا(فیصله)د الله تعالی باندې . او وربه کړل شي دې اهل الجنت ته یوه غوټه په جنت کې ، بیا به الله تعالی پوښتنه ترې وکړي چۍ آیا تاسې په ژوند کې کوم مشکل لیدلئ؟ نو وبه وایي دوی چي قسم ده چي مونګ هیڅ مشکل نه ده لیدلئ .څکه چي په یوه غوټه ورکولو سره به یي ټول مصیبتونه هیر شي.

صبر په جهاد

اوس مونړ او تاسې په یو داسې میدان کې موقیعت لرو چي هغه ټول صبر ده ، لکه صبر په اطاعت د الله تعالی ، صبر له نافرماني د الله څخه ، صبر په فیصله د الله او صبر په نعمتونو د الله .

صیر په اطاعت د الله : دا معنا چي کله الله ووایې مونګ ته چي ووځئ د الله په لار کې (جهاد راباندې فرض کړي) نو مونګ ووځو ، ځکه چي دا ضرورت لري ډیر صبر ته، په دې معنا کله چي مونګ په دې لار کې وځو نو مونګ نه پاتې کیږي خپل اهل او عیال ،ښکلي کورونه ، ښه خوراکونه ، ښایسته موټرونه،ښه ملګري چي دا ټول به پریګدو او په دې به صبر کوو ، چي الله تعالی راته ووایي ووځئ ، نو مونګ به وځو.

صبر په معصیت د الله : دا چي الله مونږ له څه نه منع کړي یو ، نو ځان ترې وساتو او دوباره ورته راونه ګرځو په کومو کي چي الله مونږ ته توفیق راکړئ جي پرییږدو.

او هغه شیان چی له کومو څخه منع شوي یو ځان وساتو که څه هم په ظاهر کې مونږ ته ګټه ښکاري.

صبر په اطاعت د امیر :

څرنګه جي اطاعت د الله به اطاعت د امیر کې ده . نو مونږ هم باید اطاعت د امیر وکړو په سختئ او آساني کې ، په هغه کې چي زمونږ هغه کار خوښ وي او که نه وي خو چي د شریعت برابر وي .

او اطاعت د امیر وکړو په داسې حال کې که هغه له مونږ وړوکئ وي،غریب وي ، او که یا هم په سیاسي چارو کې ډیر پوه نه وي ، که هغه د مرکز امیر وي او یا هم عام امیر وي . ځکه چي مونږ ته ټاکل شوئ ده نو په مونږ یې اطاعت واجب ده تر هغې پورې چي تر څو مو ښکاره کفر په کې نه وي لیدلئ.

ځکه چي نبي علیه السلام فرمایي (من أطاع أمیری فقد أطاعني ، ومن أطاعني فقد أطاع الله ، ومن عصی أمیري فقد عصاني ، ومن عصاني فقد عصی الله)

نبي علیه السلام فرمایي: چا چي د امیر اطاعت وکړ، ګویا چي ده زما اطاعت وکړ،او چا چي زما اطاعت وکړ ګویا چي ده د الله اطاعت وکړ.

او چا چې د امیر نافرماني وکړه ، ګویا چي ده زما نافرماني وکړه، او چا چي زما نافرماني وکړه ګویا چي ده د الله نافرماني وکړه.

نور بیا………

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x