
ولسمشر د «افغان» کلمې په یادولو غوسه کېږي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): تېره اوونۍ طلوع ټلویزیون له ولسمشر اشرف غني سره مرکه درلوده. واک ته له رسېدو وروسته دا له یوې کورنۍ رسنۍ سره د ولسمشر لومړنۍ مرکه وه. د مرکې په یوه برخه کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په اړه له ولسمشر څخه پوښتنه کېږي؛ خو ولسمشر د ځنډ لامل تخنیکي او د ملي اجماع نه شتون بولي.
خبریال له ولسمشر څخه پوښتنه کوي: «ایا تاسو غواړئ چې په پېژندپاڼه کې مو ‘افغان’ ولیکل شي؟» ولسمشر وايي: «زه د افغانستان ولسمشر یم، د یوې اجماع دننه کار کوم. ما مه مصادف کوئ». د ولسمشر له خوا د ملي هویت په توګه د «افغان» کلمه «ملي اجماع» پورې تړل په ټولنیزو رسنیو کې نیوکې راپارولې دي. ډېری مدني فعالان او لیکوال پر ولسمشر نیوکه کوي چې ولې دومره جرئت نه شي کولای چې د «افغان» له ملي هویت څخه دفاع وکړي.
تېره ورځ له ولسمشر سره د ازادۍ راډیو او شمشاد ټلویزیون ګډه مرکه وه. د خپرېدو پر مهال په مرکه کې یو لړ تخنیکي ستونزې ښکاره کېدې. وروسته، د شمشاد خبریال، میرویس ستانکزي د مرکې په اړه ولیکل: «د مرکې د مخه کله چې لا د ارګ مسئولينو سره د مرکې پر تدابيرو غږېدو نو ټينګار يې دا و چې ولسمشر په هېڅ صورت نه غواړي د افغان کلیمې په هکله بحث وکړي, بيا د مرکې څخه نيم ساعت دمخه د دوى وياند ظفر هاشمي او د تشريفاتو مرستيال بلال احمدزي په جديت غوښتنه وکړه چې دا پوښتنه بايد حذف شي ګنې ولسمشر به سخت غوصه شي او بحث به خراب شي».
ښاغلی ستانکزی لیکي، چې د مرکې ایډیټ هم ارګ کې شوی و.
له څه مودې راهیسې د هېواد په ډېرو برخو کې پراخ لاریونونه شوي. لاریون کوونکي غواړي په برېښنايي پېژندپاڼو کې ورته دین او ملي هویت ولیکل شي؛ خو ولسمشر اشرف غني تر اوسه د دغو لاریون کوونکو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
د یادو لاریونونو یو تن تنظیموونکی او د کابل پوهنتون استاد، فیض ځلاند لیکي: « وایې په تذکره کې په افغان لیکلو په ټکر کې لویږم، چې په افغانیت ټکر ته تیار نه یې نو په څه یې؟
د ولس زور به دې د اسلامیت او افغانیت منلو ته مجبوروي، همدا ملي اجماع ده، همدا سیاسي اجماع ده، ان شا الله !»
د ملي هویت په مسئله کې د ولسمشر چوپتیا د ده د ډېرو پلویانو اندېښنې پارولي دي.
تیره شپه مي د ولسمشر مرکه په طلوع تلویزیون کی تر یوه حده ولیده چي جالبه برخه یی همغه دتذکیرو په باره پوشتنه وه چی ولسمشر داسی معلومیده لکه چي دی هم په خپل اقغابیت کی شکمن وو،ډیر د اقسوس خبره ده کله چي د یو اقغان ولسمشر سه داسي څه اورو.ستاسي وروڼو تبصیره غواړم
حقیقت دا دی چې اشغالګرو دی په دغه پړاو کې د همدغه مقصد لپاره راوستی چې د دې میړاني ولس اسلامي او افغاني هویت ورختم کړي، ګوری دی په قومي لحاظ باید یو زیګ پښتون اوسی، څوک د احمدزیو میړنی قوم نه پیژني! خو د هغه مسیحۍ عربې میرمنې دري ژبه زده کړه د خپل د خاوند پښتو ژبه یې زده نه کړه، دغه جناب چې کله جمهوري ریاست کرسۍ ته ورسید نو له خپل قومیت نه تیر شو او پوچ استدلال یې وکړ چې زه د ټول افغانستان ولس مشر یم، ولی دا د ټول ولس مشري به د… نور لوستل »
خود به په غوسه کیږی ځکه ولسمشر خو افغان نه بلکه افغان امریکن دی
دیمکراتانو مشر …خو فارغ د امریکایی دپوهنتون سخه دی نو ددی له کبله دافغان کلمه پری بده لگیگی