افغانستانخبرونه

پاکستان افغانستان ته د بډه بیرې پر پوځي اډې د برید په تړاو «اسناد» وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د ملي امنیت او په بهرنیو چارو کې د لومړي وزیر نوازشریف سلاکار، سرتاج عزیز پرون وویل، چې د پېښور پر بډه بیري هوايي اډې برید په اړه لومړنۍ څېړنې ښيي چې حمله کوونکو له افغانستان سره ټیلفوني اړیکې لرلې.
عزیز یوه خصوصي ټلویزیون سره په خبرو کې وویل: «داسې اسناد شته چې ترهګرو له افغانستان سره ټیلفوني اړیکې لرلې. د تحریک طالبان پاکستان مشر په افغانستان کې دی، نو ځکه له افغانستان سره د ترهګرو ټیلفوني اړیکي نه شي رد کېدای».
سرتاج عزیز وړاندې وايي: «دا لومړنۍ پېښه نه ده چې ترهګرو له افغانستان سره اړیکې لرلې. د ډسمبر پر شپاړسمه د پېښور پر پوځي ښوونځي برید هم په افغانستان کې پلان شوی و او دغه معلومات افغان چارواکو ته ورکړل شول».
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وايي، د پاکستان لوی درستیز کابل ته سفر وکړ، د افغان حکومت ځواب مثبت و او ډېر غیرقانوني وسله وال ونیول شول.
عزیز وايي: «اوس داسې اسناد شته چې ښيي ترهګرو له افغانستان څخه ټیلفونونه ترلاسه کول. تر اوسه څېړنې روانې دي، چې کله پای ته ورسېدې، له افغان چارواکیو سره به شریکې شي».
سرتاج عزیز وايي افغان حکومت یوازې تور لګولی چې د شاه شهید پېښه کې پاکستان مېشتو کړیو لاس درلود، خو اسناد یې نه دي وړاندې کړي.
د افغانستان او پاکستان اړیکې له هغې راهیسې ترینګلې شوې، چې ولسمشر اشرف غني وویل نه غواړي چې پاکستان نور د سولې پروسه کې منځګړی وي. غني وویل، له پاکستان څخه د جګړې پيغامونه استول کېږي.
داسې ښکاري چې دواړو هېوادونو یو پر بل تورونو ته مخه کړې ده. داسې نه برېښي چې د دواړو هېوادونو اړیکې به ژر عادي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x