نظــر

سياف خانه! استشهاد که انتحار؟ ( ۶ برخه)

په تېر پسې…

د استشهادي بريدونو په شرعي او دیني اړخ خو دقرآن کریم دمبارکو آیتونو درسول الله صلی الله علیه وسلم داحادیثو او د صحابهء کرامو رضی الله عنهم اجمعین د ژوندانه د پېښو  اود وتلو او نومیالیو حقپالو عالمانو د فتواګانو په رڼا کې یو څه سره پوه شوو، او د استشهاد او انتحار یا ځان وژنې ترمنځ توپیر مو هم و پېژندلو، اوس به راشو ودېته چې دغه استشهادي بريدونه له نظامي او ااړخه څومره اړین، اغیزناک او بریالي دي؟

په دې خو هر هوښیار انسان پوهېږي چې په جګړه کې ښکلېل لوري هر یو دا هڅه او هاند کوي چې له داسې وسیلو او چارو څخه کار واخلي چې ځاني او مالي تاوان یې کم او دښمن ته یې ګوزار پیاوړی او تاوان یې دروند  وي.

د دې لپاره چې خبره ښه سمه جوته شي دغه لاندنيو څو ټکو ته بايد په غور سره پاملرنه وکړو:

لومړی:

دا خبره خو ټول پرته له کوم شکه څخه مني، چې د نړۍ پرمخ هر انسان د ژوند کولو حق لري، هر څوک دا اختیار او واک لري چې د خپلو هغو اصولو او بنسټونو تر سیوري لاندې هوسا ژوند تېر کړي کوم چې دوی ورته ژمن او په درنه سترګه ورته ګوري، په کوم کې چې دوی د خپل هوسا ژوند تضمین او د پایښت نښې نښانې ویني.

دوهم:

هر څوک دا د خپل ځان روا حق بولي چې د خپلو دغو اصولو او بنیادونو ساتنه وکړي، د اړتیا په وخت کې ترېنه په سر او مال دفاع، او د ژغورلو لپاره یې له هر رنګه ممکنې وسیلې څخه کار واخلي.

دریم:

په دې لاره کې هر څوک مرګ او درد، د کورونو ورانیدل، د میندو او خویندو بورېدل، کونډېدل او ورارېدل، د بچیانو یتیمان کیدل، د مالونو او هستیو بربادیدل او له منځه تلل، تر څو دښمن ته ماتې ورکړي او خپل اصل او اساس وساتي په ځان باندې مني، اوخپل دښمن ته ماتې ورکول د ځان لپاره خورا لوی ویاړ ګڼي، او په جګړو کې دغه ټول خامخا پېښېدونکي دي، هر څوک چې جګړه کوي هغه که کافر وي که مسلمان لومړی دا ټولې خبرې په ځا ن مني او بیا وروسته له هغه د جګړې ډګر ته ور دانګي.

هر کله چې داسې شوه، نو اوس چې د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس د امریکایانو او اروپایانو له ناروا او ظالم یرغل سره مخامخ دی، او دښمن ځواکمن دی لکه څنګه چې د اسلام د تاریخ په اوږدو کې تر ننه پورې همداسې پېښ شوي دي چې مسلمانان تل د وسلو او وسیلو له پلوه ددښمن په پرتله کمزوري وي.

اوس نو څه باید وشي، که مخامخ او لاس په لستوڼي جګړه ورسره كېږي، نو لومړی خو خپله دښمن دېته نه دی تیار، دښمن کله هم نه غواړي چې له مسلمانانو سره لاس په لستوڼې وجنګېږي، ځکه دوی تل ډارن او بې زړه او بې غیرته دي، که دوی دېته تیار شي چې لاس په لاس یا توره په توره یا ټوپک په ټوپک له مسلمانانو سره جګړه وکوي نو باور وکوئ چې په لکهاوو مسلمانان به په یوه ورځ بلکې په نیمه ورځ کې ورته تیار شي، خو دوی دومره زړه نه لري، له مرګ نه یرېږي.

