نظــر

سوريه او د امريکا او روسیې ګډې خبرې او لاملونه

ژباړه او زياتونه: احمدالله احمدزی

ګڼو امريکايي او برتانوي رسنيو د امريکا او روس دفاع وزيرانو د هغو تيليفوني اړيکو په اړه بحثونه کړي، چې پوره يو کال وروسته يې د سوريې د کشالې په اړه کړي او تر ټولو مهمه خبره په کې د سوريې پر ځمکه د روسي عسکرو شتون او د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري ده.

واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې د روسي او امريکايي چارواکو تيليفوني خبرې د زياتېدونکو ناندريو او بې باوریو نښې دي.

«واشنګټن سوريه کې د روسي عسکرو په شتون او فعاليت اندېښمن دی او ايا ممکن ده، چې روس او امريکا د داعش پر ضد جګړه کې سره يو شي؟»

واشنګټن پوسټ زياتوي، چې د دوو سيالو دفاع وزيرانو تر منځ د سوريې په اړه پنځوس دقيقې خبرې ټولې سوريه کې د روسيې د سياسي او نظامي فعاليتونو پر موضوع وې او واشنګټن فکر کوي، چې د روسيې د مداخلې له امله به بشارالاسد نور هم قوي شي.

وال سټريټ ژورنال هم سوريې ته د روسي جنګي الوتکو پر موضوع خبرې کړي او زياتوي، چې د روسيې نظامي او سياسي ملاتړ له امله د بشارالاسد واک او ځواک نور هم مخ پر زياتېدو دی.
وال سټريټ ژورنال زياتوي، چې روسیې جنګي الوتکې د دواړو دفاع وزيرانو له تيليفوني اړيکو لږه شېبه مخکې سوريې ته ورسېدې او هلته يې د بشارالاسد پر مخالفينو درنې بمبارۍ پيل کړي دي.

ورځپاڼه زياتوي، چې د دواړو سيالانو نږدې يو ساعت تيليفوني اړيکې يوازې د دې لپاره وې، چې امريکا او مسکو سوريه کې يو د بل د ګټو خنډ نه شي.

د وال سټريټ ژورنال په وينا امريکايي چارواکي اندېښمن دي، چې سوريې ته د روسي جنګي الوتکو لېږل د بشارالاسد د ملاتړ په معنا دي، چې ځان يې څوکۍ پورې ټينګ کړی دی.

دغه ورځپاڼه دا هم زياتوي، چې سوريې ته د روسي جنګي الوتکو لېږل د امريکايي پيلوټانو د څارګر فعاليت په مخکې خنډ دي.

«هغه روسي الوتکې، چې سوريې ته د اسد په ملاتړ تللي، د امريکايي الوتکو پر وړاندې يو ډول ګواښ ګڼل کيږي.»
همدا رنګه لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې د روسيې او امريکا دفاع وزيرانو تيليفوني اړيکې دا معنا لري، چې د سوريې په اړه د امريکا سياست کې يو مخيز بدلون راغلی او امريکا اوس دې ته تياره ده، چې روس د سوريې په موضوع کې يو مهم لوبغاړی ومني، سره له دې، چې واشنګټن ډېره هڅه وکړه، چې کرملين د سوريې له موضوع لرې وساتي.

لاس انجلس ټايمز زياتوي، چې سپينې ماڼۍ تر خپله وسه هڅه وکړه، چې اوکراين کې د بيلتونپالو د ملاتړ له امله روسیه له صحنې د باندې وساتي، مګر وروستۍ خبرې د دې ښکارندوی دي، چې سوريه کې د روسيې د مداخلې د مخنيوي هڅې يې ناکامه دي او امريکايان بايد د هغو مفرضو په اړه بيا کتنه وکړي، چې د سوريې کشالې په اړه يې کړې وې.

د ورځپاڼې په وينا د سوريې اللاذقيې «باسل الاسد» هوايي ډګر ته د روسي جنګي الوتکو له امله د واشنګټن اندېښنې نورې هم زياتې شوي او فکر کوي، چې دا جنګي الوتکې به پر هغو پاڅونوالو بمبارۍ کوي، چې د بشارالاسد پر ضد جنګيږي.

فاینانشل ټايمز برتانوي ورځپاڼې ليکلي، چې د واشنګټن او مسکو اړيکې په داسې وخت کې پيل شوي، چې روسیه سوريې ته د بشارالاسد په ملاتړ خپل نظامي ځواک لېږلی او همدا رنګه د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کيري هم د بشارالاسد په اړه له نرمۍ اخيستو کار پيل کړی دی.

«سوريه کې د روسيې د زياتېدونکې مداخلې له امله د نړيوالې ټولنې هڅو ته نوې لار پرانيستل کيږي او له دې وروسته به د سوريې څلور کلنه جګړه کې د توازن ساتلو هڅه کيږي.»

د فاينانشال ټايمز په وينا امريکا له ډېرې مودې ټينګار کاو، چې بشارالاسد بايد له واکه لرې شي او دی هېڅکله د سياسي حل برخه نه شي کېدای، مګر د جان کيري له ورستيو څرګندونو ښکاري، چې امريکا اوس دې ته تياره ده، چې بشارالاسد دې په واک کې پاتې شي.

