افغانستان

د سياف پر کور راکټي بريد شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د کابل ولايت پغمان ولسوالۍ څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې د استاد سياف پر کور راکټي بريد شوی دی.

د پغمان ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې نن سهار اووه بجې د استاد سياف کور مخته د راکټ يوه مرمۍ لګېدلې ده.

د پغمان امنيه قوماندان سمونوال امرالله د پېښې پخلی کوي او زياتوي، چې د بريد له امله چاته زيان نه دی اوښتی او نه هم تر اوسه د پېښې په تور څوک نيول شوي دي.

د قوماندان امرالله په وينا د بريدګرو پلټنه يې پيل کړې ده.

د روان وږي مياشت پر شپږمه نېټه هم د استاد سياف پر کور دوه راکټي بريدونه شوي وو، مګر مرګ ژوبله يې نه وه پېښه کړې.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د بريد پر مهال سياف په کور کې و او کنه.

د سياف يو پلوي فهيم کوه داماني په خپله فيسبوک پاڼه کې د ياد بريد پړه پر طالبانو اچولې او زياتوي، چې سياف يوازينی «جهادي رهبر» دی، چې د طالبانو کارونه ناروا بولي او په زرغرده يې مخالفت کوي.

د ياد بريد مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تصحیح

پغمان ولایت ندی بلکې دکابل ولایت یوه ولسوالی ده

امان

سیاف هغه منافق دی چی سار نلری په خپله دی ای اس ای. جاسوس ده او ده په خپله امریکا ته ښه راغلاست وویل دی مسعود قاتل سیاف او فهیم دي او دۍ پنځم ستون چی دی کابل په نارامیو کی لاس لری مشری سیاف کوی. او دغه راکتی بریدونه دی په خپله کوی چی اوبه خړی کی او کبان ونیسی. په دی شرایتو می دولت باید ده ته دومره وخت ورنکړی از زر ترزه دي
محکمی ته. وروغواړی تر څو دی خپلو جنایاتو ځواب ووایی

تندر

کاشکی دا کثیف او منافق شیطان وژل شوی وی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x