هر کله چې دوی مخامخ جګړه نه کوي او نه یې کولای شي نو مسلمانان هم باید له داسې جنګي تکتیکونو نه کار واخلي چې دښمن په پوره توګه وځپلای شي، دښمن هر رنګه پر مختللي جنګي وسایل لري او مسلمانان يې نه لري، او که مسلمانان د دې لپاره چې تر څو د دوی په څېر وسایل پیدا کړي او بیا ورسره وجنګېږي له جګړې کولو نه ډه ډه وکړي، نو له یوې خوا دا کار خورا ډېر وخت نیسي چې د یو کال دوه کاله درې کاله، لس کاله او … خبره نه ده.

او بل دا چې اوس هر څه د دوی په لاس کې دي، دوی مسلمانانو ته د دې موکه نه ورکوي چې ځان د دوی په څېر په وسلو او تکنالوژۍ باندې سمبال کړي، او که مسلمانان د دې هڅه وکړي نو دوی يې په کلکه سره مخنیوی کوي، چې تر ټولو ښه بیلګه یې ایران دی، او بیا هم که مسلمانان وغواړي اوهڅې وکړي چې د دوی په څېر وسلې پیدا کړي او بیا ورسره وجنګېږي,  نو لومړی خو به په دومره وخت کې دکفارو موخې په خپله پوره شي، ځکه ددوي غټه موخه دا ده چې مسلمانان څه رنګه له خپل دین نه واړوي او څه رنګه د دوی واک په خپل لاس کې واخلي، او تر څو چې مسلمانان ددوي په څېر وسلې او اسباب پیدا کوي کفارو به د مسلمانانو بچیان ټول د خپل ځان په څېر روزلي وي، او بیا به کفارو ته اړتیا نه وي، بلکې خپله د مسلمانانو بچيان به دکفارو په استاځيتوب هر څه ورته کوي، کوم څه چې نن په ترکیه کې روان دي، هو! ترکیه اوس یو څه د وېښتابه په لوري روانه شوې ده مګر نظام، قانون او حکومت یې ټول په هغه توګه روان دی په کومه توګه چې کفار یې غواړي، په خپله خوښه زنا کول قانوني بڼه لري، او که يې چا مخالفت وکړ نو سزا به ګالي، تر دې چې څو کاله وړاندې کله چې دا خبره د ځينو با احساسه خلکو له خوا را پورته شوه چې باید زنا کول قانوني جرم وګڼل شي، ټولې نړۍ ولیدل چې څه غوغا پیل شوه، هم د ننه په ترکیه کې او هم په نوره کفرې نړۍ کې په تېره بیا په اروپا کې.

په ترکیه کې د اسلام په نامه هېڅ قانون په حکومتي ادارو کې نشي پلی کېدای، او که چا څه وکول نو سمدستي به سزا ګالي، همدارنګه پاکستان، عربي او د منځنۍ آسیا هېوادونه چې هر یو په خپل وار سره د انګرېز، امریکې، فرانسې، او روس تر استعمار لاندې و, هغوی هم هغه دي ټول هغه څه کوي چې کفار یې غواړي،د کفارو په وړاندې هېڅ مخالفت نشي ښودلای، ځکه چې زیاتره حکومتي او ځینې عام خلک یې د کفارو له خوښې سره سم روزل شوي دي, نو اوس هم که مونږ کښېنو او ځان ورته برابروو نو داسې وخت به راغلی وي چې ځان خو به مو نه وي برابر کړی نه وي برابر کړی، بلکې هغه خپله راسره شته معنويت, هيبت, عزت او كرامت به مو هم له لا سه وتلې وي، وايي: بختور د نورو له بدمرغیو نه پند اخلي او بدبخته بیا له خپلو بد مرغیو نه، مونږ باید له نورو نه پند واخلو، نه دا چې خپله راباندې راشي بیا به هېڅ شی ګټه نه کوي.