د عربي چارو کار پوهان وايي، چې امريکا په منځني ختيځ په بشپړه توګه ناکامه شوې او په راتلونکي لنډ وخت کې د خپلې بريا نښې نښانې نه ويني؛ ځکه چې د امريکا سيمه ييز او عرب ايتلافيان د داعش ضد جګړې لپاره د ځمکني پوځ له لېږلو انکار کوي، د امريکا روزل شوي سوريايي ملېشې د داعش پر ضد له جګړو تښتي، نو امريکا اړ ده، چې بشارالاسد په واک کې ومني او روس سره په ګډه خپله جګړه د داعش پر ضد مخ پر وړاندې بوځي.

د عربي چارو لندن مېشتی کار پوه عبدالباري عطوان وايي، چې د روسيې ولسمشر ويلاديميرپوتين په خپل پلان کې بريالی شو او امريکا يې اړه کړه، چې د ده جوړه شوې طرحه په امريکا هم ومني، هغه دا چې بشارالاسد بايد په واک کې پاتې شي او د سوريې په مسئله د ايران او روس په خوښه حل شي.

تر ټولو مهمه خبره اوس دا ده، چې سعودي عربستان، قطر او ترکيه به پر خپل هغه موقف پاتې شي کنه، چې له تېرو څو کالو پر دې خبره ټينګار کوي، چې بشارالاسد بايد له واکه ګوښه شي او دی بايد هېڅکله د سياسي پروسې برخه نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

نن سبا په جهان کی دری ایدیالوژیک نظامونه وجود لری چی عبارت له اسلام، کمونیزم او کپټلزم څخه دی ایدیالوژیک نظام معنی دا چی د بشریت د روزمره مشکلاتو دحل لپاره ځانته اقتصادی ، سیاسی او ټولنیز نظام لری په کوم کی چی اسلام الهی سرچینه لری او نور دوه ایدیالوژیک نظامونه بشری سرچینه لری مونږ مسلمانان پدی عقیده یو چی څنګه چی الله تعالی د انسانانو خالق او د کمال څښتن ده نو د انسانانو دروزمره ژوند د تنظیم لپاره د الله تعالی نظام هم همداسی د کمال په صفاتو متصف ده او له هر ډول نقص نه خالی… نور لوستل »

افغان ځلمی

خالد صاحب ، ستا د تبصری څه برخی سره توافق نه لرم : لمړی : تاسی لیکلی چه نړی کی دری نظامونه چه بیلا بیل دریز او تګیاره لری ، اسلام ، کمونیزم او کاپیتالیزم زه یی ځکه نه منم ، چه اسلام یی نه منی ، اسلام وایی چه نړی کی دوه ډلی دی حق او باطل کمونیزم او کاپیتالیزم دواړه دحق اړخونه نه دی ، د کمونیزم الحادی او ماتیریالستی مقدماتی اړخ تیوریکی او د کاپیتالیزم نهای اړخ ماده پرستی وو ، دواړه به دموکراسی عقیده لری کوم چه د دوی به عقیده د نړی نوی دین او… نور لوستل »

khalid

مننه افغان ځلمی صاحب ستاسو خبره سمه ده ولی دا ددی معنی نه ورکوی چی د باطل پلویان پخپل مینځ کی اختلاف نه لری کمونیزم او کپټالیزم په سیاسی، اجتماعی او اقتصادی لحاظ دوه بیلابیل نظریات دی چی په خپل مینځ کی ډیر زیات اختلاف لری دا زما خبره نده پدی باره کی ډیر کتابونه لیکل شوی دی ته کولای شی د هغو کتابونو لوستلو ته مراجعه وکړی دا چی تا د حق او باطل خبره کړی ده نو د حق او باطل په پیزندلو کی معیار اصل ده د حق اصل د توحید او شهادت په کلیمی او دیوه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

خالد صاحب ، زه هم دا خبره تاییدوم چه کاپیتالیزم او کمونیزم په نومونو کی سره بیل ( الفاظ مترادف معنی واحد ) دی مارکس یو یهودی وو ، کاپیتالیزم کی سرمایداران افراد حق لری چه خپله سرمایه په خپله خوښه وکاروی ، مهمه نه ده چه هغه سرمایه د نورو د استثمار سبب کیږی او که نه ، یعنی حکومت هم دسرمایدارانو به واک کی دی قوانین هم د سرمایدارانو د لا ډیر سرمایدار کیدلو د پاره جوړ شوی څومره چه د سرمایه کچه لوړیږی مالیه کمه یا نه ورکوی او … د دولت دری قوی د سرمایدارانو په… نور لوستل »

khalid

محترم الحاج استاذ بیانزی صاحب ډیر زیاته مننه له تبصری نه دی دا چی کمونیزم او کپټالیزم لکه تاسو چی ویلی دی چی دواړه د ماسونیت او فری میسن غړی دی کوم چی زه فکر نه کوم ځکه کمونیزم اصلا بالکل دین نه منی او دین د ملتونو د افیون په نوم یادوی ولی کپټالیزم بیا داسی نه ده کپټالیزم بنا په مصلحت په خپله غیږ کی د مختلفو ادیانو قبلولو ته تیار ده ترڅو یی خپلو اهدافو ته درسیدلو لپاره بودبل په ضد استعمال کړی لکه یهود، عیسایان او مسلمانان چی یو دبل په ضد استعمالوی خو پدی کی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x