دوهم دا چې هر کله هم د جګړې د دواړو لورو انډول سره برابر شوی دی داسې تباهۍ يې را منځته کړې دي چې د انسانیت په تاریخ کې ساری نه لري، د بیلګې په توګه کولای شو چې نړیواله لومړنۍ او دوهمه جګړه یاده کړو، په دغو دوو خونړیو جګړو کې چې د جګړې د دواړو لوریو انډول د وسایلو او اسبابو له پلوه سره برابر و داسې تباهۍ وشوې چې د انسانیت په تاریخ کې په نړیوالو جګړو باندې پېژندل کيږي، لومړنۍ جګړه چې یوازې څلور کاله له ۱۹۱۴ م نه تر ۱۹۱۸ م پورې وه کم و زیات اوه لس میلیونه انسانان یې له کومې تېر کړل، چې له اتو نه تر نه میلیونه یې نظامي او نور بیا عام ولسي او بې غرضه خلک وو، او دوهمې نړیوالې جګړې چې شپږ کاله له ۱۹۳۹ م نه تر  ۱۹۴۵ م پورې وه پنځه پنځوس میلیونه خلک يې له ستونې تېر کړل! چې په هغه کې تر اوولس میلیونو پورې نظامي او نور اته ديرش میلیونه ټول عام ولسي او بې غرضه خلک وو، او له همدې نه د نورو زیانونو درک هم لګېدای شي.

کېدای شي د الله جل جلاله په دې کې چې د کفر او اسلام د جګړې یو لوری ( مسلمانان ) تل د اسبابو او وسلو له پلوه کم وي یو حکمت دا هم وي تر څو د جګړې قربانیان کم وي، ځکه څومره چې په جګړه کې ښکېل لوري ځواکمن وي په همغه کچه د وژل کېدو او تباهۍ کچه هم ورسره لوړېږي.

مسلمان الله جل جلاله په دې باندې مکلف کړی چې د دښمن دمقابلې لپاره له خپل وس او توان سره سم تیاری ونیسي، الله جل جلاله په لسمه پاره د الانفال د سورت په شپیتم آیت کې فرمایي: (وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآَخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ ) د الأنفال سورت, 60 آيت.
او تیار کړۍ د دوی ( کفارو ) د مقابلې لپاره هر هغه ځواک او زور، او د آسونو روزل چې په وس مو پوره وي، تر څو د الله جل جلاله او ستاسو دښمنان او له دوی نه پرته نور هغه دښمنان چې تاسو یې نه پېژنۍ مګر الله جل جلاله یې پېژني پر ې وډار کړئ، اوهر هغه څه چې تاسو یې د الله جل جلاله په لاره کې لګوئ دهغې بدله به تاسو ته درکول کېږي، په داسې حال کې چې له تاسو سره به کمی نه کېږي، یانې ستاسو بدله به پوره پوره درکول کېږي،داسې فکر ونه کوئ چې څه کمی به پکې وشي.

دا دي دلته ګورو چې الله جل جلاله وایي هر هغه څه ورته برابر او تیار کړئ چې په وس مو پوره وي، داسې یې نه دي ویلي چې داسې څه ورته برابر کړئ لکه له دوی سره چې دي، اوس زمونږ په وس خو دا نه دي پوره چې سمدستي جازونه جوړ کړو، ټانګونه جوړ کړو، کمپیوټري میزایل جوړ کړو، بلکې له هغه څه نه به اوس کار اخلو چې په وس مو پوره دي او سمدستي مو په لاس کې شته دي، چې هغه د ماینونو، استشهادي بریدونو او کمینونو څخه کار اخیستل دي، ځکه مونږ اوس له یو ناڅاپی یرغل سره لاس او ګرېوان یو، او دا دي الله جل جلاله په همدغو کې برکت اچولي او دښمن یې راته په ګونډو کړی دی.

دیادونې ده چې مطلب دا نه دی چې ټول ولس باید هر څه پرېږدي او یوازې او یوازې وسلې ته لاس کړي، نه، دا کار شونی نه دی، مګر دا بیا شونی او هر مسلمان افغان يې باید وکړي چې له یرغلګر دښمن نه خپله بېزاري په ښکاره سره ټولې نړۍ ته وښيي، او دښمن په دې پوه کړي چې ته زمونږ دښمن یې او مونږ د دښمن په سترګه درته ګورو، او د خپلو مجاهد ولس ملاتړ وکوي، دا د هر کس په وس پوره هم ده او پرې مکلف هم دی.
دا کار د هېواد ټول زده کوونکي هم کولای شي، ښوونکي یې هم کولای شي، انجینران, ډاکتران، نارینه او ښځینه يې هم کولای شي، ډاکتران یې هم کولای شي لنډه داچې د ولس هر وګړی يې کولای شي، او هرڅوک یې باید د خپل وس سره سم وکوي.

په اوس وخت کې په همدغو ماینونو، استشهادي بریدونو او کمینونو کې دښمن ته دومره زیات تاوان او زیان ور اړول کېږي چې ټول یې د سر په سترګو وینو، او مجاهدینو ته یې زیان خورا کم دی، اوس که همداسې مخامخ جګړه ورسره وشي یقیني خبره ده چې د مجاهدینو تلفات او زیانونه یو په لس بلکې یو په سل زیاتېږي او د دښمن تلفات یو په لسه بلکې یو په سله را کمېږي، نو د نظامي او جنګي تکتیک له مخې هم استشهادي بریدونه خورا ګټور دي.

په استشهادي مبارکو بریدونو کې له نظامي اړخه حکمت دا دی چې نور مجاهدین په کفارو ور زړور کېږي، هغوی ګوري چې دا دي زمونږ ملګري پر کفارو داسې برید وکړ، نو مونږ یې هم باید پرې وکړو.

او یوازې دا نه چې دښمن ته ظاهري ځاني او مالي تاوان او زیان ور رسېږي بلکې هغوی له یو رنګه روحي ستونزو سره مخ کوي، او عملا يې مخ کړي دي، یوازې د جګړې په ډګر کې فوځیان او نظامیان یې نه بلکې په دفترونو, بلډینګونو او ماڼیو کې له ناستو ځانګړو پالیسي جوړوونکو سیاستمدارانو نه يې هم لاره ورکه کړېده، سهار یو څه وايي بیګاه ته بیا په خپله سهارنۍ پالیسي باندې کرښې راکاږي او د بلې پالیسۍ په جوړولو مشورې سره کوي.

او په کورونو کې ناست کفار یې دومره وار خطا کړي دي چې هره شیبه ځان د مرګ په کومې کې ګوري، همدغه استشهادي بريدونه دي چې د سپينې ماڼۍ د ټینګ او غښتلي سیاست ستنې یې لړزولې دي، همدغه استشهادي بریدونه دي چې د نړیوال کفر په سیاست کې یې داسې تغیر او بدلون راووست چې چا په خوب کې هم نشوای لیدلی، بلکې دوی خپله یې تصور نشوای کولای.

استشهادي بریدونه د دښمن لپاره یوه تندر دی، داسې یو نامعلوم خو پرېکنده ګوزار دی چې دښمن یې په هېڅ ډول نه مخه نیولای شي، او نه هم ځان ترېنه ژغورلی شي، هر ځای ته چې ځي داستشهادي برید ویره یې په زړه کې داسې ننوتې وي چې هره ګړۍ د مرګ راتلو ته شيبې ګڼي، هر شی دښمن ورته برېښي، کاڼې ته هم د دښمن په سترګه ګوري، ونې ته هم د دښمن په سترګه ګوري، څوک يې چې خواته یوازې هسې ورلنډ شي سمدستي يې ولي، له همدې کبله هېڅ موټر ځانته لنډ نه پرېږدي.
همدغه استشهادي بريدونو د دوی په زرهاوو فوځیان لیونیان کړل، هم په عراق اوهم په افغانستان کې، چې د هغوی لپاره یې ځانګړي روغتونونه جوړ کړي دي، تر څو درملنه یې وکوي، دا په داسې حال کې چې تر اوسه پورې داسې نه دي پېښ شوي چې په مجاهدینو کې یو کس هم خپل نورمال حالت له لاسه ورکړی وي، سره له دې چې د اسبابو له پلوه خورا بې وسه او ناتوانه دي، مګر زړونه یې د ایمان په نور روښانه دي، که وسایلو او اسبابو ته وکتل شي نو اوس باید مجاهدین له دا رنګه ناورین سره مخ وای، مګر نه بیا هم نه، مجاهدین له خپل ننګ، دین او هېواد نه د دفاع او د ظالم دښمن د له منځه وړلو لپاره مرګ په خوشحالیو او خنداګانو لمانځي او دسیاف دوستان اوملګري بیا ژاړي، رمباړې وهي، لیونیان کېږي، جناب سياف! که نور هېڅ هم نه وي له همدې نه د حق او باطل پیروان په ډاګه جوتېږي.

د اسلامي امارت مجاهدین چې هرکله استشهادي مبارک بريدونه کوي نو هغوی دومره ساده نه دي چې خپل دنیا او آخرت دواړه له منځه یوسي، په عامو خلکو، یا په جوماتونو، بازارونو او د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې چاودنې وکوي اوبې غرضه خلک له منځه یوسي، فکر نه کوم چې روغ او سم سړی به دا کار وکوي، دامارت مجاهدین تر خپله وسه هڅه کوي چې اصلي دښمن په نښه کړي، آن تر دې چې په داخلي پولیسو او ملي اردو باندې هم تر خپله وسه پورې استشهادي بریدونه نه کوي، یا کمین ورته نیسي او یا ماینونه ورته ږدي.

ډېر کم داسې پېښېږي چې په داخلي دښمن باندې استشهادي بريدونه وکوي او هغه هم په هغه وخت کې چې د له منځه وړلو لپاره یې بله لاره نه وي، له ځينو سره بیا دا ستونزه پیدا شي چې ملي اردو او پولیس ولې وژل کېږي؟

دلته به دې خبرې ته له دوه اړخونو نه وګورو ، لومړی د دوی د وژلو شرعي حکم: د دوی وژل ځکه روا دي چې دوی له كافر دښمن سره د مجاهدینو او ولس په ضد جنګېږي، د دښمن په څنګ کې ولاړ دي، بلکې له دښمن نه دفاع کوي، هغه مجاهد چې پر کافر برید کوي، دوی مخکې له مخکې وژني، نیسي یې،  نو دوی د دښمن حکم لري، د همغوی په امر او قومانده جنګېږي، همغوي يې اکمالوي، همغوی یې روزي، دوهم اړخ دا چې عقل هم همدا غوښتنه کوي ځکه ته چې د یو کس کور ته ورځې، امریکایان د هغه کور ته ورولې، کور او کلی یې ورته ور ښیې، نیسې یې او دښمن ته یې سپارې، که دې وس ورسېږي وژنې یې نو څه فکر کوې چې هغه به بیا تا د ګلونو په ګېډیو لمانځي! دا نو اوس کوم عقل دی چې ته بل وژنه او هغه به ستا لاسونه ښکلوي! ځکه چې ته د كافر ترڅنګ ولاړ یې! طالب او مجاهد وژنې!

کومې چاودنې چې په عامو، ځایونو، بازارونو کې کېږي، هغه خپله دښمن کوي، زبون وهلی او ظالم دښمن دغه رنګه ناروا او کرغېړنې کړنې په خورا ځانګړي مهارت تر سره کوي چې ډېر خلک نه پرې پوهېږي، او ځینې بیا داسې انګېري چې دا بریدونه او چاودنې مجاهدین کوي، دښمن دغه کار په څو ډولونو سره تر سره کوي:

لومړی:

دښمن په موټر یا موټر سایکل، یا بایسکل او یا لاسې کراچۍ کې چاودېدونکي توکې ځای پرځای کړي، او بیا يې د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځای کې په یو ځانګړي ځای کې په ځانګړې توګه داسې ودروي چې هلته خلکو ته درنده مرګ ژوبله ور اړول کېدای شي،او بیا له خپل پروګرام سره سم په وړاو مناسب وخت کې انفجار ورکوي، او سمدستي ووايي چې دا خو استشهادي برید و، ځينې خلک فکر کوي چې رښتیا وايي ځکه موټر یا موټر سایکل او یا بایسکل او یا هم کراچۍ د سر په سترګو وویني چې هغه ده وچاودېده، او دېته د چا پام وي چې څوک پکې وو او که نه؟

او دوي د دې لپاره چې خلک په حقیقت پوه نشي، سمدستي ټولې لارې وتړي، د پېښې ځای ته هېڅوک نه پرېږدي، تر دې چې خبریالان او ژورنالیستان هم نه پرېږدي، ځکه چې بیا خو د دوی درواغ ورپسې رښتیا کېږي، که دوی په رښتیا سره هم په خپلو خبرو کې رښتيني وي چې استشهادي برید دی، نو بیا ولې خبریالان د پېښې ځای ته نه پرېږدي؟ دوی خو دا کار باید په ډېره خوښۍ او زر تر زره وکوي، تر څو خبریالان خلکو او ولس ته وښيي چې دا دي مجاهدینو داسې ناروا کړې ده!!!
او دا کار له ټولو نه زیات د دښمن په ګټه دی، مګر دوی ځکه دې کار ته زړه نه ښه کوي چې رسوا کېږي، او دا تر ټولو ښه او ښکاره نښه ده چې دغه کارونه دوی خپله کوي.

دوهم:

كله كله دښمن بیا داسې کوي چې ډېر حساس چاودېدونکي توکې په یوه لاسي بکس یا په یوه غوټه کې ځای پرځای کړي او بیا یې له ځانه سره واخلي، موټر دربست ونیسي او د خلکو د ګڼې ګوڼې ځای ته د تګ ورته ووايي، کله چې هلته ورسېږي موټروان ته کرایه ورکړي، دی ښکته شي بکس هملته په موټر کې قصدا پرېږډي د موټروان یا ورته پام نه شي او که د ځینو ورته پام شي نو وايي چې ځه ښه شو دا بکس خو پاتې شو کېدای شي ډېر څه به وي پکې، نو غږ نه کوي، او همداسې روان شي، دغه ظالم چاودېدونکي توکي یا د ریموډ کنترول په مټ چووي او یا يې هم په ساعت برابر کړي وي چې په همغه مناسب وخت کې خپله وچوي، موټروان بېچاره په ځان خبر نه وي او په دې هیله چې اوس به په بکس کې څومره پیسې وي غواړي زر زر ځان یوې ګوښې ته کړي او له ګڼې ګوڼې ووزي، چې په همدې ترڅ کې د خلکو په منځ کې یو درز شي موټر او موټروان دواړه له منځه لاړ شي او په څنګ کې نور عام وګړي هم ورسره شهیدان شي، ټول خلک وايې چې دا خو استشهادي برېد و، ځکه په موټر کې ناست کس چاودنه وکوله، دا خبره که چاته وکوې نو ډېر یې تر هغه پورې نه مني تر څو چې د ظالمانو په دغه چل او فریب باندې پوه نه وي.

دریم:

کله کله داسې کوي چې له خپلو جاسوسانو نه په دې برخه کې د خسو او خځلو په څېر کار اخلي، هغه داسې چې ځینې هغه کسان چې له دوی سره کار کوي هغوی ته له چاودېدونکو توکیو نه ډک موټر په لاس ورکړي، او ورته وايي چې پلاني ځای ته لاړ شه هر کله چې ورسېدې، مونږ ته به تلیفون را وکړي، مونږ بیا تا ته وایو چې څه وکوه او چېرته لاړ شه، او داسې ځای ورته ښيي چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي، هغه همداسې وکوي کله کله غټه لارۍ په لاس ورکړي، هلته چې ورسېږي دوی ته تلیفون را وکړي چې زه خو ورسېدم، دوی له شانه ورپسې وي او په شاوخوا لنډه سیمه کې چېرته ولاړ وي نو سمدستي د ریمود بټنه ووهي او له همدې سره د خلکو په منځ کې یو درز شي، یوه لویه مرګ ژوبله رامنځ ته کړي،او سمدستي خبري رسنۍ خبر خپور کړي چې استشهادي برید عام خلک په نښه کړل، او خلک يې هم مني ځکه ټول ويني چې هغه دی کس په موټر کې ناست و، موټر یې راوستوو، او د خلکو په منځ کې يې چاودنه وکوله، او تر ټولو ښه نښه بیا دا ښيي چې د امریکایانو موټر هم همدلته په سیمه کې وو، یانې دغه چاودنه په اصل کې په امریکایانو باندې کېدله مګر بې ځایه وشوه!

او خلک یې په ټینګه سره مني ځکه ويني چې دا دي امریکایان خو په رښتيا هم په سیمه کې شته دي، او خلک ملامت ځکه نه دي چې هغوی د کافرو ځناورو په دغه چل فریب او مکر باندې څه پوهېږي.

نور بیا…

أحمد ضياء بريالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x